د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په هېواد کې د ناامنیو وروستي زیاتوالی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مستقیمه پایله ده. له دویچه ویله سره په خبرو کې حنا رباني ویلي چې ناټو په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه نیمګړې پرېښوده او له پلان پرته له دغه هېواده ووتل چې د سیمې امنیت یې اغېزمن کړی دی. مېرمن رباني دې ته په اشارې سره چې د افغانستان له پولو څخه د ترورېزم خطر او ګواښ د پاکستان پر لور دی، څرګنده کړه چې د طالبانو له ژمنو سره سره لا هم دغه ګواښونه نهدي کنټرول شوي. هغه زیاته کړه: “نړۍ یوازې هغه ګواښونه ویني چې له افغانستان څخه د ناټو د وتلو مستقیمه پایله ده او موږ یې د کنټرول توان نه لرو.” په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د داعش او په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو له خوا ناامنۍ او بریدونه زیات شوي دي. دغه راز روسیې او د سیمې نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پراخېدو او نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې چې د سیمې هېوادونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي. طالبانو له داعش سره د مبارزې او د تحریک طالبان پاکستان د محدودولو په برخه کې کوم جدي هوډ نه دی ښودلی او یوازې په عمومي او حاشیه مسلو خبرې کوي. خو د دې ناامنیو او ګواښونو بنسټ له کومه راځي؟ د ناټو لخوا د افغانستان اشغال او د څو کلونو لپاره په دغه هیواد کې د هغوی شتون او همدارنګه له افغانستان څخه د لویدیځ ناڅاپه او غیر پلان شوي وتلو، اوسنی وضعیت رامینځته کړی چې نه یوازې زموږ هیواد بلکې ګاونډیان او سیمه یې هم اغیزمنه کړې ده. لویدیځ تل هڅه کوي چې هیوادونه او حکومتونه د یوې وسیلې په توګه وکاروي او کله چې د دوی د کارونې نیټه پای ته ورسیږي نو پروا نه کوي چې پر دوي باندي څه پیښیږي او د افغانستان مسله د د لویدیځ د بې مسؤلیتۍ او د بې کفایتۍ ښکاره بیلګه ده. له همدې امله هغه بې ثباتي چې په افغانستان کې رامنځته شوې او د سیمې خلکو او هېوادونو ته یې زیان رسولی، د لویدیځوالو د شل کلن اشغال پایله ده. او دوی د هغه غوټۍ د خلاصولو مسؤل دي چې دوی په خپلو لاسونو جوړ کړي.

- 102
- کې خپور شو 6:31 ب.ظ
- د خبر شمیره 3168
- 4 حوت 1401
- کې خپور شو 6:31 ب.ظ
- د خبر شمیره 3168
- 4 حوت 1401
- تازه تازه 18:31 - 4 حوت 1401
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=3168
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د مارګو دښته او د وږي ولس تر پښو لاندې د شتمنیو لویه زېرمه
14:37 - 31 سرطان 1405

زندانی خبریالان که د وګړو پوهاوی؛ طالبان کوم یو غواړي؟
18:08 - 24 سرطان 1405

له بګرامه تر کانګو؛ د کډوالو سره د خیانت په دره کې د بشري حقونو سراب
16:56 - 31 جوزا 1405

له تلابیب څخه تر واشنګټنه تریخ اعتراف او د منځني ختیځ نوي پیل
14:41 - 27 جوزا 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها