په داسې ورځو کې چې نړۍ لا هم د سپکاوي له بېلابېلو قیدونو، له زاړه استعمار څخه تر نویو تړاوونو پورې د خلاصون په هڅه کې ده، د ناټو له دننه داسې خبر راځي چې کېدای سي د «اروپا د ویښېدو زنګ» وبلل سي. دا راپور د قدرت په معادلو کې د بنسټیز بدلون ښکاره نښه ده. د ناټو د عمومي منشي مرستیالې رادمیلا شکرینسکا اعلان کړی چې د دې تړون د امنیت لپاره پر امریکا د تکیې دوره پای ته رسېدلې ده. دا خبره کوم احساساتي اروپايي دیپلومات نه ده کړې، بلکې د ناټو د لوړې کچې یوه چارواکې کړې ده؛ نو بې له شکه تر شا یې سختې او ستراتیژیکې محاسبې نغښتې دي.
خو ولې ناټو دې پړاو ته رسېدلې ده؟ راځئ په صراحت خبرې وکړو. ناټو په وروستیو کلونو کې دوه دردناک واقعیتونه درک کړي دي:
۱. نننۍ امریکا، په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ په څېر د زورواکي او بېثباته شخصیت له امله، نور د اروپا لپاره هغه د باور وړ پخوانی متحد نه دی. ټرمپ په ښکاره ګواښ کړی چې «په ناټو کې د امریکا حضور ګټه نه لري» او حتی یې د دې ائتلاف د پرېښودو خبرې کړې دي. دا ډول چلند د ستراتیژۍ له مخې نه، بلکې د واشنګټن د فشار او امتیاز اخیستنې د تګلارې پایله ده؛ داسې تګلاره چې غواړي د اروپا امنیت د امریکا له ګران بیه وسلو د پېر او د لوړو لګښتونو د ورکولو پورې وتړي.
اروپا نن نوره بېوزله نه ده. لکه څنګه چې شکرینسکا اشاره کوي، د ناټو ډېری اروپايي غړي د دې وړتیا لري چې د خپل امنیت په برخه کې لا پیاوړی رول ولوبوي. جرمني، فرانسه او بریتانیا هر یو په یوازې ځان داسې پوځي بودجه لري چې د نړۍ د څو متوسطو هېوادونو له کچې سره برابره ده. خو ستونزه د ګډې ارادې نشتوالی او د هغه پخواني عادت ټینګار دی چې د امنیت مسوولیت امریکا ته سپاري.
له همدې امله زه د ناټو د عمومي منشي مرستیالې دا خبره سمه او پر ځای ګڼم. هغې یوازې هغه حقیقت بیان کړی چې کلونه د اروپا په پوځي غونډو کې په پټه ویل کېده: د امریکا د نړۍ د سولې د ساتونکي په توګه د اتل جوړونې دوره د واشنګټن د جګړهپالو کړنو د وېرې له سیوري سره پای ته رسېدلې ده. ټرمپ او د هغه جګړهپال ټیم د نظامي او سیاسي لاسوهنو له لارې، له لوېدیځې اسیا څخه تر ختیځې اروپا پورې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي او نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې لوري ته بیایي. په داسې حالت کې، اروپا ولې باید د امریکا د جګړهپالو سیاستونو او خطرناکو کړنو لګښتونه پر غاړه واخلي؟
د ناټو د عمومي منشي مرستیالې دا خبره په داسې زمینه کې کړې چې ټرمپ په ښکاره ډول ناټو د امتیاز اخیستنې لپاره کارولې ده. یعنې ټرمپ د وتلو په ګواښ سره په عملي ډول وښودله چې ناټو د امریکا لپاره د ژمنې یو سپېڅلی تړون نه، بلکې د معامله کېدونکي وسیلې حیثیت لري.
کله چې د امریکا ولسمشر وايي «په ناټو کې ګټه نسته»، نو دا معنا لري چې د اروپا امنیت د هغه لپاره هېڅ ارزښت نه لري، تر هغه چې په بدل کې یې مستقیمه مالي ګټه ونه ویني. له همدې امله شکرینسکا د خوښې له مخې نه، بلکې د مجبوریت له مخې اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکوي: نور پر امریکا تکیه مه کوئ؛ تاسو مالي توان لرئ، نو د خپل امنیت لګښتونه پخپله پر غاړه واخلئ.
دا هماغه ټکی دی چې کېدای سي د یو ستراتیژیک خطر زنګ وبلل سي. که ناټو تر پرون پورې د خپل بقا لپاره د «روسیې ګواښ» بهانه وړاندې کوله، نن د دې اتحاد د انسجام لپاره تر ټولو لوی ګواښ د امریکا د نهاټکل کېدونکی او د امتیاز اخیستنې چلند دي.
له همدې امله اوس هغه وخت رارسېدلی چې د ناټو اروپايي غړي هېوادونه همت وکړي او د امریکا له ګډون پرته یو نوی ګډ اروپايي پوځي ځواک جوړ کړي. داسې ځواک چې له واشنګټن څخه خپلواک عمل وکړي، په نړیوالو کړکېچونو کې د اروپا د ګټو پر بنسټ پرېکړه وکړي، او نور د سپینې ماڼۍ د جګړهپالو سیاستونو لګښتونه پر غاړه وانه خلي.
تر کله به اروپا د امریکا د نظامي لاسوهنو بار پر خپلو اوږو وړي؟ تر کله به اروپايي مالیه ورکوونکي د هغو توغندیو لګښتونه پرې کوي چې پنتاګون یې د خپلو وسلو د صنعت د ګټو لپاره جوړوي؟ اروپا نن د اقتصاد، ټکنالوژۍ او حتا د نفوس له پلوه د یو خپلواک پوځي زبرځواک ظرفیت لري؛ یوازې سیاسي اراده غواړي.
له « د امریکا تر واک لاندې امنیت» څخه خلاصون نور یوازې یوه هیله نه، بلکې یو تاریخي ضرورت دی. د امریکا له ګډون پرته ناټو نه یو خیال، بلکې د اروپا د خپلواک امنیت د بقا یوازینۍ لاره ده. که داسې ونه سي، د دې لوبې اصلي تاوان به نه واشنګټن، بلکې د اروپا د میلیونونو وګړو امنیت وویني.




