د هرات د جبرئیل سیمې وروستۍ دردونکې او تاوتریخجنې پېښې یو ځل بیا د طالبانو له فکري سختدریځۍ او جوړښتي بندښت پرده پورته کړه، چې د ښځو او مذهبي اقلیتونو د اساسي حقونو په وړاندې یې خپل دریځ څرګند کړی دی. په همدې حال کې، لوېدیځ پلوه رسنیز جریانونه او د استخباراتي پروژو اړوند څېرې هڅه کوي چې د «ښځه، ژوند، آزادي» په څېر وارد سوي او بېریښې شعارونه د افغانستان د ښځو د اصیلو، شرعي او تمدني غوښتنو پر ځای کې ځای پر ځای کړي؛ هغه شعارونه چې نه یوازې د افغانستان د ټولنې تړلې ستونزې نه سي حل کولای، بلکې د سختدریځو د ځپنې لپاره نوې پلمه هم برابروي.
د هرات د جبرئیل سیمې له غمجنو او تاوتریخجنو راپورونو څرګندیږي چې د طالبانو د کسانو له خوا د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او جوړښتي سرغړونو دوام روان دی. دغه شیعه مېشته سیمه یو ځل بیا د داسې چلند شاهد وه چې د اسلامي اخلاقو او بشري حقونو له معیارونو سره هېڅ ډول همغږي نه لري. دا پېښه د یوه ژور بحران نښه ده؛ هغه بحران چې پکښې د یوې ټولنې نیمایي برخه څنډې ته شړل سوې او له لومړنیو انساني حقونو بېبرخې سوې ده. د دې پېښې شننه یوه جامع لید ته اړتیا لري، چې هم د کابل د اوسني واکمنانو مذهبي-قومي سختدریځي محکومه کړي او هم د لوېدیځو سیاسي او امنیتي شبکو د سیاسي استفادهګریو په وړاندې بیداري روښانه کړي.
طالبانو په خپل نوي دور واکمنۍ کې یو ډېر سخت انحصاري او یو توکمیز چلند خپل کړی دی. په دې جوړښت کې نه یوازې نور قومونه د پریکړې نیونې په جوړښت کې ځای نه لري، بلکې د مذهبي تنوع پر وړاندې هم ښکاره فشار روان دی:
د جعفري مذهب د رسمیت لغوه کول: هغه حق جعفري مذهب چې د جمهوریت په دوره کې یې رسمیت درلود، د طالبانو له خوا لغوه سوو او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې تدریس بند سوو. خبره تر دې رسېدلې چې په پوهنتوني چاپېریال کې له شیعه محصلینو اجباري ژمنه اخیستل کېږي چې یوازې حنفي فقه زده کړي او د خپل مذهب د بیان حق ونه لري.
د زدهکړې او کار حق: له شپږم ټولګي پورته انجونو ته د زدهکړې اجازه نه سته. حتی هغو ښځو ته چې د کورنۍ سرپرستي او د کور نفقه برابروي (لکه د جګړو کونډې) د کار اجازه نه ورکول کېږي؛ داسې پالیسي چې مستقیم د کورنیو ژوند او بقا هدف ګرځوي.
په افغانستان او ایران کې د ښځو د ژوند واقعیت
د افغانستان د وضعیت د ژورتیا د پوهېدو لپاره، د ایران د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د حاکمیت ترمنځ لنډه پرتله ښايي چې دواړه په اساسي معیارونو کې د ښځو د وضعیت له نظره د پرتلې وړ نه دي:
د زدهکړې په برخه کې، طالبان انجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړې په بشپړ ډول محرومې کړي دي؛ په داسې حال کې چې په ایران کې ښځې د زدهکړې د نفوس لویه برخه جوړوي او په دوکتورا، څېړنیزو مرکزونو او استادۍ کې پراخ حضور لري.
د سیاسي ګډون او اقلیتونو د حضور له اړخه، د طالبانو جوړښت بشپړ یو توکمیز او یو مذهبي دی او د ښځو او اقلیتونو برخه پکښې صفر ده؛ خو په ایران کې اهلسنت له ۲۰ څخه زیات استازي لري، مسیحیان ۲ استازي لري او یهودیان او زردشتیان هم خپل مستقل استازي لري.
د دولتي حضور له نظره هم طالبانو ښځې او نور مذهبي ډلې له ټولو دولتي ادارو ایستلي دي او حتی د کور سرپرستې ښځې له کار څخه منع کوي؛ په داسې حال کې چې په ایران کې ښځې او مختلف قومونه د لوړ پوړو مدیریتي، مرستیالۍ او دیپلوماتیکو دندو کې فعال حضور لري.
حتی د ایران د ښځو پرمختګ د پخواني شاه د رژیم سره په پرتله کولو کې هم څرګندیږي چې د سواد، روغتیا، لوړو زدهکړو او ټولنیز پوهاوي په برخه کې یې لوی پرمختګ کړی دی.
د وارداتي شعارونو او استخباراتي پروژو د اغېزو شننه
د هرات له وروستیو پېښو وروسته، دښمني رسنۍ او ځینو جریانونو هڅه وکړه چې د « ښځي، ژوند، آزادي» شعار د افغانستان د ښځو ټولنې ته د یوه فکري لوري (ډاکترین) په توګه ورننه باسي. خو د دې شعار د عقلاني لید او د تاریخي رېښو له مخې شننه ښايي چې دا مفهوم د سیمې د ښځو د واقعي او اصیلو غوښتنو له متن څخه نه دی راټوکېدلی.
دا شعار د امریکا او اسرائیلو د استخباراتي شبکو او فکري مرکزونو له خوا رهبري سوی تولید دی، چې د لوېدیځو رسنیو له لارې خپور سوو، څو په ایران کې د یو ضد امنیتي وسیلې په توګه ورڅخه کار واخلي. ځینې سادهفکره داخلي او بهرني کسان هم پرته له دې چې د دې شعار اصلي رېښې درک کړي، د همدې مفاهیمو تکرار او ترویج کوي.
د دې جریان ښکاره بېلګه هغه کسان دي لکه مېرمن «مسیح علینژاد». علینژاد هغه څوک ده چې په ایران کې یې په تعلیمي او رسنیز چاپېریال کې زدهکړه وکړه، وده یې وکړه او حتی د ایران په اسلامي شورا کې د پارلماني خبریالې په توګه تر ټولو لوړو امتیازاتو او لاسرسي برخمنه وه. خو نن ورځ په امریکا کې د لوېدیځو استخباراتو د مالي پروژو په چوکاټ کې د خپل هېواد پر ضد فعالیت کوي او د آزادۍ شعارونه ورکوي؛ حال دا چې هغه آزادۍ او موقعیت چې په ایران کې یې درلود، په امریکا کې ورته هېڅکله نه دی تکرار سوی. د هغې د وضعیت پرتله د هرات او کابل له هغو انجونو سره چې له زدهکړې محرومې دي، ښايي چې د دغو کسانو نسخې د ښځو لپاره څومره تشې او دوهمخې دي. د افغانستان ښځې دومره هوښیارې دي چې خپل عزت تر دې لوړ ګڼي چې د داسې استخباراتي مهرهوو د لوبو وسیله وګرځي.
د افغان ښځو اصیلې غوښتنې؛ د شریعت او عقلانیت په چوکاټ کې
د « ښځي، ژوند، آزادي» شعار په لوېدیځه بڼه، د افغانستان په جغرافیه کې یو بېمعنا، مسخره او دردناک شعار دی. د افغان ښځو اصلي اندېښنې دا دي:
د علم او پوهې ترلاسه کول او د طالبانو د تحمیلي جهالت ماتول.
د هغو شرعي او انساني حقونو ترلاسه کول چې اسلام دین ورته ورکړي دي.
د عزتمن کار حق د اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره.
باخبره او درک لرونکې افغانې ښځې پوهېږي چې غوښتنه کول د دوی حق دی، خو دا غوښتنه باید اصیله، کورنۍ (بومي) او د اسلامي-انساني ارزښتونو پر بنسټ وي. د لوېدیځو وارداتي او رادیکالو شعارونو کارول نه یوازې ستونزه نه حلوي، بلکې طالبانو ته دا پلمه ورکوي چې مشروع غوښتنې د “لوېدیځې تړلتیا ” په نوم وځپي او ځپنه یې لا زیاته کړي.
د هرات د جبرئیل سیمې دردناکه پېښه د ښځو او اقلیتونو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مطلقه او بېقیده غندنه غواړي. خو د افغانستان د ټولنې د دې مذهبي او قومي زورواکي څخه د وتلو لاره د لوېدیځو استخباراتي پروژو او سرابه ډوله شعارونو (لکه « ښځي، ژوند، آزادي») ته پناه وړل نه دي.
عدالت، اخلاق او دیموکراسي هغه وخت رامنځته کېږي چې غوښتنې د ملت له دننه فرهنګ، عقلانیت او بومي باورونو څخه راوټوکېږي. د افغانستان ښځې نه لوېدیځو رسنیزو سرپرستانو ته اړتیا لري او نه هم د مسیح علینژاد په څېر سوځېدلو مهرهوو ته؛ د زدهکړې حق، د کار حق او د مذهبي تنوع (په ځانګړي ډول جعفري مذهب) رسمیت هغه حقوق دي چې اسلام هم پرې ټینګار کړی دی. د دغو اصیلو غوښتنو په لاره تګ او د ظالمانو لپاره د پلمو له جوړولو څخه ځان ساتل، د توی سوې وینې د ساتنې او د افغانستان د یوې عادلانه او ولسواک راتلونکي پر لور د پرمختګ زمینه برابروي.




