سراج الدين حقاني د طالبانو د رژيم د پياوړتيا او ژوندي کولو په موخه د احمدزيو له خلکو سره په يوه غونډه کې ګډون کړى و. حقاني د احمدزيو قوم مشرانو ته په خطاب کې وويل: په نړۍ کې بریالي ملتونه هغه دي چې یووالی ولري او بریالي حکومتونه هغه دي چې د خلکو ملاتړ ولري. تاسو هم یووالی لرئ او هم د خپل نظام ملاتړ کوئ. د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر وویل: کله چې نظام ستاسو ملاتړ ولري، په رسمیت پېژندلو ته اړتیا نشته. حقاني په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره په خبرو کې ویلي و چې د بهرنیانو د حکمونو نه منل د دې لامل شوي چې د دې ډلې حکومت په نړۍ کې په رسمیت ونه پېژندل شي. اوس چې طالبان نه دي توانیدلي چې په رسمیت وپیژندل شي او نړۍ د طالبانو له حکومت څخه راضي نه ده، اوس ښاغلي حقاني ویلي چې په رسمیت پیژندلو ته اړتیا نه لري. دلته باید ووایو چې که طالبانو نرمه او معقوله پالیسي غوره کړې وای، نو لاره به یې ډېره ساده او اسانه وه، خو له بده مرغه دغه ډله داخلي رضایت هم نه دي پیدا کړي. نن ورځ د افغانستان خلک د حکومت له مختلفو بندیزونو سره مخ دي. نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو تل په افغانستان کې د بشري حقونو پر پراخ سرغړونې ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې طالبان باید له خلکو سره دا ډول چلند ونه کړي، خو د حکومت له لوري یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی. په داسې حالت کې چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ هیڅ تفاهم نشته او طالبان پر خپلو سیاستونو ټینګار کوي، ښکاره خبره ده چې طالبان به له نړۍ څخه جلا شي، چې دوی به انزوا ته لار هواروي. له همدې امله طالبان اړ دي چې یا په افغانستان کې یوازې داسې واکمني ته دوام ورکړي چې روښانه راتلونکی به ونه لري او یا هم د ګټې اخیستنې لپاره د تعامل او منلو لاره غوره کړي.

- 55
- کې خپور شو 5:53 ب.ظ
- د خبر شمیره 5479
- 2 اسد 1402
- کې خپور شو 5:53 ب.ظ
- د خبر شمیره 5479
- 2 اسد 1402
- خبرونه
- تازه تازه 17:53 - 2 اسد 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5479
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د مارګو دښته او د وږي ولس تر پښو لاندې د شتمنیو لویه زېرمه
14:37 - 31 سرطان 1405

زندانی خبریالان که د وګړو پوهاوی؛ طالبان کوم یو غواړي؟
18:08 - 24 سرطان 1405

له بګرامه تر کانګو؛ د کډوالو سره د خیانت په دره کې د بشري حقونو سراب
16:56 - 31 جوزا 1405

له تلابیب څخه تر واشنګټنه تریخ اعتراف او د منځني ختیځ نوي پیل
14:41 - 27 جوزا 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها