د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ خالد حنفي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر ، هرات ولایت ته د سفر پر مهال اعلان وکړ چې یو شمېر کسان د بېحجابۍ د خپرولو، د ګډوډۍ د رامنځته کولو او د دې وزارت پر ضد د منفي مطالبو د خپرولو په تور نیول سوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۲مه، په هرات کې د حنفي د وینا ځینې برخې خپرې کړې. هغه ادعا وکړه چې «مغرض لوري» دا وزارت د هغه څه له امله چې نوموړي یې «د شریعت د احکامو پلي کول» وبلل، تر نیوکو لاندې راوستی دی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو د جوزا میاشتې په منځ کې د هغو ښځو د نیولو پراخ کمپاین پیل کړی و چې د دې ډلې له نظره یې د طالبانو غوښتل سوی حجاب نه وو مراعت کړی. د دې اقدام په ترڅ کې په هرات کې لسګونه ښځې ونیول سوې.
د دغو نیونو وروسته، د جوزا په ۱۹مه د هرات د جبرئیل سیمې یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د کړنو پر ضد کوڅو ته راووتل، خو د دې ډلې ځواکونو اعتراضونه وځپل. د راپورونو له مخې، د دې پېښې په ترڅ کې لږ تر لږه دوه تنکي ځوانان ووژل سول او طالبانو له هغې وروسته یو شمېر اعتراض کوونکي هم ونیول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) هم مخکې په هرات کې د ښځو نیول تائید کړي وو او ویلي یې وو چې طالبانو یوازې د جوزا په شپږمې او اوومې نېټې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې او سلګونه نورې ښځې یې په شفاهي ډول ګواښلې دي.
دغه اقدامات د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو سازمانونو له پراخ غبرګون سره مخ سول او د دغو بنسټونو څخه ډېرو یې د لباس د ډول له امله د ښځو نیول وغندل.
حنفي د خپلو خبرو په بله برخه کې د رسنیو له مسؤلانو وغوښتل چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون لومړی په خپلو کړنو کې مراعت کړي او وروسته یې د رسنیو له لارې خلکو ته ورسوي. هغه رسنۍ «منبر» وبللې او د دې قانون په خپرولو کې یې د هغوی پر رول ټینګار وکړ.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همدارنګه ادعا وکړه چې په افغانستان کې بشري حقونه د اسلامي اصولو پر بنسټ تأمینېږي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانستان پر ځای د هغو هېوادونو وضعیت ته پام وکړي چې د نوموړي په وینا، خلک یې له تر ټولو لومړنیو حقونو، د ژوند له حق څخه هم، محروم دي.
هغه همدارنګه په هرات کې د ښځو د نیولو پر ضد نیوکې کم ارزښته وبللې او ویې ویل چې په افغانستان کې د حجاب موضوع ته نړیواله پاملرنه په داسې حال کې کېږي چې د نوموړي په وینا، د نړۍ په نورو سیمو کې د ښځو او ماشومانو وژل کېدو ته لږه پاملرنه کېږي او د حجاب موضوع د سیاسي موخو لپاره تحریف او تبلیغ کېږي.




