له امريکا څخه تر راستنېدو يوه اوونۍ وروسته په خوست کې د يوه پخوانی پوځي وژل کېدل

په خوست ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسلوالو د خوست د ساتونکو ځواکونو یو پخوانی غړی د خوست په ښار کې وژلی دی. د سرچینو په وینا، دغه پخوانی پوځي ننګیالی نومېدی او شاوخوا یوه اوونۍ وړاندي له امریکا څخه افغانستان ته راستون سوی وو.
حمله پهپادی پاکستان به خوست ۸ کشته و زخمی برجای گذاشت

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په خوست ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسلوالو د خوست د ساتونکو ځواکونو یو پخوانی غړی د خوست په ښار کې وژلی دی. د سرچینو په وینا، دغه پخوانی پوځي ننګیالی نومېدی او شاوخوا یوه اوونۍ وړاندي له امریکا څخه افغانستان ته راستون سوی وو.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه د شنبې ورځې په ماښام د خوست ښار د «دوازده صد فامیلی » په سیمه کې رامنځته سوې ده. ننګیالی، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، له خپلو دریو وروڼو سره، چې هغوی هم د خوست د ساتونکو ځواکونو پخواني غړي ول، افغانستان پرېښود او امریکا ته ولاړل.

سرچینې وایي، ننګیالی د خوست ولایت د مرکز د حبش‌خېل سیمې اوسېدونکی و او د هغه د جنازې مراسم د یکشنبې په ورځ په خپل پلرني کلي کې ترسره سول. طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په وینا، د ننګیالي کشر ورور سیدنظر هم شاوخوا دوه کاله وړاندي په خوست ولایت کې د ناپېژاندو وسلوالو په برید کې وژل سوی وو.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانیو پوځيانو د وژل کېدو او ټپي کېدو ګڼ راپورونه خپاره سوي دي. سیمه ییزو سرچینو په دایکندي او غزني ولایتونو کې د دوو پخوانیو پوځيانو د وژل کېدو او په کندهار کې د یو بل پخواني پوځي د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

تر دې وړاندي، سیمه ییزو سرچینو ویلي وو چې د خوست د ساتونکو ځواکونو تر اویا ډېر پخواني غړي د طالبانو د استخباراتو په بند کې دي. هغه مهال د دغو کسانو ځینو کورنیو ویلي وو چې پر هغوی فشار اچول کېږي، څو خپل خپلوان له امریکا څخه افغانستان ته راستانه کړي.

د پخوانیو پوځيانو د وژل کېدو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو مشر، د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته، د عمومي بښنې فرمان صادر کړی و. خو د پخواني پوځ، پولیسو او ملي امنیت غړي لا هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وسلوالو د بریدونو هدف ګرځي او په ډېرو پېښو کې د دغو بریدونو ترسره کوونکي نه دي پېژندل سوي.

د خوست ساتونکي ځواکونه د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سیا) په ملاتړ جوړ سوي وو. دغه ځواکونه، چې ډېری غړي یې د خوست ولایت اوسېدونکي و، په پرمختللو پوځي وسایلو سمبال وو او د غړو شمېر یې شاوخوا اووه زره تنه اټکل کېدی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x