د افغانستان تاریخ ښايي چې پاکستان هېڅکله د افغان ولس رښتینی دوست نه و او نه به وي. له پاکستان سره د واک د ترلاسه کولو لپاره همکاري کول، د وطن او ولس پر وړاندې خیانت ګڼل کېږي. د طالبانو مخالفین که د افغانستان راتلونکې ته رښتینی فکر لري، باید د حل لاره په کورنیو خبرو اترو کې ولټوي، نه د بهرنیو استخباراتو د فکر خونو کې.
پر کابل ، کندهار او پکتیا ولایتونو باندی د پاکستان د شپی لخوا هوايي بریدونو یو ځل بیا د اسلامآباد اصلي څېره د افغانستان پر وړاندې ښکاره کړه. دا بریدونه چې د «تحریک طالبان پاکستان» د څار په پلمه د افغانستان په خاوره کې ترسره سوي، نه یوازې د اسلام سپېڅلي دین او د نړیوالو قوانینو له نظره غندل سوي دي، بلکې د هغه هیواد ناهیلی څرګندوي چې په خپله خوښه یا ناخوښه، په افغانستان کې د ترهګرۍ د زېږولو له اصلي سرچینو څخه ګڼل کېږي.
تیره نیمه شپه ، د کابل، کندهار او پکتیا آسمان د خلکو لپاره خوندي نه و. د پاکستان پوځي الوتکو ځینې مرکزونه په نښه کړل. اسلامآباد دا بریدونه د طالبانو د پولو څخه بهر اقداماتو په ځواب کې اعلانوي، خو د افغانستان معاصر تاریخ ښايي چې پاکستان هېڅکله یوازې د ترهګرۍ قرباني نه دی، بلکې په ډېرو مواردو کې يي په افغانستان کې د اصلي جوړونکي رول لوبولی دی. که پاکستان اوس بیا جګړه پیل کړې، باید د سیمې او نړۍ د خلکو په وړاندې د پنځو لسیزو د وژونکې مداخلې په اړه ځواب ووایي.
د ګاونډي هېواد استوګنیزې او نظامي سیمې بمبارل، د وسلهوالو مخالفینو د څارنې په پلمه، د اسلامي شریعت او نړیوالو قوانینو له نظره یو بریدګر عمل دی. د اسلام سپېڅلی دین د راتلونکې فکر او د ګاونډیو د حریم درناوی د اړیکو بنسټیز اصل ګڼي. قرآن کریم مسلمانان په څرګنده توګه د وژنې او فساد څخه منع کوي. د نړیوالو قوانینو له نظره، د ملګرو ملتونو د منشور ٢مادې ، هر ډول د زور ګواښ یا کارولو اقدام د هېواد د خاوري بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې منع کړی دی. دا بریدونه نه یوازې د افغانستان حاکمیت ته زیان رسولی، بلکې ملکي وګړو ته یي هم زیان رسولی او په سیمه کې يي د بېباورۍ فضا لا پسې ژوره کړې ده. پاکستان باید پوه سي چې د «مخنیوي برید اصول» د بېګناه وګړو د وژلو اجازه نه ورکوي.
پاکستان نږدې پنځه لسیزې کیږي چې د خپلو ترهګریزو او نیابتي ډلو له لارې (که د شوروي پر ضد د جهاد په دوران کې وي او که د سپتمبر ۱۱ وروسته) د افغانستان د وګړو وینې تویې کړي دي. د پاکستان پوځي استخبارات (آیاسآی) د سخت دریځو څېرو د روزنې او په افغانستان کې د «کورنیو همکارانو» د کارونې له لارې د دې هېواد بنسټونه څو ځله اور ته ورکړي دي. هغه بمونه چې په ۷۰، ۸۰، ۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو کې په بازارونو، ښوونځیو او لویو سړکونو کې چاودیدل، په عمده ډول د هماغه ډلو له خوا ډیزاین او تمویل کېدل چې پاکستان یې «ستراتیژیکه پانګه» بلله.
خو دا لوبه دوه اړخیزه ده. اوس چې د دې ځواکونو ځینې برخې (لکه د پاکستان د طالبانو تحریک – تیتیپی) نور د کنټرول وړ نه دي او د پاکستان لپاره یوه ستونزه ګرځېدلې، اسلامآباد د امریکا او انګلستان هماغه ستراتیژیکه لاره تقلید کړي: «مستقیم برید د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په پلمه». پاکستان له خپلو لویدیځو څښتنانو زده کړي چې کله د نیابتي وسایلو اغیز له منځه ولاړ سي، کولای سي د هېواد د حاکمیت نقض سره هغوی بمبار کړي.
یو مهم او د عبرت وړ ټکی د پاکستان لپاره د دې ډلې «د پاکستان د طالبانو تحریک» (تیتیپی) برخلیک دی.
څو کاله وړاندې ، د پاکستان استخباراتو دا ډله د دې لپاره رامنځته کړه یا ملاتړ یي ترې وکړ چې په افغانستان کې د سختدریځو ډلو سره همکاري وکړي، د دې هېواد بنسټونه وران کړي او خلکو ته تاوان ورسوي. دا ډله باید د پاکستان د امنیتي معادلاتو په لوبو کې د بریالیتوب وسیله وای. خو نه پوهېدل چې یوه ورځ هماغه وسایل به د دوی پر وړاندې ودرېږي. نن ورځ تیتیپی د پاکستان لپاره یوه لویه ستونزه ګرځېدلې او اسلامآباد د دې سترې ستراتیژیکې ناپوهۍ له امله، افغانستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره مسؤل بولي. دغه تضاد پاکستان په داسې حالت کې ایښې چې د داخلي ناکامیو د پټولو لپاره، د ګاونډي هېواد خاوره تر برید لاندې راولي.
د پاکستان د کړنو د غندنې ترڅنګ، د افغانستان په معاصر تاریخ کې د «کورنیو همکارانو» خیانت هم له پامه نه سي غورځېدلی. هغه افغانان چې په تېرو څلورو لسیزو کې د پاکستان په امر د مسجدونو، ښوونځیو، روغتونونو او لویو سړکونو د بمباري له لارې د خپل هېواد بنسټونه وران کړل او خپل وګړي یي په وینو کې ډوب کړل، د تاریخ او انساني وجدان په وړاندې غندل سوي. هغه کسان چې د څو ډالرو یا د لنډمهاله قدرت لپاره د خپلو هېوادوالو امنیت او ارامښت قرباني کړ، هغوی به د افغانستان د تاریخ تر ټولو تورې پاڼې کې ثبت سي. د دې کړکېچ په منځ کې، سید عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، یو ځل بیا طالبانو او پاکستان ته د خبرو بلنه ورکړه. هغه د رمضان مبارکي مياشتي ته په اشارې چې د خپلوې او یووالي میاشت بلل کېږي، د اختلافاتو د حل په لار کې د خبرو اترو د لارې پر اهمیت ټینګار وکړ. دا لومړی ځل نه دی چې د ایران اسلامي جمهوریت له لومړنیو شخړو څخه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړي رول ترسره کړی او پر سولهییزو لارو د اختلافاتو د حل ټینګار کړی دی. د خواشینۍ ځاي دا دي چې طالبان د نورو هېوادونو منځګړیتوب (چې ځینې وختونه پایله یې یوازې د لنډمهاله اوربندونو په توګه وه) منلی، خو تر اوسه یې د ایران د منځګړیتوب دروازې نه دي تړلي. ایران په تېرو څلورو لسیزو کې، که د اشغال په وخت او که د تحریمونو په دوران کې، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د وګړو لپاره غوره ګاونډي پاتې سوی دي.
پاکستان ته، چې خپله د ترهګرۍ قرباني دی، خبرداری ورکول کېږي چې د وسلهوالو هڅو او جګړې څخه لاس واخلي. تاریخ ښایي چې تیرې او بمبار کول د امنیتي ستونزو حل نه دی. پاکستان باید پوه سي چې د ترهګرۍ د لوبې په کولو او بیا د ګاونډي هېواد د بمبار په پلمه، د بېثباتۍ اورونه بیرته خپلو پولو ته راولي. د «ځواک او بمب» سیاست نه یوازې تیتیپی له منځه نه وړي، بلکې د دواړو لورو وګړو کې کرکه او د غچ غوښتنې هڅونه زیاتوي.
د طالبانو مخالفینو ته هم سپارښتنه کېږي چې د پاکستان د وسوسو او هڅونو په دوکه کې نه راسي. کېدای سي پاکستان په اوسني وضعیت کې د طالبانو پر وړاندې د فشار لپاره د دوی مخالفانو ته مخه وکړي او نوې نیابتي ډلې جوړې یا قوي کړي. خو د افغانستان تاریخ ښايي چې پاکستان هېڅکله د افغانانو دوست نه و او نه به وي. له پاکستان سره د قدرت د ترلاسه کولو لپاره همکاري، د وطن او ولس پر وړاندې خیانت بلل کېږي. د طالبانو مخالفین که د افغانستان راتلونکې ته رښتینی فکر لري، باید د حل لاره په کورنیو خبرو اترو کې ولټوي، نه د بهرنیو استخباراتو د فکر خونو کې.
تېره شپه د کابل او قندهار په آسمانونو بمونه وغورځېدل، چې هر یو یې د پاکستان د پنځوس کلنې پالیسۍ د ناکامۍ سند و. پاکستان، چې یوه ورځ یې د ځینو افغانانو په دوکه کولو او د وسلهوالو ډلو په روزنه د افغانستان کور د وګړو پر سر ویجاړ کړی وو، اوس اړ سوی چې خپله میدان ته راووځي او د «ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې» نقاب په مخ کړي. دا بدلون هم د پاکستان او هم د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی.
وخت یي رارسېدلی چې دواړه لوري ومني چې د «وینې په بدل د وینې » تګلاره نه امنیت راوړي او نه ثبات. یوازینی لار د دې وېرونکي اور د له منځه وړلو لپاره، د خبرو منطق ته راستنیدل او د یو بل حاکمیت ته درناوی کول دي. که نه، دا اور یوازې یوه خوا نه سوځي؛ طوفان چې راپورته سي، هم پاکستان چې تیاره وريځي یې اسمان ته استولي، په خپل ځان کې خپور کړي او هم افغانستان چې د دې سخت باد په لار کې پروت دی. تاریخ به قضاوت وکړي؛ قضاوت به د بمونو او ډزو پر اساس نه وي، بلکې د عقلانیت پر بنسټ وي.




