د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت د عالي شورا د سولې د کمیټې مشر الماس زاهد په نویو څرګندونو کې له طالبانو سره د دې شورا د خبرو پرمختګ اعلان کړ. ښاغلي زاهد د سولې د خبرو د راتلونکي په اړه د هیله مندۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې دغې شورا له طالب استازو سره له څو ناستو وروسته مثبتې پایلې ترلاسه کړې دي. ده همداراز زیاته کړه چې نړیواله ټولنه له دغو خبرو خبر ده او ملاتړ یې کوي. نوموړي له طالبانو سره د خبرو په اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ويل چې د دغو خبرو پايلې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې اعلان شي. دغه چارواکي د سولې د عالي شورا په خبرو اترو باندې د نړیوالې ټولنې څارنې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دا خبرې به د داسې حکومت د جوړېدو لامل شي چې طالبان به هم په کې برخه ولري او که طالبان دا فرصت له لاسه ورکړي، د اشرف غني په څېر به له واکه لرې شي. په افغانستان کې د سولې پر موضوع له ډېرې مودې راهیسې بحثونه کېږي، خو د هغې د تحقق او لاسته راوړلو په لاره کې ډېر خنډونه شته. افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په ناامنۍ او جګړو کې ښکېل دی او د جګړې ښکېلو غاړو هېڅکله په دې هېواد کې د سولې د ټینګښت هڅه نه ده کړې. همدا لامل و چې افغانستان د تل لپاره د جګړې په ډګر بدل شو. اوس مهال افغانستان تر بل هر وخت متقابل زغم او تلپاتې سولې ته اړتیا لري، ځکه چی دا هېواد له ډېرو زیانونو سره مخ دی، چې خطر یې د پخوا په پرتله څو چنده شوی دی. په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د شخړو د هواري په برخه کې مهم ټکی دا دی چې بهرنیانو د افغانستان خلکو ته د سولې په راوستلو کې نه دي توانیدلي، بلکې د متضادو ډلو تر منځ د اختلاف لامل شوي دي. په داسې یوه حالت کې زموږ ولس د افغانستان د پخوانیو او اوسنیو چارواکو د خبرو هرکلی کوي او هيله لري چې د سولې په ډګر کې يوه نوې پاڼه پرانيزي او د هېواد د حالاتو په سم درک او له تېر څخه په زده کړې سره په هېواد کې د سولې او ټيکاو رامنځته کړي. ځکه چې نه یوازې طالبان د حکومت کولو او د خلکو د رضایت د ترلاسه کولو وړتیا لري او نه یې مخالفین دا ډول ځانګړنې لري.

- 80
- کې خپور شو 6:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 104942
- 24 میزان 1403
- کې خپور شو 6:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 104942
- 24 میزان 1403
- خبرونه
- تازه تازه 19:17 - 25 میزان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=104942
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د مارګو دښته او د وږي ولس تر پښو لاندې د شتمنیو لویه زېرمه
14:37 - 31 سرطان 1405

زندانی خبریالان که د وګړو پوهاوی؛ طالبان کوم یو غواړي؟
18:08 - 24 سرطان 1405

له بګرامه تر کانګو؛ د کډوالو سره د خیانت په دره کې د بشري حقونو سراب
16:56 - 31 جوزا 1405

له تلابیب څخه تر واشنګټنه تریخ اعتراف او د منځني ختیځ نوي پیل
14:41 - 27 جوزا 1405