د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس له ۲۴ کلونو کم عمره ځوانان جوړوي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د نفوسو د نړیوالې په مناسبت ، د افغانستان په راتلونکي کې د ځوانانو پر مهم رول ټینګار کړی او اعلان یې کړی چې د هېواد ۶۳ سلنه نفوس له ۲۴ کلونو کم عمره ځوانان جوړوي، او د دې ډلې ملاتړ د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره بنسټیز ارزښت لري.
د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس له ۲۴ کلونو کم عمره ځوانان جوړوي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د نفوسو د نړیوالې په مناسبت ، د افغانستان په راتلونکي کې د ځوانانو پر مهم رول ټینګار کړی او اعلان یې کړی چې د هېواد ۶۳ سلنه نفوس له ۲۴ کلونو کم عمره ځوانان جوړوي، او د دې ډلې ملاتړ د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره بنسټیز ارزښت لري.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۲مه، په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړی چې د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس له ۲۴ کلونو کم عمره ځوانان دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق زیاته کړې چې د څو موخېزو مرکزونو او د ځوانانو د روغتیايي کرښې په څېر پروګرامونو له لارې، ځوانانو ته د روغتیايي معلوماتو، د ژوند د مهارتونو د زده‌کړې او د ملاتړیزو خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي، څو له بېلابېلو ستونزو سره د مخامخ کېدو پر مهال ورسره مرسته وسي.

لاتیکا ماسکي پرادان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق مرستیالې استازې، ویلي چې د ځوانانو د وړتیاوو د غوړېدو لپاره باید داسې چاپېریال رامنځته سي چې د هغوی له هیلو، وړتیاوو او بېلابېلو اړتیاوو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری ځوانان لا هم له پراخو ستونزو سره مخ دي، چې پکښې بې‌کاري، زده‌کړو او لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي محدودیتونه، بېوزلي او د ودې او پرمختګ د فرصتونو کمښت شامل دي؛ هغه ستونزې چې د هېواد د ځوان نسل د یوې لویې برخې راتلونکی اغېزمنوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x