د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د ناروې د کمېټې مشر، تیریا واتردال، اعلان وکړ چې دغه بنسټ به، له سیاسي ملاحظو پرته، په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر ته دوام ورکړي.
هغه دغه څرګندونې په کابل کې د معلولیت لرونکو کسانو د زدهکړو څخه د ملاتړ په غونډه کې وکړې او د دې ډلې اړتیاوو او وړتیاوو ته یې د لا ډېري پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ.
واتردال وویل، د معلولیت لرونکو کسانو د اغېزمن ملاتړ لپاره، د هغوی د انساني کرامت او حقونو درناوی یو بنسټیز اصل دی او د محدودیتونو پر ځای باید د هغوی وړتیاوو، استعدادونو او ظرفیت ته پاملرنه وسي.
د ناروې د کمېټې مشر همدارنګه وویل چې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زدهکړو او ټولنیزو فرصتونو برابرول کولای سي په ټولنه کې د هغوی د لا ډېري ونډې اخیستنې زمینه برابره کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نړیوالو مرستندویو بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د بشري مرستو پر دوام او د زیانمنو سویو ډلو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.




