په سیمه کې د جګړې پای؛ د وژنو او فساد پر محور د ایران د ارادې تحمیل

د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د جګړې د پای په اړه د هوکړې د خبر په تایید سره، د منځني ختیځ د سیمه‌ییزو او جیوپولیټیکي اړیکو په تاریخ کې نوی فصل پرانیستل سوو. په ټولو جبهاتو کې د پوځي عملیاتو پای، په ځانګړي ډول په لبنان کې، او د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې سمدستي او بشپړ ختمېدل، یوازې د تاوتریخوالي لنډمهاله درېدنه نه ده؛ بلکې د ځواک د توازن د بنسټیز بدلون ښکاره اعلان دی. دا پېښه یو مهم بدلون ګڼل کېږي چې پکښې ایران نه یوازې د متحده ایالاتو او صهیونیسټي رژیم د سختو بریدونو مقابله وکړه، بلکې د خپلې ارادې په تحمیل سره یې بې‌ساري ستراتیژیکې لاسته راوړنې هم ترلاسه کړې.
په سیمه کې د جګړې پای؛ د وژنو او فساد پر محور د ایران د ارادې تحمیل

د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د جګړې د پای په اړه د هوکړې د خبر په تایید سره، د منځني ختیځ د سیمه‌ییزو او جیوپولیټیکي اړیکو په تاریخ کې نوی فصل پرانیستل سوو. په ټولو جبهاتو کې د پوځي عملیاتو پای، په ځانګړي ډول په لبنان کې، او د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې سمدستي او بشپړ ختمېدل، یوازې د تاوتریخوالي لنډمهاله درېدنه نه ده؛ بلکې د ځواک د توازن د بنسټیز بدلون ښکاره اعلان دی. دا پېښه یو مهم بدلون ګڼل کېږي چې پکښې ایران نه یوازې د متحده ایالاتو او صهیونیسټي رژیم د سختو بریدونو مقابله وکړه، بلکې د خپلې ارادې په تحمیل سره یې بې‌ساري ستراتیژیکې لاسته راوړنې هم ترلاسه کړې.

د وروستیو ورځو د بدلونونو کره شننه ښايي چې هغه څه چې رامنځته سوي، نه یوازې د یوې عادي ډیپلوماتیکې هوکړې څخه ډېر دي، بلکې د واشنګټن او تل‌ابیب لپاره د بشپړې ستراتیژیکې ماتې په توګه ګڼل کېږي. د بنیامین نتنیاهو احساساتي او بې‌محاسبې اقدام، چې د ضاحیه په سیمه کې د برید او د تهران له خوا د ټاکل سویو سرو کرښو له اوښتلو سره ترسره سوو، د لوېدیځ حسابونه ګډوډ کړل. دا برید، چې ګومان کېده د فشار د وسیلې په توګه به د موخو د ترلاسه کولو لپاره وکارول سي، په عمل کې داسې ماشه سوه چې امریکا یې اړ کړه د ایران غوښتنې ومني.

ډونالډ ټرمپ، چې مخکې یې فکر کاوه د پوځي فشار له لارې کولای سي لنډمهاله موخو ته ورسېږي او حتی د ایران ثبات له خطر سره مخ کړي، له داسې واقعیت سره مخ سو چې پکښې ایران نه یوازې ثابت پاتې سوو، بلکې د مؤثرو متقابلو بریدونو په ترسره کولو او د هرمز تنګي په تړلو سره یې د نړیوال اقتصاد او د امریکا د پوځي زیربناوو پر وړاندې درانه لګښتونه تحمیل کړل.

لکه څنګه چې په تل ابیب کې ، د امریکا پخواني سفیر ، ډن شاپیرو، په یوه رښتیني شننې کې اشاره کړې، ایران له ستراتیژیک پلوه پیاوړی سوی او دا پیاوړتیا د دې هېواد د ولسي مقاومت او دفاعي توان پر بنسټ ولاړه ده.

د دې نوي هوکړې مهم ټکی د امتیاز ورکولو سرعت او شدت دی. د سمندري محاصرې سمدستي لیرې کول (د هغه ۳۰ ورځني مهالویش پر ځای چې مخکې مطرح سوی و) او په لبنان کې د جګړې بشپړ درول، دا ښايي چې ایران اوس یو «حقیقي او عملي فشار وسیله» لري.
د هرمز تنګه، چې مخکې ښايي یوازې یو نظري وسیله ګڼل کېده، اوس په داسې وسیلې بدله سوې چې د نړیوال اقتصاد د لړزېدو او د لویو قدرتونو د جبري شاتګ ته د اړ کولو توان لري.

دا د پاراډایم بدلون واشنګټن ته یو روښانه پیغام لري: هېڅ ډول پوځي اقدام د نه جبرانېدونکو اقتصادي او امنیتي لګښتونو له منلو پرته ممکن نه دی.

د امریکا او اسرائیلو د ستراتیژیکې ماتې ترڅنګ، دغه هوکړه په سیمه کې د «نوي نظم» د رامنځته کېدو انعکاس هم ګڼل کېږي. عربي او سیمه‌ییز هېوادونه، چې مخکې به یې د امریکا تر نفوذ یا وېرې لاندې عمل کاوه، اوس هڅه کوي له تهران سره اړیکې ټینګې کړي او باثباته مناسبات له سره جوړ کړي.

باد اوس هغه لوري ته الوزي چې ایران د امنیت او ثبات د اصلي قطب په توګه (د مقاومت د محور په محوریت) پېژندل کېږي. دا بدلون د دې ادراک له امله رامنځته سوی چې د منځني ختیځ راتلونکی د ایران له ګټو او ارادې پرته نه سي تصور کېدای.

د سیمې هېوادونه په دې درک رسېدلي چې د اقتصادي بیا رغونې او ثبات لپاره باید له هغه لوبغاړي سره ځان عیار کړي چې اوس د بشپړ مخنیوي ځواک لري.

په راتلونکي ګام کې، تمرکز د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو پر بهیر دی چې هدف یې د ټولو بندیزونو پای ته رسول، د اټومي مسایلو حل او د ایران د بیا رغونې د میکانیزم ټاکل دي. دا ښايي چې تهران له دې فرصت څخه د خپلو لاسته راوړنو د پیاوړتیا او بنسټیز کولو لپاره استفاده کوي.

هغه وروستی هوکړه لیک چې ټاکل سوې د جوزا په ۲۹مه لاسلیک سي، نه یوازې یو تاکتیکي بریا ده، بلکې یوه ستراتیژیکه بریا ده چې د ایران سیمه‌ییز موقعیت ټینګوي او د لوېدیځ د پوځي مداخلې لګښتونه په جدي ډول زیاتوي.


په ټوله کې، دا پېښه دا یادونه کوي چې مقاومت نه یوازې بقا تضمینوي، بلکې د ځواک توازن داسې بدلولای سي چې د هغو هېوادونو په ګټه سي چې پر خپلواکۍ ټینګار کوي. ایران ثابته کړه چې د زبرځواکونو پر وړاندې د کلک درېدو پرته بله لار نسته، او دا درېدل په پایله کې د ملي او الهي ارادې د تحمیل سبب ګرځي.

نوی سیمه‌ییز نظم هغه میدان دی چې پکښې ایران د ټاکونکي اصلي لوبغاړي په توګه څرګندېږي، او امریکا او اسراییل هغه لوبغاړي دي چې د ماتې له امله اړ دي له نویو او سختو واقعیتونو سره ځان عیار کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x