طالبان: بشري مرستې باید سیاسي نه سي

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې مشر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر له مرستیال سره په لیدنه کې، له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا مرستې باید له سیاسي ملاحظاتو پرته ترسره سي، او همدارنګه په وقایوي او زیربنایي پروژو کې د پانګونې پر اړتیا یې هم ټینګار کړی دی.
طالبان: بشري مرستې باید سیاسي نه سي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نورالدین ترابي ، د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې مشر ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر له مرستیال ، برونو لماریکس ، سره په لیدنه کې له افغانستان سره پرته له سیاسي ملاحظاتو ، د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې.

ترابي په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پراخوالي له امله نړیوالې مرستې باید دوام ولري او ترڅنګ یې باید په وقایوي او زیربنایي پروژو کې هم پانګونه وسي.

هغه زیاته کړې چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې تر اوسه نږدې ۴۰۰ پروژې بشپړې کړې دي یا د پلي کېدو په حال کې دي.

په همدې حال کې، ځینو نړیوالو بنسټونو په وروستیو کلونو کې د بشري مرستو د وېش په بهیر کې پر شفافیت، اړمنو وګړو ته پرته له خنډه لاسرسي او د غیرمسلکي لاسوهنو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور له مخې، سږ کال افغانستان ته د بشري مرستو د اړتیا وړ بودیجه یوازې ۱۷ سلنه برابره سوې ده؛ په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان‌منونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x