د کرزي لخوا د انجونو د زده کړو غوښتنې ته د طالبانو غبرګون؛ د نیوکو څپه یې راوپاروله

د انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه د حامد کرزي د غوښتنې په وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت غبرګون، د افغانستان د یو شمېر پخوانیو چارواکو، سیاستوالو او فعالانو له پراخو غبرګونونو سره مخ سوی دی.
د کرزي لخوا د انجونو د زده کړو غوښتنې ته د طالبانو غبرګون؛ د نیوکو څپه یې راوپاروله

د انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه د حامد کرزي د غوښتنې په وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت غبرګون، د افغانستان د یو شمېر پخوانیو چارواکو، سیاستوالو او فعالانو له پراخو غبرګونونو سره مخ سوی دی.

ضیاءالله هاشمي ، د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند د سرطان په ۲۴مه نېټه په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي چې د لوړو زده کړو او د هېواد د راتلونکې په اړه نظر ورکول هغو کسانو ته مناسب دي چې د ده په وینا، د خپلې دندې پر مهال یې مثبتې او عملي لاسته راوړنې لرلې وي.

هغه پر حامد کرزي نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې نوموړی «د افغانستان د مسئلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري» او زیاته کړې یې ده چې پخواني ولسمشر د هېواد لپاره «ښه تاریخ» نه دی پرې ایښی.

دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل دی چې طالبان د انجونو د زده کړو د حق په اړه د کرزي د پرله‌پسې غوښتنو پر وړاندي دومره سخت غبرګون ښايي.

دا دریځ وروسته له هغه څرګند سو چې حامد کرزي د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان سره هم‌مهاله، د انجونو د دوامدار محرومیت له امله خواشیني څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې ښوونځي او پوهنتونونه دې ژر تر ژره د انجونو پر مخ پرانیستل سي.

کرزي ټینګار وکړ چې افغانستان یوازې هغه وخت پرمختګ او وده کولای سي چې د انجونو او هلکانو له علمي وړتیاوو او ظرفیتونو څخه په مساوي توګه ګټه واخیستل سي.

معصوم ستانکزي، د جمهوري حکومت د مرکچي پلاوي پخواني مشر، د طالبانو نیوکه پر کرزي د اسلامي اصولو خلاف وبلله او ویې ویل چې هر افغان وګړی حق لري د خپلو اولادونو د زده کړو غوښتنه وکړي.

هغه همدارنګه دا پوښتنه مطرح کړه چې ایا د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده چمتو دی چې په یوه آزاده ټاکنه کې له حامد کرزي سره سیالي وکړي؟ نوموړي لیکلي چې د داسې سیالۍ پایله به وښايي چې خلک د کوم لوري ملاتړ کوي.

محمدحلیم فدایي، د پکتیا پخواني والي، هم د زده کړو مخالفت د منلو وړ نه وباله او د کرزي له دریځه یې ملاتړ وکړ. هغه یادونه وکړه چې کرزی د افغانستان لومړنی مشر و چې واک یې په سوله‌ییز ډول خپل ځایناستي ته وسپاره.

سمیع یوسفزي، افغان خبریال، هم د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پر دریځ نیوکه کړې او حامد کرزی یې د افغانستان له ملي مشرانو او د هېواد په سختو پړاوونو کې له اغېزناکو څېرو څخه بللی دی.

عبدالستار حسيني، د پخواني پارلمان غړي او د افغانستان د آزادۍ جبهې لوړپوړي غړي، په فېسبوک کې لیکلي چې طالبان د افغانستان د سیاسي شخصیتونو د نظر ورکولو د حق د اخیستلو واک نه لري.

تمیم عاصي، د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ پخواني مرستیال، هم د کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د زده کړو پروګرامونو ته په اشارې ویلي چې په هغه دوره کې د افغانستان ځوانانو ته زرګونه تحصیلي بورسونه برابر سول او میلیونونو زده‌کوونکو او محصلینو، د طالبانو د غړو د اولادونو په ګډون، په هېواد کې دننه او بهر د زده کړو فرصتونه ترلاسه کړل.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې بېرته واک ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د انجونو زده کړې بندې کړې او د ۱۴۰۱ کال د قوس په میاشت کې یې د ښځو او انجونو پوهنتوني زده کړې هم ودرولې. افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد بلل کېږي چې انجونې پکښې له لومړنیو زده کړو وروسته د زده کړو له دوام څخه محرومې دي.

حامد کرزي په وروستیو کلونو کې څو ځله د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی چې د انجونو زده کړه د هغوی اساسي حق دی. هغه ویلي چې د انجونو د زده کړو دوامداره بندیز د افغانستان راتلونکې او پرمختګ له جدي زیان سره مخ کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x