د ژوند ژغورونکې خوړو له وېش څخه تر د فقر جوړښتي کړکېچ پورې؛ ولې یو داسې هېواد چې د تریلیون ډالرو کاني زېرمې لري، خپل ماشومان له خوارځواکۍ نه سي ژغورلی؟

 د ژوند ژغورونکې خوړو له وېش څخه تر د فقر جوړښتي کړکېچ پورې؛ ولې یو داسې هېواد چې د تریلیون ډالرو کاني زېرمې لري، خپل ماشومان له خوارځواکۍ نه سي ژغورلی؟

د یونیسف وروستی راپور چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله ۶۱۰ زره ماشومانو ته د درملیزو خوړو د وېش په اړه دی، یوازې یو «ژغورونکی اقدام» نه دی؛ بلکې د هېواد د سیاسي، اقتصادي او مدیریتي جوړښتونو د ناکامۍ یو تریخ اعتراف دی. افغانستان چې د طبیعي سرچینو پر یوه سمندر پروت دی، نن د نړۍ له تر ټولو سختو لوږو سره مخ دی؛ داسې کړکېچ چې یوازې طبیعي نه، بلکې د لسیزو ناسم مدیریت، فساد او د قدرت د انحصار زېږنده ده.

کله چې یو نړیوال سازمان اړ کیږي چي سلګونو زرو ماشومانو ته «درملیز خوراک» ووېشي، دا په دې معنی ده چې ټولنه له فقره اوښتې او د انساني بحران مرحلې ته رسېدلې ده. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا حالت نه یوازې کم سوی نه دی، بلکې لا پسې زیاتېږي.

دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته کېږي چې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه د نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي؛ داسې تناقض چې رېښه یې باید په سیاست کې ولټول سي، نه په طبیعت کې.

حېرانوونکې شمېرې ښايي چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له سختي خوارځواکۍ سره مخ دي، تر ۲۳ میلیونه ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له نیمایي زیات نفوس د خوړو له ناامنۍ سره مخ دی.

دا شمیرې ښايي چې فقر په افغانستان کې نور یو لنډ مهاله واقعیت نه دی؛ بلکې یو « دوامداره جوړښت» ګرځېدلی دی. داسې کړۍ چې د ماشومانو له خوارځواکۍ پیلېږي او د زده‌کړې د کمزورۍ، د تولید د کچې د ټیټېدو او د راتلونکو نسلونو د فقر د دوام لامل ګرځي.

افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو ځانګړی هېواد دی؛ د مسو، سرو زرو، سکرو، اوسپنې، تېلو او ګازو سترې زېرمې، کم پیداکېدونکي عناصر لکه لیتیم او نور مواد، تر ۱۴۰۰ ډېر کانونه، او د دې طبیعي شتمنیو اټکلي ارزښت له یو تریلیون ډالرو څخه زیات دی.

په حقیقت کې افغانستان کولای سوای د سیمې له شتمنو هېوادونو څخه وای، خو دا شتمني د پرمختګ پر ځای «د منابعو لعنت» ته بدله سوې ده، ځکه هېڅکله هم عادلانه، شفافه او ملي اداره پرې نه ده واکمنه سوې.که یو ولسي، متخصص او ملي حکومت وای، نن به دا چې افغانستان یوازې د مرستو اړمن نه وای، بلکې د سیمې د شتمنۍ او هوساینې صادرونکی هېواد به وای. د افغانستان ستونزه یوازې د نن نه ده؛ بلکې تاریخي ده. له پاچاهانو تر جمهوریتونو پورې، د قدرت جوړښت تل پر درې ستنو ولاړ و:

پر واک تمرکز
سیسټماټیک فساد
 او ملت جوړونې ته بې‌پامي.

خو په دې ټولو دورو کې د حامد کرزي او په ځانګړي ډول د اشرف غني احمدزي حکومتونه لا ډېر د نیوکې وړ دي. دې دواړو حکومتونو سره له دې چې میلیاردونه ډالر بهرني مرستې افغانستان ته راغلې، پر ځای د اقتصادي او ټولنیز بنسټ جوړولو، زیاتره وخت د قدرت ساتنې، د فساد د شبکو جوړولو او د قومي او ژبني واټنونو د پراخولو سره بوخت وو.
نتیجه څه سوه؟ له شلو کلونو وروسته، نه ملي اقتصاد جوړ سوو او نه هم یو اغېزمن دولت. او په پای کې هماغه بهرنی ځواک چې دا نظام یې جوړ کړی وو، هېواد یی پرېښود او افغانستان بیا د طالبانو لاس ته ولوېد.

نن، له نږدې پنځو کلونو د طالبانو د واکمنۍ وروسته، وضعیت نه یوازې ښه سوی نه دی، بلکې په ځینو برخو کې لا خراب سوی دی: د یو قومي او انحصاري جوړښت رامنځته کېدل، د ښځو له کار او زده‌کړې محرومول، د انجونو لپاره د پوهنتونونو تړل چې تر ۲.۲ میلیونو انجونې یې اغېزمنې کړې، د جعفري فقهي تدریس بندول او پر لږکیو محدودیتونه، او د سیاسي څېرو ځپنه او د خپلواکو غږونو بندول.

دا سیاستونه نه یوازې د بشري حقونو خلاف دي، بلکې په مستقیمه توګه اقتصاد فلج کوي. د ښځو لیرې کول له بازار څخه، د تولید نیمايي ځواک له منځه وړي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې د کانونو استخراج زیات کړی، ځینې وخت په مستقیم ډول او ځینې وخت د چین په څېر هېوادونو سره په همکارۍ. خو اساسي پوښتنه دا ده چې دا پیسې چېرې ځي؟ هېڅ مالي شفافیت شتون نه لری. شننې ښايي چې یوه برخه یې نظامي جوړښت ته ځي او د پراختیا لپاره هېڅ برخه نه لګول کېږي؛ وګړي بیا هم په لوږه او فقر کې پاتې دي. دا د پخواني نمونې تکرار دی؛ ملي منابع سته، خو ګټه یې یوازې یوې ډلې ته رسېږي.

د خوارځواکۍ اوسنی کړکېچ یوازې د وچکالۍ یا طبیعي فقر نتیجه نه ده؛ بلکې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو عواملو ګډه پایله ده: د اقتصادي سقوط، د نړیوالو مرستو کمېدل، ټولنیز محدودیتونه، د کډوالو بېرته راتګ او د اغېزمن روغتیايي نظام نشتوالی.

په داسې حالت کې د یونیسف په څېر بشری مرستې یوازې «مسکن» دي، نه درملنه.

افغانستان نن په یوه دردناکه تناقض کې بند پاتي دی: د بې‌پایانه شتمنیو هېواد، خو بې‌پایانه لوږه لرونکي وګړي.

د سلګونو زرو ماشومانو لپاره د درملیزو خوړو وېش د نړۍ د انسانیت نښه ده، خو په عین حال کې د ټولو حکومتونو د ناکامۍ سند هم دی.

حقیقت دا دی چې تر څو په افغانستان کې یو حساب‌ورکوونکی، شفاف، ټول‌شموله او ملي حکومت رامنځته نه سي، کانونه به په هوساینې بدل نه سي، بشری مرستې به ختمی نسي، او ماشومان به لا هم د ویجاړوونکو او ناسمو سیاستونو قرباني وي.
افغانستان تر خوړو ډېر « په مدیریت کې عادالت » ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x