د حضرت آیتالله سید علي حسيني خامنهای، د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر، شهادت نه یوازې د یوې دورې پای، بلکې د دیني، اخلاقي او سیاسي رهبرۍ د یوې بېسارې بېلګې د بیا کتنې لپاره د یوې نوې کړکۍ پرانیستل دي. نوموړي د «وطندوستۍ» او «د مظلوم دفاع» په یوځای کولو سره، د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې ترڅنګ، د اسلامي مذهبونو ترمنځ د یووالي پل جوړ کړ او داسې یو ټینګ نظام یې پرېښود چې د هغه په شهادت سره ونه لړزېد.
نن چې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر سپېڅلې جنازه د میلیونونو وګړو د اوښکو او فریادونو په منځ کې بدرګه کېږي، نه یوازې ایران، بلکې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان وګړي هم د هغه سړي په ماتم کې ناست دي چې خپل ټول ژوند یې د قرآن کریم د آیتونو او د علوي سیرت د پلي کولو په لار کې ولګاوه. نوموړي په یوه له کړکېچونو ډکې دورې کې، هم د «حبلالله» رسۍ په کور دننه او بهر ټینګه وساتله او هم یې د مظلوم ملاتړ د خپلې لارې سرلیک وګرځاوه.
وطندوستي؛ له شعار څخه پورته
شهید آیتالله خامنهای د نبوي حدیث «حب الوطن من الایمان» عملي او عیني بېلګه بلل کېدای سي. په داسې شرایطو کې چې د وطنپرستۍ ډېر مدعیان د ایران له پولو بهر اوسېدل او له لیرې یې د ایران د مینې دعوه کوله، خو نوموړي د دفاع په سپيڅلي سخت ډګر (د صدام پر وړاندې جګړه)، د کورنیو شبهکودتاوو پر وړاندې، د وسلوالو اشرارو په مقابل کې، د منافق ډلو په مقابله کې، د ماشوموژونکي اسراییلو د او د جنایتکاره امریکا په وړاندې په پوره ځواک او وجود سره مقاومت وکړ.
خو د دې وطندوستۍ تر ټولو لوړ حد باید د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې ولټول سي. په داسې حال کې چې په تېرو ۳۰۰ کلونو کې یرغلګرو قدرتونو د ایران د خاورې ځینې برخې (لکه بحرین، آذربایجان او هرات) جلا کړې وې، د نوموړي د رهبرۍ په دوره کې، د امریکا د بېساري فشارونو او د زورواکو قدرتونو د زیاتو غوښتنو سره سره، د دې هېواد له خاورې څخه حتی یو وجب هم جلا نه سوو.
دا لوی ویاړ د هغه د «تسلیمۍ غوښتنې» پر وړاندې د ټینګ دریځ پایله وه؛ هغه مهال چې امریکا غوښتل ایران د خپلو توغندیزو، اټومي او سمندري ظرفیتونو له پرېښودو سره هوکړه وکړي ، خو نوموړي په تدبیر او زړورتیا سره دا ټولې لاسته راوړنې د عزت او د مخنیوي د وسیلو په توګه وساتلې او داسې نسل یې وروزي چې د هغه لارې ته دوام ورکړي.
په خپل هېواد کې، نوموړي تل هڅه وکړه چې ملي یووالی د یوه ستراتیژیک اصل په توګه وساتي. خو په بهرني ډګر او د اسلامي هېوادونو ترمنځ، د هغه چلند د مذهبي اختلافونو له رامنځته کېدو څخه د ډډې پر اصل ولاړ وو. د هغه روښانوونکي فتاوې چې د نورو د مقدساتو سپکاوی یې حرام بللی وو، د قرآن کریم د آل عمران سورت د ۱۰۳م آیت «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» (او ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ او مه جلا کېږې ) د پلي کولو په لور یو لوی ګام وو.
دا کړنلاره نه یوازې په ایران کې، بلکې د اسلامي نړۍ په کچه، په ځانګړي ډول په ګاونډیو هېوادونو لکه افغانستان کې چې خپله د مذهبي ننګونو سره مخ دی، د اسلامي زغم او ګډ ژوند یوه بېلګه وړاندې کړه، چې کولای سي د ډله یي تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د لارښوونې په توګه وکارول سي.
د نړۍ د مظلومانو ملاتړ کوونکی
د دې شهید رهبر له روښانه ځانګړنو څخه یوه دا وه چې د مظلومانو په دفاع کې یې ځان قربانۍ ته وړاندې کاوه. نوموړي د امیرالمؤمنین علي (ع) له دې وینا څخه الهام اخیست چې «له ظالم سره دښمني وکړئ او د مظلوم مرسته کوئ»، د فلسطین، لبنان، یمن او افغانستان د مظلومو ملتونو څخه یې بېدریغه ملاتړ وکړ. دا دفاع یوازې یو سیاسي دریځ نه وو، بلکې د یوه ژور دیني او انساني باور څرګندونه وه، چې په پای کې هم د هغه د شهادت سبب سوه. د دې لارې په اوږدو کې د هغه شهادت د هغه د هغو آرمانونو د رښتینولۍ او استقامت نښه وه چې هغه یې بیانول. د افغانستان د وګړو لپاره چې کلونه یې د جګړې او اشغال ترخه تجربه کړې ده، دغه ملاتړونه د هيلي او یووالي پیغام وو.
د نظام استحکام؛ هغه میراث چې شهادت سره هم ونه لړزېد
دغه ستر شهید د خپل هېواد راتلونکو نسلونو ته د «ټینګ نظام» په نوم یو ارزښتناک میراث پرېښود. که څه هم د هغه جسم له منځه ولاړ، خو د نظام بنسټونه، قواوې او نظامي ځواکونه په پوره ځواک سره خپلې لارې ته دوام ورکوي او نن د دوو اټومي زبرځواکونو او لسګونو مخالفو هېوادونو پر وړاندې په پوره ټینګوالی سره درېږي.
دا استحکام د انقلابي بنسټونو د بنسټيز کېدو او د مقاومت د فکر د ژورتیا نښه ده، چې د هغه په شهادت سره نه یوازې کمزوری نه سوو، بلکې لا پیاوړی سوو او دا خپله د دغه هوښیار او راتلونکۍ لید لرونکي مشر د عقلاني مدیریت ښکاره ثبوت دی.
د اسلامي انقلاب د رهبر، حضرت آیتالله سید علي خامنهای شهادت، که څه هم یو دروند غم دی، خو د هغه میراث د ټولو هغو کسانو لپاره یو روښانه څراغ دی چې د خپلواکۍ، یووالي او ټولنیز عدالت په اړه فکر کوي. نوموړي وښودله چې «وطندوستي» له «د مظلوم دفاع» پرته نیمګړې ده او «اسلامي یووالی» د «د نورو د مقدساتو د درناوي» پرته بېمعنا دی.




