د دې وزارت په خبرپاڼه کې، چې د دوشنبې په ورځ، د حمل ۲۴مه خپره سوې، ویل سوي چې دغه کسان په کابل، بلخ، جوزجان او دایکنډي ولایتونو کې نیول سوي او له قانوني پړاوونو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل سوي دي.
طالبانو تعویذ لیکل، جادوګري او ساحري په افغانستان کې منع اعلان کړې ده. تر دې مخکې د دې وزارت ویاند ویلي وو چې د دوی د شریعت د تعبیر له مخې د جادوګرو سزا تر مرګه هم رسېدای سي.
په وروستیو میاشتو کې هم د ورته تورونو پر اساس د نیولو پېښې راپور سوې دي. خو د «جادوګرۍ» لپاره روښانه تعریف نه دی وړاندې سوی او ځینې کسان د تعویذ لیکلو په تور نیول کېږي.
د دې وزارت محتسبان په بېلابېلو سیمو کې د ګرځنده ګشتونو له لارې د خلکو پر چلند څارنه کوي. د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له مخې چې په ۱۴۰۳ کال کې تصویب سوی، دغه چارواکي پراخ صلاحیتونه لري، چې د خلکو نیول هم پکښې شامل دي.




