لیکوال: م. کهریزنوی
له افغانستان سره د پاکستان د نیابتي جګړې له شلو کلونو وروسته، اوس افغان طالبان په کابل کې واکمن دي، خو «تحریک طالبان پاکستان» (TTP) د افغانستان په خاوره کې امن موندلی دی. د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د هوايي بریدونو په بهانه، هر ځل لسګونه بېګناه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې، قرباني کېږي.
کله چې مرمۍ او بمونه له پولو اوړي، لومړني قربانیان تل «بېګناه ملکي وګړي» وي. وروستي راپورونه د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ښايي چې ۱۳ کسان وژل سوي، چې پکښې ۱۱ ماشومان او یوه ښځه شامل دي. دا یوازې د هغه سیاست یوه بېلګه ده چې پکښې د پاکستان حکومت خپله امنیت د عامو وګړو له ژوند سره تړلی دی. له یوې خوا پاکستان د « کره د ترهګرۍ ضد عملیاتو» ادعا کوي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پټنځایونو پر ضد، او له بلې خوا د افغانستان طالبان دا بریدونه تېری او د بشریت پر ضد جنایت بولي. خو اصلي پوښتنه دلته ده: ولې TTP په افغانستان کې پناه اخیستې؟ او ولې پاکستان د کره بریدونو له ادعا سره سره تل ملکي وګړي هدف ګرځوي؟
د افغانستان د جمهوریت د شلو کلونو (۲۰۰۱–۲۰۲۱) په موده کې، افغان طالبان نه یو خپلواک بومي حرکت وو، بلکې د پاکستان د استخباراتو (ISI) ستراتیژیکه څانګه بلل کېده. په هغو کلونو کې، په کابل، کندهار، مزار شریف او هرات کې انتحاري عملیاتو زرګونه ملکي وګړي ووژل. ښوونځي، مسجدونه، بازارونه او حتی روغتونونه، زېږنتونونه او پوهنتونونه هم په نښه کېدل. د هغې دورې اسناد ښايي چې چاودېدونکي مواد د پاکستان له خاورې برابرېدل او عملیات د حقاني شبکې او طالبانو له خوا د ISI په مستقیمې همغږۍ طرحه کېدل. طالبانو په هغو کلونو کې هېڅکله د TTP د ملاتړ ادعا نه درلوده، خو هماغه بېلګه یې د افغانستان د حکومت پر ضد کاروله.
له ۱۴۰۰ هجري کال وروسته چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، تر پنځو کلونو زیات وخت تېر سوی، خو د دې پر ځای چې ترهګرې ډلې کنټرول سي، په عملي ډول TTP د پاکستان له پولو سره نږدې سیمو کې ځای پر ځای سوی دی. دا ډله چې خپله د پاکستان د استخباراتو د پخوانیو سیاستونو زېږنده ده، اوس له افغانستانه پر اسلامآباد بریدونه پلانوي. طبیعي ده چې پاکستان په غوسه کوي، خو د اسلامآباد دا غوسه باید د افغان ماشومانو پر کلیو د بمبارۍ سبب نه سي. دا یو ښکاره تضاد دی: هماغه پاکستان چې پخوا یې TTP د افغانستان پر ضد د وسیلې په توګه روزلی وو، اوس له همدې وسیلې ټپي کېږي او د غچ اخیستنې لپاره د افغانستان بېدفاع کلي په نښه کوي.
د پاکستان استخبارات نه یوازې د جمهوریت په شلو کلونو کې افغانستان ناامنه کړ، بلکې TTP یې هم خپله د دې لپاره رامنځته کړ چې د افغانستان د حکومت او وګړو پر ضد وجنګېږي. اوس چې افغان طالبان واکمن سوي، د پخوانیو مرستو د «مننې» په توګه، TTP ته اجازه ورکوي چې فعالیت وکړي. دا د پاکستان دوه مخیزه لوبه (د ترهګرۍ روزنه د ګاونډي د کمزوري کولو لپاره، او بیا د هماغې ترهګرۍ څخه شکایت) د هېڅ نړیوال بشري بنسټ له نظره د دفاع وړ نه ده. خو بل اړخ ته، افغان طالبان هم نسي کولای چې د «ګاونډیتوب» او «اسلامي ورورولۍ» تر نامه لاندې خپله خاوره د وسلوالو ډلو د عملیاتو په مرکز بدله کړي. دا د طالبانو ستراتیژیکه تېروتنه ده چې پاکستان ته د بمبارۍ پلمه ورکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نویو ننګونو د برخې مشر پیتر ایلیچف په سمه توګه اعلان کړی چې د افغانستان امنیتي وضعیت بحراني دی او شاوخوا ۲۰ ترهګرې ډلې له ۲۰ تر ۲۳ زرو جنګیالیو سره په افغانستان کې فعالې دي. دا څرګندونې دا تاییدوي چې افغانستان نور یوازې د طالبانو قرباني نه دی، بلکې د پاکستان او نیابتي ډلو له خوا د تلپاتې امنیتي کړکېچ قرباني دی. په دې منځ کې د افغانستان بېوسه وګړي هر ځل وینه تویوي: د جمهوریت په دوره کې د طالبانو د انتحاري بمونو له امله چې د پاکستان ملاتړ یې درلود، او د طالبانو په دوره کې د پاکستان د هوايي بمباریو له امله چې د TTP شتون یې پلمه ده.
افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې تل د نورو د نیابتي جګړو میدان پاتې سوی دی. نن هم دوه ځواکونه — یو د پاکستان استخبارات او بل افغان او پاکستاني طالبان — هر یو په خپله اندازه دا اور بل ساتي: یو د TTP په پناه ورکولو، او بل د کلیو په بمبارولو او د ماشومانو په وژلو. خو تریخ حقیقت دا دی چې نه پاکستان د ملکي وګړو په بمبارۍ سره ثبات ته رسېږي، او نه طالبان د ترهګرو په مېلمهپالنه نړیوال مشروعیت ترلاسه کوي. هغه څه چې نن په کنړ، خوست او پکتیکا کې روان دي، د جګړې جنایت دی. او هغه څه چې د TTP په پټنځایونو کې روان دي، د طالبانو له نړیوالو ژمنو ښکاره سرغړونه ده.
د افغانستان د وګړو د ژغورنې یوازینۍ لار له دې صفر-صفر معادلې وتل دي: طالبان باید خپله خاوره له هر بهرني وسلوالې ډلې پاکه کړي، او پاکستان باید دغې ړندۍ بمبارۍ ته د پای ټکی کېږدي او خپل امنیتي ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې، نه د بمونو له لارې، حل کړي.



