لیکوال: م. کهریزنوی
د منځني ختیځ په سیاسي جغرافیه کې وروستي بدلونونه او د امریکا د پوځ د تېریو په وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت قاطع پوځي ځوابونه، یو ځل بیا د واشنګټن د «اعظمي فشار» او «پوځي وېرولو» د ستراتېژۍ بېاغېزتیا په ډاګه کړه. د ایران د پوځ د بېپیلوټه الوتکو برید پر بحرین کې د پنځمې سمندري بېړۍ ډلې او د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د بالستیک توغندیو له خوا د «الازرق» هوايي اډې سخت ویجاړول وښودله چې د ایران د وینا له مخې «د ووهه او وتښتې» دوره په سیمه کې پای ته رسېدلې ده.
لوېدیځه آسیا له لسیزو راهیسې د استعماري تمایلاتو او د نړیوال سیاست د غیر اخلاقي جوړښت تر اغېز لاندې ده؛ داسې جوړښت چې پکښې مسلط ځواکونه د نظامي وسایلو په کارولو سره هڅه کوي پر خپلواکو ملتونو خپله اراده ومني. وروستي سهارني پېښې او د ایران د وسلهوالو ځواکونو د دفاعي وېرولو پوځي عملیات د امریکا او صهیونیستي ماشوموژونکي رژیم د پرلهپسې تېروتنو مشروع ځواب وو. د ملي حاکمیت له نظره د وطن د خاورې دفاع نه یوازې یو انتخاب دی، بلکې اخلاقي فضیلت او قانوني دنده ده چې د ملګرو ملتونو د منشور په ۵۱ ماده کې هم څرګندونه سوې ده. خو ولې واشنګټن او تلابیب تل د عقلاني منطق پر ځای د جګړې او باروتو ژبه غوره کوي؟
که د سیمې معاصر تاریخ ته وکتل سي، د جګړو، کودتاوو او بېثباتیو پیل تل واشنګټن او د صهیونیستي رژیم د فکر مرکزونو ته رسېږي. د امریکا تسلط غوښتونکې شتون په خلیج فارس او منځني ختیځ کې هېڅکله د سولې لپاره نه وو، بلکې د اشغالګر صهیونیستي رژیم د امنیت د تضمین او د سیمې د انرژۍ د سرچینو د کنټرول لپاره طرحه سوی دی.
تل پاتي سوله د عدالت پایله ده، نه د ګواښ تر سیوري لاندې د یو اړخیزو هوکړو په زور منل. د واشنګټن له خوا د اوربندونو پرلهپسې نقض دا ثابتوي چې هغوی هېڅ ژمنې او تړون ته وفادار نه دي او یوازې د ځواک او زور ژبه درک کوي.
د لوېدیځ-صهیونیستي جګړه غوښتونکي سیاستونه یوازې سیاسي واټنونه نه رامنځته کوي، بلکې تر ټولو ژور انساني ناورینونه هم زېږوي. په غزه، لبنان او یمن کې د ښځو او ماشومانو بېرحمانه وژنې د امریکا د خوشهيي او هوښیار بمونو په وسیله د لوېدیځ د ادعا سوي بشري حقونو توره څېره څرګندوي.
په دې منځ کې د هر اخلاقپال انسان زړه د میناب په ښار کې د «شجره طیبه» ښوونځي پر ضد د دښمن د قصدي او وحشتناکه جنایت د یادولو له امله دردمن کېږي. هلته چې امریکایي توغندیو د ماشومانو معصومیت، د ښوونکو هیله او د میندو مینه د وینو او خاورو تر لاندې ښخه کړه. دا نه هېرېدونکي ناورین د هغه جوړښتي ترهګریز ماهیت څرګندوي چې د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره حتی د زدهکړې او ماشومۍ حریم هم تر پښو لاندې کوي.
د انساني ناورینونو جوړښتي شننه ښايي چې د امریکا د تسلیحاتي ملاتړ او د سیمې د وینې تویېدنې ترمنځ یو عضوي او مستقیم تړاو موجود دی. دا مرګونی لړۍ له یوې خوا په پراخه سیمهییزه کچه ځان د ښځو او ماشومانو په ورځني او بېرحمانه وژنو کې په غزه، لبنان او یمن کې د امریکا د ورکړل سویو بمونو له لارې څرګندوي؛ او له بلې خوا په متمرکزه او جنایتکارانه بڼه د میناب د شجره طیبه ښوونځي پر مستقیم توغندیز برید کې څرګندېږي چې د زدهکوونکو، ښوونکو او میندو د مظلومانه شهادت سبب سوو. دا دواړه پېښې د یوې سکې دوه مخونه دي چې ګډ تسلیحاتي او سیاسي منشأ لري. او د ایران اسلامي جمهوریت هر اړخیز ځوابونه، چې د لوېدیځ د پوځي ټکنالوژۍ افسانه یې تر پوښتنې لاندې راوستې، د پام وړ دي:
په میداني برخه کې: د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو له خوا د هرمز تنګي بشپړ بندښت او ورپسې په بحرین کې د امریکا د پنځمې بېړۍ د قوماندې په مرکز کې د پاتریوت دفاعي سیستم د راداري سترګو ړندول د ویجاړونکې بېپیلوټه الوتکو په وسیله، دا څرګنده کړه چې د دښمن له پولو هاخوا اډې په سخت ډول زیانمنې او زیانمنونکي دي.
له بلې خوا، د ۱۲ بالستیکو کره هدف لرونکو توغندیو ویشتل د الازرق اډې پر لور او د امریکا د تر ټولو پرمختللو پنځم نسل جنګي الوتکو (F35, F15, F16) د هستوګنځایونو ویجاړول دا پیغام ورکوي چې د لوېدیځ د دفاعي «ګنبذونو» ادعا سوې وړتیاوې د ایران د توغندیزې ټکنالوژۍ د لوړتیا د مخنیوي او د هغې د تعقیب توان نه لري.
په ډیپلوماتیکه برخه کې: د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امیرسعید ایرواني پیاوړي دریځونه د دې پوځي حماسې بشپړونکې برخه وه. ایراني ډیپلوماسۍ وښودله چې د واشنګټن د تصور خلاف، پوځي فشار برعکس پایله ورکوي. د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د ګواښ تر سیوري لاندې د خبرو مېز ته نه کښېني او د باروتو په ژبه د پیغام لېږل په لا سخت ځواب سره په ډګر کې بېرته ګرځوي. د جګړې او ډیپلوماسۍ ترمنځ دا کره همغږي د ایران د ستراتېژیک بلوغ څرګندونه کوي او نړۍ ته یې وړاندې کړې ده.
د منځنی ختیځ نوی معادله ښايي چې د «وارداتي امنیت» او «بېلګښته تېري» ستراتېژي د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره پای ته رسېدلې ده. د پنځمې سمندري بېړۍ د زړه ټکول او د الازرق اډې ویجاړول یوازې تاکتیکي ځواب نه وو، بلکې د سیمې د لوبې د قواعدو بیا تعریف وو.
د ستراتېژیکې شننې له نظره، متحده ایالات اوس د برخلیک ټاکونکې دوه لارې په مخ کې لري: یا به د خپلو درنو او زیانمنو تېروتنو او اخلاقي-سیاسي انزوا ته دوام ورکړي، او یا به د ایران د بومي او ټينګ سوي ځواک ریښتینی واقعیت د سیمې د ثبات د بنسټ په توګه ومني. سوله په دې جغرافیه کې یوازې هغه وخت رامنځته کېدای سي چې د اشغالګرۍ سرطاني جوړښتونه له منځه یووړل سي او له سیمې بهر پوځیان د فارس خلیج خپل اصلي څښتنانو ته وسپاري؛ ځکه د ایران لاس به د بریدګر د بشپړې سزا تر وخته تل پر ماشه پاتې وي.




