د محرم د میاشتې د رارسېدو او د شهیدانو د مشر حضرت امام حسین (ع) د غم لمانځنې سره هم مهاله، له کابل، غزني او هرات ولایتونو څخه راپورونه ښايي چي د طالبانو ځواکونه د بیرغونو، تور ټوکرونو په راټولولو او له غم لمانځونکو سره د سپکاوي چلند له لارې یو ځل بیا د افغانستان پر شیعه ټولنې د محدودیت او وېرې فضا تحمیل کړې ده. دا چلند په ښکاره ډول د دې ډلې له امنیتي ژمنو او د اسلام د دین له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.
د محرم میاشت، د غم او ماتم میاشت، د شهیدانو د مشر حضرت امام حسین (ع) د خونړي پاڅون یاد تازه کوي، هغه پاڅون چي د ظلم او فساد پر وړاندي د هغه د راپورته کېدو له لارې د تاریخ تر ټولو تلپاتې حماسه رامنځته کړه. د نړۍ د مسلمانانو او ازادو انسانانو لپاره، او په ځانګړي ډول د شیعه ګانو لپاره، دا ورځې د عدالت، ازادۍ، سرښندنې او د ظلم پر وړاندې د مقاومت د ارزښتونو د بیا لوستلو فرصت دی. خو په افغانستان کې ښکاري چي د امنیتي پلمو او د دین د سلیقوي تفسیرونو له امله دا دیني مراسم له جدي ستونزو سره مخامخ سوي دي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم په درشل کې په یوه اعلامیه کې له طالبانو ادارې غوښتي وو چي د عزادارۍ د مراسمو امنیت تأمین کړي او د هر ډول خنډ او ګډوډۍ مخه ونیسي، څو د امام حسین (ع) د غم لمانځونکي په ارامه فضا کې خپل مراسم ترسره کړي. خو د کابل د دشت برچي، د هرات د شیدایي او د غزني له سیمو څخه د وګړو لېږل سوي راپورونه او ویډیوګانې ښايي چي نه یوازې د عزادارانو معنوي امنیت نه دی تأمین سوی، بلکې د هماغې واکمنې ډلې ځواکونه پخپله د دغو مراسمو تر ټولو لوی خنډ ګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، د شیعه علماوو شورا له طالبانو غوښتنه کړې وه چي د داعش-خراسان په څېر د ترهګرو ډلو د ګواښونو پر وړاندې، کومو چي څو ځله یې شیعه ټولنې د مرګونو بریدونو هدف ګرځولي دي، د عزادارانو ملاتړ وکړي. خو په عمل کې هغه څه چي رامنځته سوي، د عزادارۍ د بیرغونو په زور او تاوتریخوالي راټولول، د دروازو پر سر د تور ټوکرونو څېرول، او حتی د هغو عزادارانو نیول او وهل ټکول دي چي د شیعه علماوو شورا دفتر ته مراجعه کوي.
په هرات کې د محرم په لومړۍ شپه د طالبانو ځواکونو د عزادارۍ بیرغونه د تکیهخانو له دروازو راکښته کړي او څېرلي دي، او دوه دوکانداران یې د اعتراض له امله نیولي او وهلي ټکولي دي. په کابل کې هم د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» طالباني اداره د سیارو ګشتونو له لارې د محرم نښې له ښار څخه لیرې کوي. دا چلندونه په څرګنده توګه ښ٦يي چي طالبان نه یوازې د امنیت په تأمین کې ناکام سوي، بلکې پخپله د شیعه مذهبي شعایرو پر وړاندې د خنډ او ځپونکي عامل په توګه عمل کوي.
افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه، د نړیوالو قوانینو له مخې، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ګډون، مکلف دی چي د خپلو ټولو وګړو لپاره د فکر، وجدان او دین ازادي تضمین کړي. د طالبانو له لوري د غم لمانځنې د مراسمو محدودول او له ګډونوالو سره فزیکي چلند د بشري حقونو ښکاره نقض ګڼل کېږي.
د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو، لکه د بشري حقونو د څار ادارې، راپورونه ښايي چي شیعه ګان او مذهبي لږکي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د وېرې او ناامنۍ په فضا کې ژوند کوي. د محرم د مذهبي نښو ځپل د طالبانو د منظمې تګلارې یوه بڼه ده چي د مذهبي تنوع د له منځه وړلو او پر ټولنه د اسلام افراطي تفسیر د منلو هڅه ښايي.
د طالبانو اقدامات نه یوازې د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي، بلکې د قرآن کریم د تعلیماتو او د نبوي سنت له روحیې سره هم سمون نه لري. د اسلام سپېڅلی دین د عقیدې پر ازادۍ او د الهي شعایرو پر درناوي ټینګار کوي.
د قرآن کریم آیت: «لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ» (البقره: ۲۵۶): دا مبارک آیت په څرګند ډول د دین په چارو کې هر ډول زور، جبر او اکراه ردوي. د یوې ځانګړې ډلې د مذهبي مراسمو محدودول او ورسره فزیکي چلند کول، په دین کې د اکراه ښکاره بېلګه ده، چي په قرآن کریم کې په کلکه غندل سوې ده. سمه لار او بې لاري دواړه د انسان په واک کې دي، او هېڅوک دا واک نه لري چي دا اختیار له بل چا څخه واخلي.
د قرآن کریم آیت: «وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا» (الحج: ۴۰): په دې مبارک آیت کې لوی خدای د هغو ټولو عبادتځایونو ساتونکی بلل سوی دی چي د هغه نوم پکښې یادېږي، که هغه د عیسویانو عبادتځایونه وي، که د یهودانو عبادتځایونه وي او که د مسلمانانو مسجدونه وي.
د دغه قرآني اصل له مخې، د هغو د غم لمانځنې د ځایونو او تکیهخانو درناوی ساتل چي د حسین بن علي (ع) نوم پکښي یادېږي، نه یوازې روا دي، بلکې د ټولنې د نظم او برکت د ساتنې لپاره یوه دیني اړتیا هم ده.
نبوي حدیث: د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) حضرت حسین (ع) د خپل وجود برخه بللې ده. د همدې وینا له مخې، د حسيني غم لمانځونکو بېاحترامي د رسول الله (ص) بېاحترامي ګڼل کېږي. هغه کسان چي د نبوي سنت د پیروۍ دعوه کوي، څنګه اجازه ورکوي چي د رسول الله (ص) مینه وال د هغه د اهل بیتو (ع) پر وړاندې د خپلې مینې او عقیدي د څرګندولو پر مهال له تاوتریخوالي سره مخامخ سي؟
د عاشورا په ورځ د امام حسین (ع) پاڅون یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده، بلکې یو ژوندبښونکی لاره ده. د دې پېښې د لمانځنې موخه د هغو ارزښتونو ژوندي ساتل دي چي اوسنۍ ټولنه تر بل هر وخت ورته ډېره اړتیا لري:
له ظلم او فساد سره مبارزه: امام حسین (ع) پاڅون وکړ څو «د خپل نیکه امت له ظلم او تېري وژغوري». په هغه ټولنه کې چي له ظلم او بېعدالتۍ سره مخ وي، د عاشورا لمانځنه د عدالت غوښتنې له موخو او ارزښتونو سره د ژمنې د نوي کولو مانا لري.
ازادي غوښتنه او انساني کرامت: «هیهات منا الذلة» د حسین بن علي (ع) د ازادۍ غوښتنې ناره ده. د کربلا اتلانو موږ ته را زده کړي دي چي د سپکاوي او خوارۍ تر بار لاندې سر ټیټ نه کړو او د انساني کرامت د ساتنې لپاره ټینګ ودرېږو.
وفاداري او زغم: د اباعبدالله ملګرو په خپلې بېسارې وفادارۍ او زغم سره د ټینګښت او پایښت درس نړۍ ته ورکړ. د ځوان نسل لپاره د دغو رښتینو اتلانو بېلګه ګرځول، د اخلاقي او کلتوري بېلارو پر وړاندې د درېدو تر ټولو غوره لار ده.
هغه واکمني چي ځان د اسلام مدعي بولي، باید نه یوازې د دغو مراسمو د ترسره کېدو مخه ونه نیسي، بلکې د عدالت غوښتنې او زغم د روحيې د پیاوړتیا لپاره ترې ګټه واخلي. د طالبانو اوسنی چلند، له بده مرغه، د دې موخې پر خلاف لوری لري او هغوی د حسيني ارزښتونو د مخالفانو په دریځ کې دروي.
طالبان چي نن د افغانستان د مسلمان ولس پر چارو واکمن دي، باید د اسلام د پیغمبر (ص) دې وینا ته پام وکړي چي څو ځله یې فرمایلي دي: «حُسَیْنٌ مِنِّی وَ أَنَا مِنْ حُسَیْنٍ»؛ یعنې له حسین (ع) سره مینه له رسول الله (ص) سره مینه ده، او هغه ته او د هغه پلویانو ته سپکاوی د پیغمبر (ص) سپکاوی ګڼل کېږي. تاسي چي د شریعت د پلي کولو دعوه کوئ، ایا داسې شریعت پېژنئ چي د عصمت او پاکۍ د کورنۍ مینه والو ته سپکاوی وکړي؟ ایا تاسي قرآن کریم نه لولئ چي فرمایي: «قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى» (الشوری: ۲۳)؟
یعنې: ووایه، زه له تاسي څخه د دې (رسالت) په بدل کې هېڅ بدله نه غواړم، پرته له دې چي زما له خپلوانو (اهل بیتو) سره مینه ولرئ.
موږ له تاسي غوښتنه کوو چي له دې ناسمې کړنلارې څخه لاس واخلئ او غم لمانځونکو ته اجازه ورکړئ چي خپل مراسم په ازاده توګه ترسره کړي. دغه کړنې نه یوازې د لوی خدای خوښي نه ترلاسه کوي، بلکې د هېواد د زرګونو وګړو د خپګان او ناخوښۍ لامل هم ګرځي. د نېکمرغۍ لار په یووالي او د یو بل د سپېڅلو ارزښتونو په درناوي کې ده، نه د بېلتون په رامنځته کولو او ځپلو کې. سپارښتنه دا ده چي که رښتیا هم د شریعت پلي کولو ته ژمن یاست، نو هماغه قرآن کریم او نبوي سنت ته ور وګرځئ چي د مینې او عقیدي د څرګندولو د ازادۍ او د یو بل د حال په مراعاتولو ټینګار کوي.
طالبان نن له یوې سختې او برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخامخ دي. هغوی له یوې خوا د نړیوال او کورني منښت د ترلاسه کولو لپاره ځان د وګړو د امنیت او حقونو ساتنې ته ژمن ښايي، او له بلې خوا پر مذهبي لږکیو، په ځانګړي ډول شیعه ګانو، د بېمخینې محدودیتونو په لګولو سره خپل اصلي څېره څرګندوي.
هغوی چي د غم لمانځونکو تور بیرغونه پر ځمکه غورځوي، باید پوه سي چي د مؤمنانو زړونه نه سي راکښته کېدای. سیدالشهدا (ع) په تاریخ کې حماسه رامنځته کړه څو د ظلم بیرغ د تل لپاره پر ځمکه ولوېږي. د افغانستان اوسني واکمنان باید له دې هېندارې عبرت واخلي چي تلپاتې منښت په زور او تاوتریخوالي نه ترلاسه کېږي، بلکې د بېلابېلو وګړو په منلو، د یو بل په زغملو او د ټولنې ټولو پوړونو ته په خدمت کولو سره تر لاسه کېږي.
لیکوال: ډاکټر محمدي، دیني څېړونکی




