په کندهار کې د ۱۷ کلنې انجلۍ واده له یوه چینایي وګړي سره د پام وړ ګرځېد

په کندهار ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې د یوې ۱۷ کلنې انجلۍ له یوه چینایي وګړي سره د واده خبر ورکوي. د دغو سرچینو په وینا، د انجلۍ کورنۍ د یو نیم میلیون افغانیو په بدل کې له دغه واده سره هوکړه کړې ده؛ هغه موضوع چې په ټولنیزو رسنیو کې د واده د مراسمو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په کندهار کې د ۱۷ کلنې انجلۍ واده له یوه چینایي وګړي سره د پام وړ ګرځېد

په کندهار ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې د یوې ۱۷ کلنې انجلۍ له یوه چینایي وګړي سره د واده خبر ورکوي.

د دغو سرچینو په وینا، د انجلۍ کورنۍ د یو نیم میلیون افغانیو په بدل کې له دغه واده سره هوکړه کړې ده.

د ترلاسه سویو معلوماتو له مخې، د دغه واده مراسم شاوخوا یوه میاشت وړاندي د کندهار ښار په « هزار و یک شب » تالار کې ترسره سوي وو، خو په ټولنیزو رسنیو کې د دغو مراسمو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، دې موضوع پراخه پاملرنه جلب کړې ده.

سرچینې وایي، د انجلۍ پلار نوراحمد د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د کندهار په ښار کې پر ګرځنده پلور بوخت دی.

د سرچینو په وینا، هغه چینایي وګړي چې له مسلمانېدو وروسته یې د ځان لپاره د «حماد» نوم غوره کړی، څو کاله وړاندي د اسلام دین منلی دی.

سرچینې زیاتوي چې د دغه چینایي وګړي کورنۍ په سوداګرۍ بوخته ده او د افغانستان زعفران او وچه مېوه چین ته صادروي. په بدل کې د چین څخه د موټرو ټایرونه او پرزې افغانستان ته واردوي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د انجلۍ د کورنۍ اقتصادي ستونزې د دغه واده له اصلي لاملونو څخه بلل سوي دي، که څه هم د دغه واده د شرایطو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي.

د دغه واده د خبر او انځورونو خپرېدو د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کاروونکو او د طالبانو د ځینو سیمه‌ییزو څېرو غبرګونونه هم راپارولي دي. نیوکه کوونکو د افغان انجونو سره د بهرنیو وګړو د ودونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له چارواکو یې غوښتي چې د دا ډول ودونو ټولنیزو او حقوقي پایلو ته ډېره پاملرنه وکړي.

دا راپور د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ چمتو سوی دی او تر اوسه د طالبانو چارواکو یا اړوندو لورو په رسمي ډول د دې موضوع په اړه څرګندونې نه دي کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x