د وردګو په اسمان کي د پرمختللې امريکايي بېپيلوټه الوتکي لوېدل يوازي يوه تخنيکي يا امنيتي پېښه نه ده؛ دا پېښه هغه هېنداره ده چې د «امريکا تر وتلو وروسته افغانستان» رښتينې څېره ښکاره کوي : هغه هېواد چې د ښکاره اشغال څخه پټ اشغال ته اوښتي، د خپلي خاوري د واکمنۍ څخه بېبرخي سوی، او اسمان يې د بهرنيو زورواکو د سيالۍ ډګر دی. په دې منځ کي، امريکا د آسماني څارني له لاري، پاکستان د پرلهپسې خیانت له مخي، او د افغانستان سياسي او ديني مشرانو د تاريخي بېوسۍ له امله، هر يو په دې ناخوالي کي ستره برخه لري.
د شلو کلونو جمهوریت پر مهال، افغانستان په ښکاره د امريکا تر پوځي اشغال لاندي وو؛ هغه اشغال چې د پوځي اډو، سرتېرو او بيرغ سره مل وو. خو د بهرنيو سرتېرو وتل د اشغال د پای په مانا نه وو، بلکي يوازي د اشغال بڼه واوښتله. نن افغانستان د بهرنيو سرتېرو له ښکاره شتون پرته، خو د امريکا د استخباراتي، بېپيلوټه الوتکو د څار او امنيتي څارني تر سيوري لاندي دی.
د «ايمکيو–۹ ريپر» لوېدل يوه څرګنده نښه ده: امريکا له افغانستانه نه ده وتلې، بلکي له مځکي څخه اسمان ته یی شاتګ کړي. دا هغه اشغال دی چې په سترګو نه ليدل کېږي، خو اغېز يې ډېر، لګښت يې لږ او ګواښ يې زيات دی؛ ځکه دا کړنه نه د حساب ورکولو، نه د بیرغ او نه هم د سیاسي مسؤلیت تر چتر لاندې ترسره کېږي.
له څلورو لسيزو راهيسي پاکستان، د يوه ګاونډي په توګه نه، بلکي د افغانستان په چارو کي د يوه ورانکار بنسټيز لوبغاړي په توګه عمل کړی دی. دا خیانت نه ناڅاپي وو او نه لنډمهالی؛ بلکي د يوې پرلهپسې تګلاري پايله ده چې پر درېو ستنو ولاړه ده:
په افغانستان کي د ملي يووالي نشتوالی،
د کمزورو، تړلو، بېکفايته، ټبرپالو او بېاغېزې واکمنيو شتون،
د ديني او جنګي مشرانو څخه د وسيلې په توګه ګټه اخيستل.
په دې منځ کي تاريخي مسؤولیت د جنګي سياسي مشرانو او طالبانو پر غاړه دی ؛هغه کسان چې د مرکزي واکمنۍ سره د جوړجاړي او د يوه ملي نظام د جوړولو پر ځای، تل د «پاکستان لمني ته نښتي» پاته سوي دي. د ګلبدين حکمتيار اسلامي ټولنی او بيا طالبان، په ښکاره د «ایايساې» استخباراتي ادارې د لاس اله وګرځېدله . پاکستان له دې تړلتيا څخه تر ټولو بده ګټه واخيسته: جګړې يې اوږدې کړې، مرکزي واکمنۍ يې کمزورې کړې، او افغانستان يې د سيمهييزو شخړو د سپيناوي ډګر وګرځاوه.
خو نن د لوبې معادله د بدلون په حال کي ده. طالبان لږ تر لږه په خبرو او څه ناڅه په عمل کي، نور نه غواړي چې د پاکستان پوره تابع پاته سي. د دوی همدا «نيمګړې خپلواکي» د اسلامآباد لپاره د زغملو نه ده. د پاکستان منطق ساده خو ګواښوونکی دی: «موږ تاسي واک ته ورسولئ، اوس ولي زموږ خبره نه منئ؟»
په دې شرايطو کي د پاکستان له خوا امريکا ته د خپلي خاوري له لاري د بېپيلوټه الوتکو د تېرېدو لاره ورکول، نه يوازي شوني دي، بلکي د پاکستانيانو له انده دا کار پوره پر ځای دی؛ او دا یو دوه گونی پيغام دي:
طالبانو ته: که زموږ له کرښي ووځئ، ستاسي امنيت سست او ماتېدونکی دی،
او امريکا ته: پاکستان اوس هم افغانستان ته د لاسرسي کیلي ده.
افغانستان يو ځل بيا د هغې معاملې ښکار سو چې نه په کابل کي، بلکي د تل په څېر په واشنګټن او اسلامآباد کي تړل کېږي.
هغه هېواد چې خپل اسمان نه سي ساتلای، هغه بشپړ هېواد نه دی. د راداري څارني د نظام، خپلواکه هوايي ځواک او ملي دفاعي جوړښت نشتوالی، افغانستان د جاسوسۍ، په نښه سوو وژنو او بهرنۍ لاسوهنې لپاره خلاص ډګر ګرځولی دی.
دا امريکايي بېپيلوټه الوتکه د افغانستان په اسمان کي په ښکاره چيغي وهي چې د طالبانو واکمني نيمګړې ده: مځکه يې په لاس کي ده، خو اسمان يې خوشی او بېواکه دی!
افغانستان نن د تاريخ پر يوه حساس پړاو ولاړ دی. که طالبان، سياسي مشران (پخواني مجاهدين) او د دې خاوري خلک ځان پوه نه کړي، تاريخ به يو ځل بيا تکرار سي؛ خو دا ځل به يې زخمونه تر مخکنیو ډېر ژور او بېرحمه وي.
د دې پېښي پيغام څرګند دی: که طالبان غواړي چې واکمن وي، نه يوازي يوه ډله، بايد د «پوځي بريا له نشې» راووځي او د ملي مشروعیت، کورني يووالي او رښتينې خپلواکۍ پر لور ولاړ سي. د ملي يووالي پرته، طالبان يوازي د يوه تش ځای چارسمبالي دي.
جنګي مشران بايد دومره زړورتيا ولري چې ومني: د دوی تړلتيا، معاملهپالنه او ځاني واکغوښتنه افغانستان دې تيارو ورځو ته ورساوه.
د افغانستان خلک بايد پوه سي: تر هغو چې د پوهاوي، هوښيارۍ او د حق غوښتني غږ د ټبرپالني، پټو سترګو پيروۍ او کاڼه تعصب ځای ونه نيسي، نه به امريکا د دې اسمانه لاس واخلي، نه به پاکستان د دې خاوري راوګرځي، او نه به امن راتلونکې وزېږي.
د هېواد اسمان نن زموږ د سياسي وجدان هنداره ده. که دا هنداره ماته او درېدلې پاته سي، نه به امريکا وځي، نه به پاکستان لاس پر سر سي، او نه به امن وزېږي.
اوس هغه وخت دی چې افغانستان د لوبې د وسيلې څخه د تاريخ د جوړوونکي په توګه راووزي؛ او دا کار د خلکو د هوښ، ژور فکر او ګډې زړورتيا پرته نه سي کېدلای.




