د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د اروپايي ټولنې استازولۍ، د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو او د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون، په افغانستان کې د بشري ناورین او د ښځو د حقونو د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د اروپايي ټولنې سفیر ، دیک پوتزل، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح او د استرالیا، ایرلنډ، اتریش، آلمان، هسپانیې، ډنمارک، ناروې، فرانسې، سوېډن او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د اروپايي ټولنې استازولۍ، په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه لا هم د افغانستان د وګړو ترڅنګ ولاړه ده، د افغان مېرمنو له حقونو ملاتړ کوي او د دغه هېواد وګړو ته د بشري مرستو ورکولو ته به دوام ورکړي.
په دغه پیغام کې همدارنګه ټینګار سوی چې افغانستان د نړۍ له سترو او پېچلو بشري ناورینونو څخه له یوه سره مخ دی او د نړیوالې ټولنې دوامدارې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.
برهام صالح، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، تر دې وړاندې هم افغانستان ته د خپل سفر او له بېرته راستانه سویو کډوالو سره د لیدنې پر مهال، هغوی ته د بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي، د کاري فرصتونو او د هغوی د ژوند د بیا رغونې لپاره د اړینو مرستو پر ارزښت ټینګار کړی وو.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د بشري ناورین د سختېدو په اړه خبرداری ورکړی او له مرستندویو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان د وګړو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو څخه ډېر کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تر دې وړاندې اعلان کړی وو چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ۱۰ میلیونو او ۷۰۰ زرو څخه ډېرې افغانې مېرمنې او انجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري.




