څنګه «عقل» په شاهنامې کې انسان له فردي او ټولنیز سقوط څخه ژغوري؟

د ثور میاشتې ۲۵مه نېټه، د ابوالقاسم فردوسي د درناوي ورځ، دا فرصت برابروي چې د شاهنامې تر ټولو بنسټیز پیغام ته بیا وګرځو: «عقل»!
څنګه «عقل» په شاهنامې کې انسان له فردي او ټولنیز سقوط څخه ژغوري؟

د ثور میاشتې ۲۵مه نېټه، د ابوالقاسم فردوسي د درناوي ورځ، دا فرصت برابروي چې د شاهنامې تر ټولو بنسټیز پیغام ته بیا وګرځو: «عقل»!

فردوسي عقل نه یوازې د انسان ښکلا بولي، بلکې د ټولنې د بقا ستنه او د ښه او بد معیار یې ګڼي. په دې لیکنه کې د فردوسي د شعرونو له تحلیلي نظره د عقل ځای په فردي او ټولنیز ژوند کې او په ځانګړي ډول د ملتونو په برخلیک کې—د افغانستان پر وضعیت د تمرکز سره—څېړل کېږي.

د فردوسي د درناوي ورځ د نړۍ ټولو عقل غوښتونکو ته، په ځانګړي ډول د فارسۍ ژبې فرهنګي وګړو ته، له زړه مبارکي وایم.

دا ورځ یوازې د یو شاعر یاد نه دی؛ بلکې د «فکر»، «هویت» او «عقل پالنې» درناوی دی. هیله لرم چې د عقل په رڼا کې زموږ نړۍ د ناپوهۍ، تعصب او تاوتریخوالي له تیارو خلاصه سي او انسانان د انسانیت روښانه لاره ومومي.

فردوسي یوازې شاعر نه دی، بلکې یو «عقلپال فیلسوف» دی چې د حماسې په منځ کې د ژوند ژوره فلسفه وړاندې کوي؛ هغه فلسفه چې نن تر هر وخت ډېر ورته اړتیا ده.

په شاهنامه کې عقل د لومړي او تر ټولو لوړ نعمت په توګه معرفي سوی دی. فردوسي شاهنامه د عقل په ستاینه پیلوي، نه د پاچاهانو په ستاینه او نه د ځواک په ستاینه:

ته هېڅ شی له عقل څخه لوړ مه ګڼه
عقل د ټولو نیکیو سر دی

په دې بیت کې عقل د «ارزښتونو وروستی معیار» بلل سوی دی، یعنې هره نیکي—له عدالت څخه تر مینې پورې—د عقل په رڼا کې معنا پیدا کوي.

یا په بل ځای کې وايي:

عقل لارښود دی او عقل د زړه خلاصوونکی دی
عقل په دواړو جهانونو کې لاس نیوونکی دی

د فردوسي په نظر، عقل یوازې د فکر وسیله نه ده؛ بلکې د ژوند لارښود دی. هم په دنیا (مادي ژوند) کې او هم د انسان د معنوي برخلیک په ټاکنه کې عقل انسان ته لاره ښايي. هغه حتی عقل ته بېلابېل نومونه کاروي:

یو یې مینه بولي او بل وفا
کله چې عقل له منځه لاړ سي، درد او ظلم پاتې کېږي

فردوسي په ښکلي ډول ښايي چې که عقل له ژوند څخه لیرې سي، پر ځای یې رنځ، خیانت او بې‌عدالتي راځي. یعنې ډېر انساني کړکېچونه په حقیقت کې د «بې‌عقلۍ» پایله دي.

د انسان په ژوند کې عقل د انتخابونو معیار، د اخلاقو جوړوونکی او د برخلیک ټاکونکی دی. د فردوسي په نظر، عقل یوازې ذهني مفهوم نه دی، بلکې د پریکړې نیولو وسیله ده:

هر څوک چې د عقل له امله خوشحال وي
نړۍ بدو کړنو ته نه سپاري

هوښیار انسان هېڅکله بدۍ ته نه تسلیمیږي، ځکه عقل مخکې له عمله پایلې سنجوي. دا هغه څه دي چې نن یې «عملي عقلانیت» بولو.
یا په بل ځای کې وايي:

بې‌روزګاري او سستي دښمن دي
چې د انسان د ژوند پر پښو زولنې اږدي

فردوسي حتی سستي هم بې‌عقلي بولي، ځکه عقل انسان حرکت، هڅې او جوړونې ته رابولي.
او دا ژور بیت:

ښه او بد پر موږ تېرېږي
هوښیار انسان ولې غم کوي؟

دا بیت د «هوښیارې ارامتیا» توصیه کوي. هوښیار انسان د لنډ مهاله احساساتو نه بندی کیږی، بلکې د نړۍ د بدلون په درک کولو سره توازن مومي.

په مشرتابه کې بې‌عقلي د ملتونو برخلیک ټاکي؛ شاید هېڅ بیت د فردوسي په شان د تاریخ د ملتونو د ارزونې لپاره دومره اړین نه وي:

که موږ عقل درلودای
نو دا بده پایله به مو نه درلوده

دا د تاریخ د آرمانونو فریاد دی. که سیاسي مشران او واکمنان سیاسي عقل درلودای او د قومي، ژبني، مذهبي او ګوندي تعصبونو پر ځای عقل حاکم وای، او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې په پام کې نیول سوې وای، نو آیا نن به داسې ملتونه لکه افغانستان له پنځوسو کلونو زیات د جګړې او ویجاړۍ په اور کې سوځېدل؟

بې‌شکه ځواب منفي دی. زموږ هېواد د دې حقیقت ژوندی مثال دی چې په واک کې بې‌عقلي یوازې یوه نسل نه، بلکې څو نسلونه قرباني کوي. فردوسي ددې حقیقت پېړۍ مخکې خبرداری ورکړی وو. بې‌عقلي یوازې فردي تېروتنه نه ده، بلکې تمدني ناورین دی.

بېرته عقل ته ستنېدل یوازې اخلاقي نصیحت نه دی، بلکې د انسان د بقا، خلاصون او پرمختګ اساسي اړتیا ده. فردوسي یوازې د تېر وخت شاعر نه دی، بلکې یو ژوندی غږ دی چې د راتلونکي لپاره پیغام لري. هغه د جګړو او پاچاهانو روایت کوونکی نه دی، بلکې د فکر ښوونکی دی چې انسان ته د ځان پېژندنې، مسؤلیت او له ناپوهۍ څخه د خلاصون لار ښايي.

د هغه پیغام که څه هم په شعر کې بیان سوي ، خو فلسفي او تمدني بڼه لري: عقل د هر اصیل اخلاق بنسټ دی، ځکه له درک او پوهې پرته هېڅ نیکي معنا نه لري. عقل د عدالت شرط دی، ځکه بې له درکه عدالت د قدرت وسیله ګرځي. او عقل د سولې او پرمختګ ضمانت دی، ځکه یوازې عقلانیت انسان له تاوتریخوالي او تاریخي تېروتنو راباسي.

که انسان—په فردي او ټولنیزه کچه—له عقل څخه لیرې سي، تاریخ به یوازې تکرار نه سي، بلکې لا زیات به سخت سي؛ هماغه تېروتنې، هماغه سقوطونه او هماغه رنځونه. خو که عقل ته ستنېدل په شعوري ډول وسي، نو د نوي نړۍ جوړېدو امکان سته، داسې نړۍ چې انسان پکښې د احساساتو بندی نه، بلکې د پوهې او مسؤلیت لاروی وي.

دا بدلون له بل چا نه پیلېږي؛ له موږ څخه پیلېږي. له هغه وخته چې په خپلو پرېکړو کې فکر کوو، په قضاوت کې انصاف کوو او پر خپلو پریکړو کې د احساس پر ځای پوهه کاروو. عقل یو مجرد مفهوم نه دی؛ بلکې د ژوند کولو طریقه ده.

او په دې لاره کې د فردوسي دا ژوره وینا لکه رڼا زموږ مخې ته ولاړه ده:

ته عدالت او نیکي وکړه، فریدون ته یې

فردوسي په ساده او ښکلي ډول وايي: فریدون یو انسان وو، نه یو بی سارې موجود. د هغه یاد عدالت او نیکۍ له امله پاتې سویدی. نو راځئ موږ هم عدالت او نیکي وکړو څو د فریدون په څېر سوو.

یعنې هر انسان د خپل وس په اندازه د عدالت او نیکۍ ترسره کوونکی کېدای سي، او کولای سي نړۍ بدله کړي—په دې شرط چې له عقل څخه پیل وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x