د ایټالیا ورځپاڼې «ایل مانیفستو» د منځني ختیځ یو نوی راز ښکاره کړی دی: ایران، د ویتنام او افغانستان له تجربو په الهام، د ۸ کلنې تحمیلي جګړې له تجربې او د ۴۷ کلونو سختو بندیزونو له تجربې سره، ټرمپ یې په داسې رواني او ستراتیژیک بند کې راګیر کړی چې په هغه کې بمبار اغېز نه لري، لګښتونه تر آسمانه لوړېږي او د امریکا لپاره هېڅ «کلاسیکه نظامي بریا» ممکنه نه ده.
ډونالډ ټرمپ تل د «سوداګریز چلند» نښه ګڼل سوی چې په چټکتیا، پرېکړهکوونکې تګلاره او د ځواک په ننداره باور لري. خو د ایران سره په مقابله کې، هغه او ډله یې د یوې ستراتیژیکې غلطې محاسبې ښکار سوي ده: دا انګېرنه چې د حداکثري فشار او پوځي ګواښ له لارې به تهران تسلیم سي. هغه څه چې اوس رامنځته کېږي، په بشپړ ډول د همدې تصور برعکس دي. ایران د ۲۱مې پېړۍ د نامتقارن ځواک د ماهیت په ژور درک سره خپل ستراتیژیک دام غوړولې دي؛ داسې دام چې پکښې د امریکا لوی پوځي ځواک نه یوازې بېاغېزې کېږي، بلکې د خپل ځان د کمزوري کېدو سبب هم ګرځي.
هر امريکايي د مخنيوي توغندی د میلیونونو ډالرو لګښت لري، په داسې حال کي چي د ايران هر بېپيلوټه الوتکه يا تاکتيکي بالستیک توغندی د هغه د بيې يوه برخه تمامېږي. ايران قصداً امريکا داسې لوبې ته داخل کړې ده چي په هغه کي، حتی يو بريالی مخنيوی هم د تهران لپاره يو اقتصادي برياليتوب بلل کيږي. دا هماغه «د لګښت تضاد» دی چي په ويتنام کي يې امريکايي جنګي الوتکې د کلاشينکوف ټوپکو پر وړاندې ستړې کړې.
خو له لګښت څخه پورته، د «وخت بُعد» دی. ايران ثابته کړې چي کلونه په ټيټه کچه جګړه کي دوام کولای سي، په داسې حال کي چي د امريکا عامه افکار د اوږدو بې نتيجې جګړو توان نه لري. دا بالکل هماغه دام دی چي ټرمپ د خپل «چټک بري» رواني تګلارې سره نه سي منلای.
تهران په څرګند ډول ښودلې ده چي کولای سي د هرمز تنګي او بابالمندب د سمندري لارو د کنټرول له لارې د تېلو بيې او نړيواله د تأمين لړۍ ولړزوي. په دې اوبو کي هره کوچنۍ نظامي کړکېچ سمدستي پر وال سټريټ او د انرژۍ پر شاخصونو اغېز کوي. دا معنا لري چي ايران د امريکايي رايې ورکوونکي پر «جېب» مستقيم فشار لرونکی وسيله لري. ټرمپ چي ځان «د اقتصاد ولسمشر» بولي، د دې وسيلې پر وړاندې په عملي ډول کمزوری دی. هر ډول پراخ پوځي اقدام به انفلاسيون او د سون توکو بحران د امريکا دننه رامنځته کړي، هغه څه چي هيڅ جمهوري غوښتونکې ډله يې د انتخاباتو په درشل کي نسي زغملای.
د امريکا له خوا هر نوی پوځي ګواښ په مستقيم ډول د ايران فضا له کورنيو نيوکو څخه د دفاعي مليت پالنې لور ته بدلوي. دا رسنيزه برتري نه تبليغاتي، بلکې واقعي او رواني ده، چې په حقيقت کي بهرنۍ دښمن د نيوکه کوونکو د اسلامي جمهوريت د نظام د مدافعانو ليکو ته راکاږي.
له بلي خوا، ټرمپ د اسراييلو پر مخکيني شرطونو په ټينګار سره (لکه د ايران د توغنديو بشپړ بې وسلې کول) په عمل کي د هر هوښيارو خبرو اترو دروازه تړلې ده. په دې تشه کي، د تهران ستراتيژيک دام ځان د يوازيني پاته سوي انتخاب په توګه څرګندوي: اوږدمهاله ستړي کوونکي جګړه چې په هغه کي امريکا هره ورځ له بلي ورځي زيات زيان کوي.
د تهران ستراتيژيک دام نه يو دفاعي پلان دی، بلکې يو تهاجمي راز دي. د دې فورمول ساده خو وژونکی دی: د امريکا د ځواک ټکی (نړيوال پوځي ځواک) د هغې د کمزورۍ ټکي (د لګښت او وخت حساسيت) په وړاندې کېږده!
او پايله دا کيږي چي امريکا يا بايد بې ګټې بمباري پيل کړي چي د ستر ځواک انځور يې زيانمن کړي، او يا بايد کښېني او وګوري چي ايران د لګښت-ګټې د لوبې له لارې سيمه تر خپل واک لاندي راولي. دا هغه څه دي چي د ستراتيژيکو نظريه جوړونکو له خوا «د نه ماتې له لارې بريا» بلل کيږي. اړتيا نه سته چي تهران واشنګټن بمباري کړي؛ يوازي دا بس ده چي واشنګټن بريالی نه سي. په دې حالت کي «نه ماتې» خپله د سيمې او نړۍ په عامه ذهنيت کي د بشپړې بريا معنا غوره کوي.
د تهران ستراتيژيک دام، ټرمپ په داسې حالت کي درولی دی چي د هغه لپاره د درناوي وړ وتل نسته. هغه نه سي منلای چي بمباري ګټه نه لري؛ له بلي خوا هغه نه سي کولای چي د خبرو مېز ته کښېني، ځکه د اسرائیلو شرطونه هر ډول خبرې د ناکامۍ سره مخ کوي، او له بلې خوا د هغه رايه ورکوونکي د جګړې له امله د بيې لوړوالي زغم نه لري.
همدلته د دې جګړې فلسفي ليدلوري څرګندېږي: د ټرمپ امریکا لا هم د «کلاسیکو جګړو» او «وروستي بریا» په خیال کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې ایران د «هوښیارې او ستړې کوونکې جګړې» دوری ته داخل سوی دی. دا یو نوی عصر دی چې پکښې بریالی هغه نه وي چې دښمن له منځه یوسي، بلکې هغه وي چې دښمن داسې حالت ته ورسوي چې «د بریا تعریف هم ونه سي کولای».
تهران دا ثابته کړې چې د ارزانه او هوښيارو وسیلو په کارولو سره کولای سي د تاریخ تر ټولو ګران پوځي ماشین د بندښت سره مخ کړي. او تر څو چې د ټرمپ ډله د «سمدستي بریا وسواس» پرې نه ږدي، دا دام به لا هم خلاص او اغېزمن پاتې وي. کېدای سي یوه ورځ تاریخ لیکونکي ولیکي: «امریکا په منځني ختیځ کې نه د بمونو، بلکې د لګښت او ګټې د فارمول له امله ماته وخوړه.» هغه ورځ به منځنی ختیځ د تلپاتې سولې او ثبات لور ته ولاړ سي.




