د یوې ښځې غږ (فرانچسکا البانیز) چې حقیقت یې وویل او قربانی سوه

ایټالوي مخکښه حقوقپوهه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې په اشغال سویو فلسطیني سیمو کې، د نه انکارېدونکو اسنادو او شواهدو پر بنسټ اعلان وکړ چې د اسرائیلو ماشوم وژونکي رژیم په غزه کې «نسل‌وژنه» ترسره کوي. هیڅ چا انګېرنه نه کوله چې ژر به هغه خپله د سختو او وحشیانه غچ اخیستنو قرباني سي، خو داسې وسول.
د یوې ښځې غږ (فرانچسکا البانیز) چې حقیقت یې وویل او قربانی سوه

ایټالوي مخکښه حقوقپوهه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې په اشغال سویو فلسطیني سیمو کې، د نه انکارېدونکو اسنادو او شواهدو پر بنسټ اعلان وکړ چې د اسرائیلو ماشوم وژونکي رژیم په غزه کې «نسل‌وژنه» ترسره کوي. هیڅ چا انګېرنه نه کوله چې ژر به هغه خپله د سختو او وحشیانه غچ اخیستنو قرباني سي، خو داسې وسول.

ایټالوي مخکښه حقوقپوهه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې په اشغال سویو فلسطیني سیمو کې، د نه انکارېدونکو اسنادو او شواهدو پر بنسټ اعلان وکړ چې د اسرائیلو ماشوم وژونکي رژیم په غزه کې «نسل‌وژنه» ترسره کوي. هیڅ چا انګېرنه نه کوله چې ژر به هغه خپله د سختو او وحشیانه غچ اخیستنو قرباني سي، خو داسې وسول. هغې په خپله وینا کې ویلي: لور مې په جنسي تېري ګواښل سوې، خاوند مې له کاره لیرې کړی سوو، او د اوسېدو اپارتمان مې واخیستل سوو. دا ټول فشارونه یوازې د یوې جملې له امله پر ما راغلل: «اسراییل نسل‌وژنه کوي.»

دا یوازې پر یوه حقوقپوه برید نه دی، بلکې پر حقیقت برید دی، پر انساني وجدان برید دی، او د نړۍ چوپتیا د بښلو وړ جرم نه دی.

آلبانیز څه ویلي وو؟
هغې یوازې دا ویلي وو چې په غزه کې د نړۍ د سترګو پر وړاندې بې‌وسه ښځې، د شیدو خوړونکي ماشومان، زده‌کوونکي په ښوونځیو کې، ناروغان د جراحۍ په بسترونو کې، او هغه خبریالان چې یوازې قلم او کامره یې درلوده، د اسراییلي پوځ د پرله‌پسې بمبارۍ قرباني سوي دي. ښوونځي، وړکتونونه او روغتونونه په کنډوالو او وینو بدل سوي دي. لسګونه خبریالان په لومړۍ کرښه کې په مستقیم ډول او قصدي توګه هدف ګرځول سوي، څو د حقیقت غږ چوپ سي .

خو دا وژنې یوازې غزې پورې محدودې نه دي. د لبنان ماشومان تر کنډوالو لاندې دي، او د یمن ماشومان د لوږې او بمبارۍ له امله قرباني کېږي. دا ټولې کړنې نه « مشروع دفاع » بلکې ډله‌ییزه سزا او قومي تصفیه ده.

ملګري ملتونه چيري دي؟

خو پوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه، چې باید د عدالت او بشري حقونو نښه وای، نن د آلبانیز پر ضد د دې فشارونو په وړاندې څه کړي دي؟ تر ډېره یوازې سپکوونکې چوپتیا. هماغه اداره چې آلبانیز یې د ځانګړې راپور ورکوونکې په توګه ټاکلې وه، نن د هغې د کورنۍ د ګواښونو، د شتمنیو د مصادرې او د خاوند د له کاره لیرې کېدو په وړاندې چوپه ده. داسې ښکاري چې هغه د «حقیقت ته د وفادارۍ» په جرم مجازات کېږي.

نړۍ کوم لوري ته روانه ده؟ هغه لوري ته چې د نسل‌وژني قرباني تر برید لاندې راځي، خو قاتل د وېټو څوکۍ لري. هغه لوري ته چې د یوې ښځینه حقوقپوهې غږ دومره خطرناک ګڼل کېږي چې باید د هغې کورنۍ له منځه یوړل سي، خو د مرګ وسلې په ازاد ډول انتقالېږي.

انتخاب د انساني وجدان په غاړه دی! فرانچسکا البانیز ښايي خپل اپارتمان له لاسه ورکړی وي، خو انساني کرامت یې نه دی بایللی. ښايي لور یې ګواښل سوې وي، خو هغه حقیقت چې هغې په لوړ آواز بیان کړ، هېڅ ګواښ نه سي چوپولای. نن موږ په «معمار» کې آغلې فرانچسکا البانیز ته وایو: ته په حقه یې، او د تاریخ په سمه لاره ولاړه یې.

او هغو کسانو ته چې په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې چوپ پاتې دي وایو: پر تاسو دې شرم وي چې د بشري حقونو وجدان یوازې هغه وخت ستایئ چې پرې کومه بیه نه وي. او زما د هېواد خلکو ته، ګران افغانستان ته، چې د نړۍ د چوپتیا تر ټولو زیاته بیه مو ورکړې، وایو: زموږ د فلسطین لپاره فریاد، زموږ د خپل ځان فریاد هم دی؛ د هغې ورځې لپاره چې د هر مظلوم غږ هر ځای کې بې‌ځوابه پاتې نه سي.

نړۍ هغه وخت بدلېږي چې رښتیني خلک د حقیقت له ویلو ونه وېرېږي. او البانیز موږ ته وښوده چې وېره ممکنه ده، خو چوپ پاتې کېدل نه دي روا.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x