د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې وروستی راپور ښايي چې افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دی چې په سیاسي جوړښتونو کې د ښځو د حضور په اړه هېڅ د وړاندې کېدو وړ رسمي شمېرې نه لري.
په دغه راپور کې چې د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو د سیاسي واک په جوړښتونو کې د ښځو د ګډون وضعیت څېړل سوی، افغانستان د ګیني او میانمار ترڅنګ د «استثنايي حالت یا د لاسرسي وړ معلوماتو نشتوالي» په برخه کې درج سوی دی.
د « ۲۰۲۶ په سیاست کې ښځې » راپور د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له لوري د روان میلادي کال د جنوري په لومړۍ نېټه خپور سوی دی.
د دې راپور د موندنو له مخې، په داسې حال کې چې د نړۍ په پارلمانونو کې د ښځو اوسط ګډون ۲۷.۴ سلنه ته رسېږي، افغانستان د فعال پارلمان د نشتوالي او رسمي معلوماتو ته د لاسرسي د نه شتون له امله د قانون جوړوونکو په نړیواله درجه بندۍ کې شامل نه دی.
په دې درجه بندۍ کې رواندا د پارلمان ۶۳.۸ سلنه څوکۍ ښځو ته د ځانګړي کولو له امله په لومړي مقام کې راغلی دی. کیوبا د ۵۷.۲ سلنې او نیکاراګوا د ۵۵ سلنې په کچه په دوهمو او درېیمو مقامونو کې ځای لري.
په دولتي کابینو کې د ښځو د حضور په برخه کې هم افغانستان د ارزول سویو هېوادونو په نوملړ کې نه دی شامل سوی. دغه راپور افغانستان د شمالي کوریا او میانمار ترڅنګ د هغو هېوادونو په ډله کې راوړی چې په کابینو کې د ښځو د حضور په اړه د لاسرسي وړ معلومات نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر ۲۰۲۱ کال مخکې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې، ښځو د افغانستان د پارلمان شاوخوا ۲۷ سلنه څوکۍ درلودې. دا شمېر ۲۵۰ څوکیز ولسي جرګې له ټول شمېر څخه ۶۸ څوکۍ جوړولې چې د اساسي قانون له مخې ښځو ته ځانګړې سوې وې.
خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ښځې له ټولو رسمي سیاسي پرېکړهکوونکو جوړښتونو لیې کړل سوې او په دولتي ادارو او ولسي استازولۍ کې هېڅ رسمي رول نه لري.
د « ۲۰۲۶ په سیاست کې ښځې» راپور همدارنګه ښايي چې په نړیواله کچه د ښځو حضور د لوړو سیاسي مقامونو په کچه لا هم محدود دی. د راپور له مخې یوازې ۱۰.۶ سلنه هېوادونه ښځینه د دولت د مشرې په توګه لري او ۱۰.۹ سلنه یې ښځینه لومړۍ وزیرانې لري.
افغانستان د دې نوملړونو څخه په داسې حال کې غایب دی چې د پارلمان له انحلال وروسته، ښځې نه یوازې د سیاسي مشرتابه له څوکيو، بلکې له ټولو رسمي استازولیو او پرېکړهکوونکو جوړښتونو څخه هم لیرې کړل سوې دي.
د ښځو د حقونو کارپوهان باور لري چې د واک له جوړښتونو څخه د ښځو بشپړ حذف افغانستان د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه ګرځولی چې ښځې پکښې له رسمي پرېکړهکوونکو بهیرونو بشپړ ایستل سوې دي؛ داسې وضعیت چې د ښځو د سیاسي ګډون له نړیوال بهیر سره د دې هېواد واټن نور هم زیات کړی دی.




