افغانستان د ړنګېدو په څنډه کې؟ له مشرتابه کړکېچ څخه تر تاریخي وهمونو پورې

وروستۍ څرګندونې د افغانستان د جغرافیې او سیاسي جوړښت د بدلون د امکان په اړه یو ځل بیا د هېواد د ړنګېدو د خطر زنګ وهلی دی. د ماریا سلطان له هغو خبرداریو چې د هېواد د سیاسي او جغرافیایي جوړښت د بدلون احتمال یادوي، تر حامد کرزي پورې هغه څرګندونې چې د ډیورند کرښې د مشروعیت د هڅو په اړه دي، ټول دا ښايي چې د افغانستان کړکېچ نور یوازې سیاسي یا امنیتي ستونزه نه ده؛ بلکې یو ژور، بنسټیز او هویتي کړکېچ ته اوښتی دی.
افغانستان د ړنګېدو په څنډه کې؟ له مشرتابه کړکېچ څخه تر تاریخي وهمونو پورې

وروستۍ څرګندونې د افغانستان د جغرافیې او سیاسي جوړښت د بدلون د امکان په اړه یو ځل بیا د هېواد د ړنګېدو د خطر زنګ وهلی دی. د ماریا سلطان له هغو خبرداریو چې د هېواد د سیاسي او جغرافیایي جوړښت د بدلون احتمال یادوي، تر حامد کرزي پورې هغه څرګندونې چې د ډیورند کرښې د مشروعیت د هڅو په اړه دي، ټول دا ښايي چې د افغانستان کړکېچ نور یوازې سیاسي یا امنیتي ستونزه نه ده؛ بلکې یو ژور، بنسټیز او هویتي کړکېچ ته اوښتی دی.

کله چې شعار د سیاست ځای نیسي؛

په افغانستان کې د واک د تاریخي ناکامۍ شننه او د نامعلوم راتلونکي په اړه خبرداری

وروستۍ څرګندونې د افغانستان د جغرافیې او سیاسي جوړښت د بدلون د امکان په اړه یو ځل بیا د هېواد د ړنګېدو زنګ وهلی دی.

وروستي راپورونه، له هغو خبرداریو چې ماریا سلطان د هېواد د سیاسي او جغرافیایي جوړښت د بدلون په اړه ورکړي، تر هغه څرګندونو چې حامد کرزي د ډیورند کرښې د مشروعیت د پروژې په اړه کړي، ټول دا ښايي چې د افغانستان کړکېچ نور یوازې سیاسي یا امنیتي نه دی؛ بلکې یو ژور بنسټیز او هویتي کړکېچ ته اوښتی دی.

دغه خبرداری هغه وخت لا جدي کېږي چې له دې سره د ساحې واقعیتونه لکه د ملي یووالي ماتېدل، قومي واټنونه، د مرکزي واک کمزوري، او د پولو د سیمو تړاو له ګاونډیو هېوادونو سره یو ځای وکتل سي.

که د ماریا سلطان څرګندونې جدي ونیسو، نو نن افغانستان تر دې چې یو منظم دولت-ملت وي، ډېر د یوې پاشلې جغرافیې او ګډوډ جوړښت په څېر ښکاري. دا حالت ناڅاپه نه دی رامنځته سوی، بلکې د نږدې یوه پېړۍ د ناسمو سمبالښتونو، زورواکۍ او بې‌پلانۍ پایله ده.

له احمدشاه دراني تر نن ورځې پورې، په افغانستان کې هېڅ داسې پراخ او دوامدار پروګرام د ملت جوړونې لپاره نه دی عملي سوی. عبدالرحمن د خپلو سختو تګلارو له لارې د قومي بې‌باورۍ تخم وکاره؛ وروسته پاچاهانو ونه سوو کولای دغه واټنونه رغوي، او د جمهوري دورې واکمنو هم دا ستونزه لا ژوره کړه.

د شلو کلونو د جمهوري نظام دوره ښايي د افغانستان په معاصر تاریخ کې د عصري دولت د جوړولو تر ټولو مهم فرصت وو، خو دا فرصت هم له لاسه ولاړي.

حامد کرزي د بنسټ جوړونې پر ځای د قومي واک شبکې او فساد پیاوړي کړ ؛ او اشرف غني احمدزي بیا د ملي جوړښت پر ځای قومي او انحصاري پروژې مخته یوړې.

د دې پر ځای چې د ټولو قومونو له منځه علمي، سیاسي او اقتصادي وړتیا لرونکي کسان وروزل سي، پاملرنه یوازې د واک ساتنې او شتمنۍ راټولولو ته واوښته. پایله څه سوه؟ د هغه نظام چټک سقوط چې میلیاردونه ډالر پرې لګول سوي وو. دا یوازې سیاسي ماته نه وه؛ بلکې یو تاریخي ناورین وو.

البته باید دا هم هېر نه کړو چې دا کړکېچ یوازې د پښتنو د رهبرانو یا مرکزي واک د کړنو پایله نه ده. د نورو قومونو مشران هم زیاتره ملي او ټولیز پلان نه درلود، د عامو ګټو پر ځای یې شخصي او ډله‌ییزې ګټې تعقیبولې، او په حساسو تاریخي شېبو کې یې مسوولانه چلند ونه کړ. له همدې امله هېڅ داسې ملي او ټولشموله سیاسي بهیر رامنځته نه سوو.

طالبان هم، سره له خپلو ادعاوو، له دې تاریخي کړۍ وتلي نه دي. هغوی د واک جوړښت سخت انحصاري کړی، د هېواد قومي او کلتوري تنوع یې له پامه غورځولې، او د داخلي او نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي. په یوه څو قومي هېواد کې یو قومي واکمن نظام نه ثبات راوستلای سي او نه دوام لرلای سي.

یو له تر ټولو دردناکو واقعیتونو څخه د ډیورند کرښې د مسئلې بدلېدل په یوه تش او د مصرف وړ شعار باندي دي.

له داوود خان څخه تر نن ورځې پورې تل ویل سوي: «د ډیورند کرښه نه منوو.» خو اساسي پوښتنه دا ده چې که رښتیا داسې وي، نو ولې هېڅکله دا موضوع په رسمي ډول ملګرو ملتونو ته نه ده وړل سوې؟ ولې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې رسمي نقشه نه رسیمېږي؟

حقیقت دا دی چې دا شعار ډېر ځله د عملي سیاست پر ځای د کورني استعمال یوه وسیله پاتې سوې ده.

دا تضاد نه یوازې ستونزه نه ده حل کړې، بلکې پاکستان ته یې دا زمینه ورکړې چې له دې حالت څخه خپله ګټه واخلي.

په همدې ترڅ کې باید یو بل تاریخي حقیقت هم هېر نه کړو: دا چې په تېرو وختونو کې د یو واکمن د لاسلیک له لارې د دې هېواد ځینې برخې او خلک عملي ډول سپارل سوي وو. خو ځینې قومي ډلې او د هماغه تاریخي څېرې پلویان هڅه کوي دا واقعیت د احساساتي شعارونو په وسیله پټ یا توجیه کړي، داسې لکه انکار چې تاریخ بدلولی سي.

خو تجربه ښايي چې دا ډول هڅې نه یوازې ستونزه نه حلوي، بلکې داخلي واټنونه لا ژوروي او د افغانستان د قومونو ترمنځ باور کمزوری کوي؛ او دا هغه بیه ده چې هېڅ شعار یې نسي جبرانولای.

کله چې یو ملت له هوښیار مشرتابه، ملي یووالي او عدالت څخه بې‌برخې وي، طبیعي ده چې د ړنګېدو له خطر سره مخ کېږي.


د افغانستان د جغرافیې د بدلون خبرداری، که څه هم ښايي مبالغه ښکاره سي، خو بې‌ریښې هم نه دی. دا یو سیاسي احتمال دی، نه یوازې لیرې خیال.

نو څه باید وسي؟

افغانستان یوې ملي او ټولشموله هویت ته اړتیا لري، نه متضادو قومي هویتونو ته.

واک باید د ټولو قومونو او ټولنیزو ډلو ترمنځ په عادلانه ډول ووېشل سي.

بې له علمي او اداري وړتیا لرونکو کسانو هېڅ هېواد نه جوړېږي، نو باید دندې وړ کسانو ته وسپارل سي.

د شعار پر ځای باید عملي او د ملي ګټو پر بنسټ سیاستونه غوره سي.

ټولې ستونزې باید یوازې د بهرنیو لاسوهنو پر غاړه وا نه چول سي؛ د دې کړکېچ لویه برخه د داخلي رهبرانو پورې تړلې ده.
افغانستان نن تر هر وخت زیات یوې تاریخي ویښتیا ته اړتیا لري. د تېرو لارو دوام ــ چې پر شعار، انحصار، فساد او بې‌کفایتۍ ولاړ دی ــ نه یوازې ښه راتلونکی نه جوړوي، بلکې همدا موجوده جغرافیه هم له خطر سره مخ کوي.

اوس وخت رسېدلی چې د «ډیورند نه منوو» له شعار څخه مخکې دا پوښتنه وسي: آیا موږ توانېدلي یو چې همدا موجود افغانستان په یو واقعي، باثباته او کارکوونکي دولت بدل کړو؟

که ځواب منفي وي، نو اصلي خطر په پولو کې نه، بلکې زموږ په ذهنیتونو او د حکومتدارۍ په طرز کې نغښتی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x