سرچینو په دایکندي کې د ملي امنیت د پخواني کارکوونکي د وژل کېدو خبر ورکړ

په دایکندي ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي چې محمدعلي طوفان، د پخواني حکومت د ملي امنیت پخوانی کارکوونکی، تېره پنجشنبه ماښام د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو په برید کې وژل سوی دی.
سرچینو په دایکندي کې د ملي امنیت د پخواني کارکوونکي د وژل کېدو خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دایکندي ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې محمدعلي طوفان، د پخواني حکومت د ملي امنیت پخوانی کارکوونکی، تېره پنجشنبه ماښام د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو په برید کې وژل سوی دی.

د دغو سرچینو په وینا، دغه پېښه د شهرستان ولسوالۍ په «کټه‌سنګ» سیمه کې رامنځته سوې او محمدعلي طوفان د دغه برید له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو تر دې وړاندې هم محمدعلي طوفان څو ځله نیولی وو، خو هغه هر ځل د قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په ضمانت آزاد سوی وو.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته سوې چې تر دې وړاندې هم یاسر بهزاد، یو بل پخوانی پوځي، په دایکندي کې وژل سوی وو.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې دې پېښې د دایکندي د اوسېدونکو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولي دي. د دوی په وینا، د دې ولایت په کلیو کې د طالبانو د ځواکونو لخوا د شپی ګزمې هم د وګړو د وېرې او اندېښنې فضا زیاته کړې ده.

د طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته، د دې ډلې د ځواکونو له خوا د پخوانیو پوځيانو او امنیتي کارکوونکو د نیولو، شکنجې او په ځینو مواردو کې د وژلو په اړه ګڼ راپورونه خپاره سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x