له خیالي مکتب څخه تر مرګوني ماینه پورې؛ د افغانستان د ماشومانو د راتلونکي د غلا کیسه

له خیالي مکتب څخه تر مرګوني ماینه پورې؛ د افغانستان د ماشومانو د راتلونکي د غلا کیسه

په میاشت کې ۵۰ قربانیان ؛ کله چې د ماشومانو پښې د درس د صنفونو پر ځای په ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو لګېږي، او سیاستوال د دې پر ځای چې د ناچاودېدونکو مهماتو میدانونه پاک کړي، د بیت‌المال د خزانې پیسې د غلا له لارې پاکوي!

له خیالي مکتب څخه تر مرګوني ماینه پورې؛ د افغانستان د ماشومانو د راتلونکي د غلا کیسه

په میاشت کې ۵۰ قربانیان ؛ کله چې د ماشومانو پښې د درس د صنفونو پر ځای په ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو لګېږي او سیاستوال د دې پر ځای چې د ناچاودېدونکو مهماتو میدانونه پاک کړي، د بیت‌المال د خزانې پیسې د غلا له لارې پاکوي!

د ملګرو ملتونو راپور چې په افغانستان کې هره میاشت د ناچاودېدونکو مهماتو د چاودنې له امله د شاوخوا ۵۰ کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره کوي، د یو انساني ناورین پرده پورته کوي چې ۸۰ سلنه قربانیان یې ماشومان دي. دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې میلیونونه ډالر نړیوالې مرستې، چې کېدای سول د ماینونو د پاکولو او د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره ولګول سي، د “خیالي مکتبونو” او “خیالي سرتېرو” په کیسونو کې ورک سول.

هره میاشت، ۵۰ کورنۍ په افغانستان کې د ناچاودېدونکو مهماتو د چاودنې له امله د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو یا د هغوی د سختو ټپونو شاهدان وي. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دې اندېښمنوونکو شمېرو په خپرولو سره ټینګار کړی چې نږدې ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي. د بل عبارت په توګه، هره میاشت شاوخوا ۴۰ افغان ماشومان یا مړه کېږي یا د تل لپاره معلول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې شاوخوا درې میلیونه او درې سوه زره کسان د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ککړو سیمو سره نږدې ژوند کوي او هره ورځ د یوې مرګونې چاودنې له وېرې سره لاس او ګریوان دي.

خو پوښتنه دا ده: ولې د لسیزو نړیوالو مرستو او لویو بودیجو سره سره، لا هم میلیونونه وګړي د ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو له خطر سره مخ دي؟ د دې پوښتنې ځواب موږ د وروستیو شلو کلونو تر ټولو تیارو خیانتونو ته بیایي؛ هغه خیانتونه چې نه یوازې د جګړو په ډګر کې، بلکې د دولتي ادارو د میزونو شاته او د “خیالي شمیرو” په بڼه ترسره سوي دي.

خیالي مکتبونه؛ د ماشومانو د راتلونکي غلا

د جمهوریت په دوره کې، په ځانګړي ډول د حامد کرزي په حکومت کې، سیستماتیک فساد د پوهنې او روزنې بنسټونو ته نفوذ کړی وو. د هغه وخت د معارف وزیر اسدالله حنیف بلخي په ولسي جرګه کې رسوا کړه چې د دې وزارت پخوانیو چارواکو “د مکتبونو شمېرې مهندسي کړي، اختلاس یې کړی او د پوهنتونونو د داخلې په ازموینو کې هم مداخله سوې ده”.

د “خیالي مکتبونو او خیالي ښوونکو” دوسیه د فاروق وردک د وزارت پر مهال د افغانستان د تعلیمي نظام او د ماشومانو د راتلونکي له تر ټولو خطرناکو غلاوو څخه یوه وه. هغه د معارف د نظام د اصلي مسوول په توګه د موجودو مکتبونو او غایبو ښوونکو په اړه د درواغو شمېري جوړې کړي وي او میلیونونه ډالر نړیوالې مرستې او ملي بودیجه یې د سیستماتیک فساد ښکار کړې وه. دې کړنې نه یوازې د ټولنې سواد او پوهه زیانمنه کړه، بلکې د هېواد له لیرې پرتو سیمو څخه یې د بې‌وزلو انجونو او هلکانو د زده‌کړې حق هم واخیست.

وردک د معارف تریبونونه سیاسي لوبو ته وسپارل او په شمیرو کې په لاس‌وهنې سره یې پر داسې جرم پرده واچوله چې پایله یې د دولتي جوړښت پر وړاندې د وګړو د باور تدریجي سقوط وو. نن هغه باید ځواب ورکړي چې څنګه یې وجدان اجازه ورکړه چې د زحمت‌کښو ښوونکو ډوډۍ او د زړو مکتبونو چت د فساد او غلا تنظیم سوې شبکې ته ولیږدول سي؟

د قضايي محاکمې څخه د هغه تېښته د هغه د وخت د حکومت د سیاسي او قومي مصلحت‌پالنې تر سیوري لاندې، هېڅکله هغه د تاریخ په محکمه او د افغانستان د ملت په وړاندې نه سي سپینولای. د معارف د نوم او بودیجې لوټل، د راتلونکو نسلونو لپاره یو نه‌بښونکی خیانت دی، هغه نسلونه چې د قلم او کتاب د محرومیت له امله د فقر او جګړې دورې ته بېرته اړ کړل سول. دا شرمناکه ده چې د یوه هېواد په تاریخ کې د تعلیم او روزنې سپيڅلي مقام د نامشروع شتمنۍ د راټولولو او د انساني پانګې د قربانۍ په یوه وسیله بدل سي. فاروق وردک او د هغه ملګري د هېواد د تعلیمي مدیریت پر تندي د ننگ یو داغ دي، چې باید یوه ورځ د عدالت او د لوټ سوي ملت په وړاندې د دې پټې ویجاړۍ ځواب ورکړي.
په دې ناروغ سیستم کې، هغو سیمو لپاره چې په اصل کې مکتبونه پکښې موجود نه وو یا د ناامنیو له امله تړل سوي وو، “خیالي مکتبونه” تعریف سوي وو او د هغو ښوونکو لپاره چې هېڅ وجود یې نه درلود، معاشونه ثبتېدل. په دې توګه، د پوهنې او روزنې له بودیجې څخه میلیونونه ډالر، چې کېدای سول د مکتبونو په جوړولو، د ښوونکو په برابرولو او د درسي کتابونو په تأمین ولګول سي، د یو شمېر غلو او مفسدو کسانو جیبونو ته ولېږدول سول. فاروق وردک، د معارف پخوانی وزیر چې پر هغه دا تورونه لګېدلي وو، هڅه وکړه ځان بې‌ګناه ثابت کړي، خو د سیګار د څارونکو ادارې راپورونو وښودله چې دا پراخ فساد د جمهوریت د نظام تر ټولو لوړو سطحو پورې رسېدلی وو.

د دې غلا نتیجه څه ده؟ د هېواد میلیونونه ماشومان د زده‌کړې له حق څخه بې‌برخې سوي دي. په غور ولایت کې راپورونه ښايي چې تر ۷۰ سلنه پورې مکتبونه غیرفعال دي، خو د خیالي ښوونکو معاشونه محلي زورواکو ته ورکول کېږي. اوس جالبه خبره دا ده؛ هماغه ماشومان چې تېره ورځ د خیالي مکتبونو له امله له درس څخه محروم سوي وو، نن په ماین‌ځایونو کې قرباني کېږي. د دې کیسې تریخ حالت دا دی چې هغه بودیجه چې باید د ماینونو د خطر په اړه د زده‌کړې او پوهاوي خپرولو او د هغوی د پاکولو لپاره لګول سوې وای، د غلو بانکي حسابونو په ډکولو کې په بهرنیو هېوادونو کې مصرف سوې ده.

خیالي سرتېري؛ هغه پوځ چې یوازې پر کاغذ موجود وو

مګر د معارف غلا یوازې د دې ناورین یوه برخه وه. خالد پاینده، د اشرف غني د حکومت وروستی د مالیې وزیر، د اشرف غني د بې‌کفایته تښتېدو وروسته د افغانستان د تاریخ له تر ټولو لویو درغلیو څخه پرده پورته کړه. هغه اعلان وکړ چې افغانستان هېڅکله د ۳۰۰ زره کسیز پوځ نه درلود، حتٰی د ۱۲۰ زره کسیز پوځ هم شتون نه درلود ، او په ډېر خوشبختي سره یوازې ۴۰ تر ۵۰ زره حقیقي سرتېري موجود وو. نور څه وو؟ “خیالي سرتېري”!

پوځي قوماندانانو او نظامي چارواکو د یو بل په همغږۍ او جوړجاړي سره د سرتېرو شمېر څو برابره زیات ښوده، او د دغو خیالي سرتېرو معاشونه چې له نړیوالې بودیجې څخه تمویلېدل، خپلو جیبونو ته اچول. دې فساد نه یوازې بیت‌المال لوټ کړ، بلکې دا یې هم لامل سوو چې د افغانستان پوځ په عمل کې تر هغه څه ډېر کمزوری وي چې پر کاغذ ښودل کېده. همدې موضوع د جمهوریت د چټک سقوط او د اشرف غني خاین په تېښته کې اساسي رول درلود. د هغه وخت د دفاع وزیر، جنرال بسم‌الله محمدي، د سقوط وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل: «زموږ لاسونه یې له شا وتړل او هېواد یې وپلوره. پر غني او د هغه پر ډلې دې لعنت وي.»

اشرف غني او حامد کرزي، ددې پر ځای چې د لياقت او کاری وړتیا درلودلو پر بنسټ وزیران وټاکي، د قوم پالنې او شخصي اړیکو پر بنسټ داسې کسان واک ته ورسول چې یوازې د غلا او شتمنۍ د زیاتولو په فکر کې وو. دغو وزیرانو، که په وزارت معارف کې وو او که په وزارت دفاع کې، هېواد یې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړ او د وګړو له مال او ژوند څخه یې د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره ګټه واخیسته.

طالبان او مرګوني ماینونه

طالبان هم د افغانستان د ماشومانو په وړاندې په دې جنایت کې شریک دي. هغوی د شلو کلونو جګړې په اوږدو کې زرګونه ماینونه او په لاس جوړ سوی بمونه په سړکونو، کلیو او کروندو کې ځای پر ځای کړي وو. دا مرګوني وسلې چې په اصل کې د امنیتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو د وژلو لپاره اېښودل سوې وې، اوس یې اصلي قربانیان بې‌ګناه ماشومان دي. د واک تر ترلاسه کولو وروسته، طالبانو د دې ماینونو د پاکولو لپاره کوم مؤثر اقدام نه دی کړی او په بې‌پرواۍ سره د هرې میاشتې د لسګونو ماشومانو د مرګ ننداره کوي.

امریکا او ناوړه میراث

امریکا هم د اشغالګر ځواک او د جمهوریت د متحد په توګه له دې جنایت څخه بې‌برخې نه ده. امریکایي ځواکونو د خپل شلو کلونو حضور په جریان کې ډېر ماینونه په سړکونو او د خپلو پوځي اډو شاوخوا کې ځای پر ځای کړي وو. که څه هم امریکا ادعا کوله چې د ماینونو د پاکولو لپاره بودیجه ځانګړې کوي، خو د دې بودیجې لویه برخه هم د جمهوریت د نظام د فساد په کندې کې ورکه سوه. سربېره پر دې، د امریکا پوځي اشغال او د یوه فاسد نظام ملاتړ، نه یوازې د افغانستان وګړو ته امنیت رانه ووړ، بلکې د کلونو جګړو او ناامنۍ لپاره یې زمینه برابره کړه، چې په پایله کې د ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو ککړتیا لا زیاته سوه او د ۲۳ ترهګرو ډلو حضور رامنځته سوو.

د ملګرو ملتونو راپور د خطر زنګ دی چې ښايي د افغانستان ماشومان لا هم د تېرو خیانتونو او د نن ورځې د بې‌پروايۍ قربانیان دي. تېره ورځ ،“خیالي مکتبونو” او “خیالي سرتېرو” د دې ماشومانو راتلونکی غلا کړ او د هغوی د ژغورنې بودیجه یې د غلو او مفسدو کسانو بانکي حسابونو ته په بهر کې انتقال کړه. نن، هغه ماینونه چې د جګړې او فساد میراث دي، د هغوی ژوند اخلي.
او سبا هم، تر هغو چې دا ناسمه کړۍ د فساد، جګړې او بې‌پروايۍ ماته نه سي، د افغانستان ماشومان به قربانیان وي.

آیا لا هم چوپ پاتې کېدای سوو؟ دا هغه پوښتنه ده چې باید د ټولو انسانانو وجدان، نړیوالو سازمانونو او په ځانګړي ډول د افغانستان د وګړو فکر او هڅه راویښ کړي. د افغانستان د ماشومانو ژغورنه د دې لوی ناورین له ټولو عاملانو څخه د حقیقي حساب غوښتنې ته اړتیا لري؛ هم له هغو کسانو چې د غلا له لارې یې د ماشومانو راتلونکی غلا کړ، او هم له هغو کسانو چې د بې‌پروايۍ له امله یې اجازه ورکړه چې د نن ورځې ماشومان د بې‌تدبیرۍ او خیانتونو تر کنډوالو لاندې ښخ سي.

تر هغو چې عدالت ټینګ نه سي او فساد له رېښو څخه له منځه ولاړ نه سي، د ملګرو ملتونو راتلونکي راپورونه به یوازې د نویو قربانیانو شمېرې زیاتې کړي. د افغانستان راتلونکی زموږ د نن ورځې په پریکړې کې نغښتی دی؛ په دې پریکړه کې چې چوپتیا ماته کړو او دې تریخې غمېزۍ ته د پای ټکی کېږدو.

لیکوال: ډاکټر محمدي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x