د ۱۴۰۵ کال د جوزا/خرداد ۲۸مه، یوازې د یوې جګړې پای نه وو، بلکې په سیمهییزو معادلاتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د واکمني د نوي پړاو پیل وو. د اسلاماباد هوکړه لیک چې د فرانسې په تاریخي ورسای ماڼۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا د ولسمشرانو له لوري لاسلیک سوو، د امریکا او اسرائیلو د هممهاله بریدونو په وړاندې د ایران د ځپونکو ځوابونو، بېساري ولسي ملاتړ او هوښیارې ډیپلوماسۍ مستقیمه پایله بلل کېږي، هغه تګلاره چې واشنګټن یې د شاتګ لپاره اړ کړ.
په داسې حال کې چې امریکا او د صهیونیستي رژیم ماشوموژونکي ځواکونه د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د ایران پر وړاندي خپل بریدونه پیل کړي وو، غیرمستقیمې خبرې اترې لا هم روانې وې؛ دا هغه عمل وو چې د واشنګټن د بېوفایۍ څرګند ثبوت ګڼل کېده. خو هغه څه چې د پنټاګون انګېرنې یې ګډې وډې کړې، د ایران د دولس ورځنۍ او څلوېښت ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د اټکل نه پورته ځوابونه وو. هغه جګړې چې څرګنده یی کړه چې د جګړې د ډګر برلاسی نه د لوېدیځو فکري مرکزونو، بلکې د توغندیز ځواک او د ایراني جنګیالیو د ایمان له لارې ټاکل کېږي.
د دې څوارلس مادو لرونکي هوکړه لیک لاسلیک د فرانسې په ورساي ماڼۍ کې د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون په حضور کې یو سمبولیک پیغام درلود: لکه څنګه چې ورساي د لومړۍ نړیوالې جګړې پای وو، همداسې دا هوکړه لیک په لوېدیځه آسیا کې د یو اړخیزې واکمنۍ د پای نښه وګرځېده.
امریکا او صهیونیستي رژیم خپل بریدونه د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په داسې شرایطو کې پیل کړل چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو مېز لا هم پر ځای وو. دا اقدام د ایراني چارواکو له لوري د «شا له خوا خنجر» او ښکاره بېوفایۍ په توګه و ارزول سول.
خو هغه څه چې د دښمن نقشه یې شنډه کړه، د ایران په دوو پړاوونو کې ځپونکي ځوابونه وو، یعنې:
په دولس ورځنۍ جګړه کې چې د امریکا د پوځي اډو د له منځه وړلو او د اسراییلو د پوځي موقعیتونو د نړولو سره مل وه، او په څلوېښت ورځنۍ د روژې د میاشتي جګړه ، چې د ایران ستراتیژیک برلاسی یې د نړۍ په وړاندې ثابت کړ.
د دې پوځي ځواک تر څنګ، د ایران د سپيڅلي ملت ولسي حضور او د میدان برلاسی یو ټاکونکی رول درلود. هغه شپې چې وګړي د ایران د ټولو ښارونو په میدانونو کې راټولېدل او په حماسي شعارونو سره یې د خپلو وسلهوالو ځواکونو ملاتړ څرګنداوه. دا ولسي حضور، د انقلاب د نوي رهبر، آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهيي د لارښوونو د اطاعت ترڅنګ، د مقاومت د دوام اصلي راز او هغه مهم عامل وو چې امریکا یې د خبرو مېز ته بیا راګرځولو ته اړ کړه.
په دې تحمیلي جګړه کې د مقاومت محور په بشپړه همغږۍ سره د دښمن پر وړاندې خپل ځواک وښود. د لبنان حزبالله، د یمن انصارالله او د فلسطیني مقاومت ډلې، د ایران سره په بشپړه همغږۍ کې، د اسراییلو او د هغوی د متحدینو پر بدن سخت او ځپونکي بریدونه ترسره کړل.
هغه څه چې په ورساي کې لاسلیک سول، په حقیقت کې د امریکا د تسلیمۍ رسمي سند وو چې د ډګر د واقعیتونو په وړاندې یې لاسلیک کړ:
د ټولو جبهاتو په کچه د پوځي عملیاتو دایمي پای.
د ایران د سمندري محاصرې بشپړ لېرې کول د ۳۰ ورځو په موده کې.
د ایران پر ضد د ټولو ډولونو بندیزونو پای ته رسول.
د ایران د کنګل سویو شتمنیو بشپړ آزادول.
د ایران د اقتصادي بیا رغونې لپاره د ۳۰۰ میلیارده ډالرو ځانګړې کول.
دا بریا، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د هغې د راتلونکي مدیریت په برخه کې د ایران د ونډې سره یو ځای، دا وښودله چې ایران نه یوازې په پوځي ډګر کې، بلکې په دیپلوماسي ډګر کې هم د خبرو د مېز ګټونکی دی.
د دې بریا په سیوري کې، له دې څخه سترګې پټول نه دي پکار چې ځینې عربي دولتونه په دې جګړه کې د شرم وړ او ننگین رول ترسره کړ. هغه هېوادونه چې د اسراییلو له لوري د فلسطیني ښځو او ماشومانو د وژنې پر وړاندې یې شرمناکه چوپتیا غوره کړه او د ابراهیمي تړونونو برخه وګرځېدل. هغوی خپلې خاورې د امریکایي ځواکونو په واک کې ورکړې او له تېري کوونکو سره یې پوځي همکاري وکړه.
دغه دولتونه به د مقاومت په روښانه تاریخ کې نه د مسلمان عربي وروڼو په توګه، بلکې د فلسطین د هیلو د خاینانو په توګه ثبت سي. د هغوی راتلونکي نسلونه به د دې ننگین یووالي له امله چې له صهیونیستي رژیم او امریکا سره سوی، د شرم احساس وکړي. په مقابل کې، ایران او د مقاومت محور د ظلم پر وړاندې د درېدو له لارې نړۍ ته د عزت او کرامت یو تلپاتې او بېلګهييز مثال وړاندې کړ.
په لنډ ډول، د ایران اسلامي جمهوریت ، په دې جګړو کې او تر هغه وروسته په خبرو اترو کې درې اړخیزه بېساري بری ثبت کړ.
په پوځي ډګر کې بریا: د ځپونکو ځوابونو له لارې د ایران د مخنیوي ځواک تر بېساري کچې لوړ سوو. د امریکا او اسراییلو د پوځي اډو له منځه وړل دا څرګنده کړه چې هر ډول تېری له درنو او سختو پایلو سره مل وي.
په اقتصادي ډګر کې بریا: د بندیزونو لېرې کول، د ۳۰۰ میلیارد ډالرو د بیا رغونې لپاره آزادول او د سمندري محاصرې ختمول، د ایران اقتصاد یې له بېساري فشارونو څخه بهر کړ.
په سیاسي او دیپلوماتیک ډګر کې بریا: د ورساي په ماڼۍ کې د هوکړه لیک لاسلیک، د پاکستان او قطر په منځګړیتوب، د ایران دریځ د یو لوی سیمهییز ځواک په توګه لا پسې ټینګ کړ.
د اسلاماباد هوکړه لیک د پیل ټکی نه، بلکې د یوې دوري پای دی؛ هغه دوره چې د لوېدیځې آسیا لپاره د امریکا د ارزانه امنیت دوره بلل کېده. هغه څه چې په ورساي کې رامنځته سول، په حقیقت کې د امریکا د یو اړخیزې سوداګرۍ له دوام څخه د دایمي بېبرخې کېدو سند وو.
د ایران سرلوړی ملت د میدانونو په ډکولو سره، وسلهوالو ځواکونو د ځپونکو ځوابونو په وړاندې کولو سره، او رهبري په هوښیار او لېری لید لرونکې تدبیر په وسیله څرګنده کړه چې د ایران د ملت اراده د هر ډول زورواکۍ پر وړاندې نه ماتېدونکې وسله ده. امریکا او اسراییل چې ګومان یې کاوه د هممهاله بریدونو له لارې به ایران تسلیم کړي، نن اړ سوي چې د تهران شرایط ومني او د خپلو اقتصادي او سیاسي زیانونو جبران وکړي.
خو د اسراییلو له متحدو عربي هېوادونو لپاره عبرت دا دی چې تاریخ نه د وژنو په وړاندې چوپتیا بښي او نه له ظلم سره ملګرتیا. یوازینی تلپاتې لاره د مقاومت د محور ترڅنګ درېدل دي؛ لکه څنګه چې ایران او د هغه سرلوړي ملت نړۍ ته د عزت او کرامت یو تلپاتې او بېلګهییز مثال وړاندې کړ.
لیکوال: م. کهریزنوی




