لیکوال: م. کهریزنوی
په یوه اقدام کې چې یو ځل بیا یې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ ریښتینی څېره څرګنده کړه، د امریکا پوځ د اسلاماباد د جګړې د پای هوکړهلیک د څرګندو مادو په نقض کولو سره، د ایران د جنوبي ساحلونو د څارنې پر تأسیساتو هوايي بریدونه وکړل. دغه تېری چې د اسرائیلي رژیم په همغږۍ او د خلیج هېوادونو د عربو د ځینو هېوادونو له هوایي اډو څخه په استفادې ترسره سوو، د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو له لوري له قاطع، توغندیز او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو سره مخ سوو او د امریکا مهمې اډې په کویت او بحرین کې یې په بشپړ ډول وځپلې. دا پېښه نه یوازې د واشنګټن د ژمنې ماتونکي او جګړه غوښتونکي ماهیت څرګندوي، بلکې یو ځل بیا یې ثابته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل مخنیوي ځواک په تکیه هر ډول تېری ته د «ماتوونکي» او له انګیرنې څخه پورته ځواب ورکوي او په سیمه کې نوې معادلې رامنځته کوي.
د یکشنبې د ورځې د سهار په لومړیو ساعتونو کې، د ۱۴۰۵ کال د سرطان د میاشتې په اوومه نېټه، یو ځل بیا د سلطې د نظام پټ مخ څرګند سوو. د امریکا پوځ د ایران د جنوبي ساحلونو پر څو څارنیزو تأسیساتو په بریدونو سره، نه یوازې د یوه خپلواک هېواد ملي واکمني تر پښو لاندې کړه، بلکې تر ټولو څرګند د ژمنو ماتولو اقدام یې هغه مهال ترسره کړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د هوکړې (د اسلاماباد د یادداشت) بهیر روان وو. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سمه توګه دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې د څلورم بند ښکاره نقض او د یادداشت د لومړي بند څرګنده سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې د ژمنو ماتول د دې رژیم د ماهیت برخه ده.
خو دا ځل د امریکا او د هغې د سیمهییزو متحدانو ګډه وېره یوازې د دیپلوماتیکو اعلامیو له لارې نه، بلکې د بالستیکو توغندیو او د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو له ځپونکو بریدونو سره حقیقت ته ورسېده. دغه ګډ عملیات چې د شپې د دوو او درېو بجو ترمنځ ترسره سول، د امریکا د پوځ اته حیاتي زیربناوې هدف وګرځولې، چې پکښې د کویت د «عليالسالم» پوځي اډه او د بحرین په سلمان بندر کې د امریکا پنځه سمندري بېړۍ هم شاملې وې، او دا یې ثابته کړه چې ایران د خپل وجود د دفاع په برخه کې د هر ګواښ څخه یو ګام مخکې حرکت کوي.
د هوکړې نقض ؛ د امریکا د ماهیت تکرارېدونکې کیسه
د ایران اسلامي جمهوریت تل دا ثابته کړې چې په دیپلوماتیک ډګر کې په هوښیارۍ عمل کوي او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې کېږي، خو برعکس د امریکا چلند ښايي چې هوکړې یوازې د وخت ګټلو او پوځي تمرینونو د ترسره کولو لپاره وسیله ګڼي. وروستي بریدونه، چې د هرمز تنګي د تګ راتګ د کنټرول د هوکړې (د اسلاماباد هوکړه) له لاسلیک څو ورځې وروسته ترسره سول، دا وښوده چې امریکا خپلو نړیوالو ژمنو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټینګار سوی: «د ژمنو ماتول د دې رژیم د ماهیت برخه ده» او دا درېیم ځل دی چې د خبرو اترو یا اوربند په بهیر کې د امریکا مستقیم پوځي یرغل لیدل کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې امریکا او د اسرائیلو رژیم د خبرو مېز د جګړې ډګر ته بدلوي. په تېرو وختونو کې هم لیدل سوي چې د خبرو اترو د جریان سره هممهاله، صهیونیستي رژیم د امریکا په شین څراغ سره د ایران پر اټومي تأسیساتو د ترهګریزو بریدونو او یرغلونو لاس پورې کړی وو، چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو له قاطع او ځواکمنو ځوابونو سره مخ سوی وو. نن هم همدغه ناوړه بېلګه تکرار سوه؛ امریکا د یوې بېاساسې بهانې «د سرغړونکي کښتۍ د مخنیوي» تر نوم لاندې، بشپړ یرغل وکړ. خو دا ځل ځواب تر هر وخت دروند او قاطع وو. د کویت او بحرین د اډو ویجاړېدلو څرګنده کړه چې د ایران د «فعال دفاع» تګلاره تر پوره عملي پړاو رسېدلې او په سیمه کې هېڅ امریکايي هدف خوندي نه دی.
د عربی هېوادونو شرمناک سکوت او امت ته خیانت
په دې منځ کې د خلیج د عربي هېوادونو رول د یرغلګرو لپاره د ټوپ وهلو د پله په توګه، ډېر خواشینوونکی او د غندنې وړ دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سمه توګه دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد د یرغلګرو کړنو د ترسره کولو لپاره دې د هغوی له قلمرو او امکاناتو څخه استفاده نه کېږي. امریکا ته د دې اجازه ورکول چې په کویت او بحرین کې پوځي اډې جوړې کړي او د یوه مسلمان ګاونډي پر ضد یې د برید لپاره وکاروي، نه یوازې د سیمې د امنیت او د خپلو وګړو د ګټو ښکاره خیانت دی، بلکې هغوی د ایران د پوځي او غچ اخیستونکو اهدافو په لومړۍ لیکه کې دروي. دا هېوادونه باید پوه سي چې د هغوی د امنیت بنسټ د ایران اسلامي جمهوریت سره په سولهییز ګډ ژوند کې نغښتی دی، نه د لوی شیطان په مېلمهپالنه کې.
د امریکا نړیوال جنایات؛ له ویتنام څخه تر غزې پوری
پر ایران د امریکا یرغل یوازې د دې رژیم د نړیوالې تورې او جنایتکارې کارنامې یوه برخه ده. په ویتنام کې د بمبارۍ او د نسلوژنې تر کچې کړنو، د خوشهيي بمونو او کیمیاوي وسلو له کارولو څخه نیولې، تر عراق، افغانستان، لیبیا او یمن د بشپړې ویجاړۍ پورې، تل د بېګناه وګړو وینه د سپینې ماڼۍ پر لاسونو پاتې سوې ده. نن هم د صهیونیستي رژیم په ملګرتیا سره، په غزه او لبنان کې د عامو وګړو د قتل عام شاهدان یو، چې د امریکا د وسلو او سیاسي ملاتړ تر سیوري لاندې ترسره کېږي. دا کړنې د بشري حقونو او انساني اخلاقو په اصولو ملنډې وهي او متحده ایالات یې په نړیواله کچه په یو یاغي او ترهګر دولت بدل کړی، چې نه یوازې سوله بلکې د میلیونونو انسانانو ژوند هم له خطر سره مخ کوي.
د مخنیوي ځواک؛ یرغلګرو سره د ایران ګډه ژبه
د تېرې شپې د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو ځواب یو څرګند پیغام درلود: اسلامي ایران به هېڅکله د اوربند نقض او پر خپلې خاورې یرغل، که څه هم په هره کوچنۍ بهانه وي، ونه مني. د ساتونکو ځواکونو اعلامیه ټینګار کوي چې «د دښمن د احتمالي یرغل په وړاندې هر ډول اقدام ته ځواب به سخت او ماتونکی وي» او «د اوربند نقض د اسلاماباد د هوکړې د لومړۍ مادې خلاف دی او د ټولو بهیرونو د درېدلو لامل کېږي». د سمندري ځواکونو د قوماندان هغه خبرداری چې «امریکایان به په دې ورځو کې دوزخ تجربه کړي»، نور یوازې شعار نه دی؛ بلکې یوه ستراتیژیکه حقیقت ده چې په سیمه کې د امریکا د مهمو اډو له ویجاړېدو وروسته په ښکاره ډول محسوس سوی دی.
امریکا او د هغې عربي او اسرائیلي متحدان باید دا درک کړي چې د وېرولو تګلاره یې د هغه ولس په وړاندې چې خپلواکي، عزت او امنیت یې د شهیدانو د وینو او خپل پوځي ځواک په برکت ترلاسه کړی، له ماتې سره مخ ده. هغوی ګومان کاوه چې د یوې هوکړې په لاسلیک سره به ایران دفاعي حالت ته لاړ سي، خو تېروتلي دي. ایران د خبرو اترو په اوج کې هم د دې توان لري چې د دوی د اډو پر زړه د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړي، او دا یعنی په میدان کې برلاسی دی چې د ډیپلوماسۍ پوځي تمرینونه بېمعنا کوي.
نن امریکا په هغه ژور کړکېچ کې لاس او پښې وهي چې خپله یې جوړ کړی دی. کمزوری اقتصاد او د نړۍ عامه افکار په لیوالتیا سره د واشنګټن د پرلهپسې ماتې ننداره کوي، چې د تهران د ځواک په وړاندې واقع کېږي. دا د سیمې د عربي واکمنانو لپاره هم یو خبرداری دی چې خپلې خاورې د زائرینو او ګاونډیانو لپاره د امنیت پر ځای د مرګ او تباهۍ پوځي اډو باندې بدلې نه کړي . یوه ورځ به راسي چې د ویجاړو سویو اډو تر شا د «امریکایان چېرته یاست؟» چیغې یوازې د دښتې یو پژواک وي.
د دولس ورځنۍ جګړې او د روژې د میاشتي د څلوېښت ورځنۍ جګړې له څرګندو تجربو څخه دا روښانه سوه چې راتلونکی د اسلامي ایران دی؛ ځکه حق له ایران سره دی او ځواک د دې هېواد د غیرتمندو اولادونو په لاس کې دی. امریکا او اسرائیل باید پوه سي چې یو قطبي نړۍ پای ته رسېدلې ده او د هیمنې دوره، د ایران له خاورې د هر توغول سوي توغندي سره، د سقوط په حال کې ده. دا یوازې د امریکا او اسرائیل د نظامي بېپلانې کړنو د پای پیل دی.




