په وروستیو کلونو کې د ایران دوسیه د اسراییلو د بهرني او امنیتي سیاست له اړینو محورونو څخه یوه ګرځېدلې وه؛ هغه محور چې بنیامین نتنیاهو هڅه کوله د خپل امنیتي دریځ اصلي ستن یې وګرځوي. خو اوس، په اسراییلي رسنیو کې د آلون بندیوید او ایهود اولمرت په څېر څېرو د څرګندونو له پراخ انعکاس سره، د تلابیب په سیاسي او امنیتي کړیو کې د شک او بیا ارزونې نښې څرګندې سوې دي. دا دریځونه یوازې د نتنیاهو پر حکومت لنډمهاله نیوکه نه ده، بلکې د سیمهییزو معادلو په اړه د ایران د مقام نوې ارزونه هم څرګندوي؛ داسې ارزونه چې په ضمني ډول مني، تهران نه یوازې د فشارونو له امله کمزوری سوی نه دی، بلکې په ګڼو برخو کې یې خپل دریځ ټینګ او پیاوړی کړی دی.
هغه څه چې په دغو څرګندونو کې تر ټولو ډېر څرګند دي، د «ایران د کنټرولو» له ژبې څخه د «ایران د واقعیت منلو» پر لور د دریځ بدلون دی. کله چې په اسراییلو کې یو پېژندل سوی پوځي شنونکی د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه د «منځني ختیځ د بدلون ټکی» بولي، دا جمله یوازې د یوه ډیپلوماتیک بدلون تشریح نه ده، بلکې په تلابیب کې د ستراتیژیکې اندېښنې انعکاس هم دی. ځکه د ډېرو اسراییلي څارونکو له نظره، هره هغه هوکړه چې پر ایران فشار راکم کړي او د تهران مشروعیت او د عمل ازادي زیاته کړي، په عملي ډول د دې معنا لري چې نوښت به له اسراییلو څخه مقابل لوري ته ولېږدول سي.
په دې لړ کې، پر نتنیاهو سختې نیوکې هم د پام وړ دي. ورځپاڼې «هاآرتص» د ایران دوسیه د اکتوبر له اوومې وروسته د هغه دویمه ستره سیاسي ماتې بللې ده، او په عملي ډول دا نظر وړاندې کوي چې سختو او ګواښمحورو سیاستونو نه یوازې د اسراییلو اعلان سوي موخي نه دي پوره کړي، بلکې وضعیت یې لا پسې پېچلی کړی دی. دا ارزونه هغه مهال لا اړینه کېږي چې د اسراییلو له یوې مشهورې رسنۍ څخه مطرح کېږي؛ هغه ځای چې ستراتیژیک اختلافونه معمولاً د امنیتي شننو په بڼه څرګندېږي.
په همدې تړاو، د ایهود اولمرت څرګندونې هم روښانه پیغام لري. هغه د دې یادونې په ترڅ کې چې د امریکا او ایران هوکړه ښايي په اسراییلو کې «خیانت» وبلل سي، په حقیقت کې د اسراییلو د سیاسي جوړښت د یوې برخې د واشنګټن پر ملاتړ د تکیې کچه او همدارنګه د نتنیاهو د دریځ نازکتیا څرګندوي. کله چې یو پخوانی لومړی وزیر دا ډول تعبیر کاروي، معنا یې دا ده چې د اسراییلو په سیاسي ډګر کې د ځواک د توازن د بدلون په اړه اندېښنې دومره جدي سوي چې ان د «خیانت» په څېر کلیمې هم عامو سیاسي بحثونو ته ننوتې دي.
تر دې هم مهمه دا ده چې د دغو غبرګونونو ټولګه، په یو ډول د ایران پر وړاندې د اسراییلو د ستراتیژۍ د ناکامۍ ضمني اعتراف ګڼل کېږي. د کلونو راهیسې فشار، پوځي ګواښونه، تخریبي عملیات، رواني جګړه او د تهران پر ضد د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو هڅې، ونه توانېدې چې د ایران د سیمهییز دریځ د پیاوړتیا مخه ونیسي. برعکس، داسې ښکاري چې ایران له همدې فشارونو څخه د خپلې مخنیوي وړتیا او نفوذ د زیاتولو لپاره ګټه پورته کړې ده. له همدې لیدلوري، که د تهران او واشنګټن ترمنځ کومه هوکړه رامنځته سي، اسراییل به یې یوازې د یوې دوه اړخیزې هوکړې په توګه ونه ګوري، بلکې دا به د سیمهییز ځواک د توازن ژور بدلون وبولي؛ داسې بدلون چې د کلونو کلونو لپاره د اسراییلو امنیتي سیاست له ننګونو سره مخ کولای سي.
په ټولیز ډول ویلای سوو، هغه څه چې نن ورځ په اسراییلي رسنیو او سیاسي کړیو کې لیدل کېږي، یوازې د یوې هوکړې پر وړاندې اعتراض نه دی؛ بلکې د ایران پر ضد د ټکرپالې ستراتیژۍ د اغېزمنتیا په اړه د مخ پر زیاتېدونکي شک نښه ده. دا بدلون په ځانګړي ډول د نتنیاهو لپاره دروند تمامېږي، ځکه د ایران دوسیه له کلونو راهیسې د هغه د ځواک او امنیتي یووالي د ښودلو له مهمو وسیلو څخه وه. خو اوس همدا دوسیه ښايي د هغه د سیاسي او ستراتیژیکې ناکامۍ له تر ټولو جدي بېلګو څخه وګرځي.




