د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د هرات په ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورینو پر مرکز د برید په پایله کې د دې ادارې درې غړي وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.
دې جبهې د جمعې په ماښام، د جوزا په ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید د شپې شاوخوا لس بجې د هرات په ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مرکز د ننوتلو دروازې مخې ته ترسره سوی دی.
د ازادۍ جبهې د ادعا له مخې، د برید هدف د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورینو غونډه وه. دغه جبهه وایي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې درې تنه طالبان وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.
ازادۍ جبهې همدارنګه ویلي چې دغه عملیات یې د طالبانو له خوا په هرات کې د «ولسي اعتراضونو د ځپلو او د ښځو د ځورونې» په غبرګون کې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ازادۍ جبهې تر دې وړاندې هم په کابل کې د طالبانو له خوا د انجونو او ښځو د نیولو د راپورونو له خپرېدو وروسته خبرداری ورکړی وو چې د دې ډلې غړي به د خپلو بریدونو هدف وګرځوي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.




