لیکوال: م. کهریزنوی
امریکا او اسرائیل چې د ایران پر وړاندي د ستړي او اوږدو جګړو پیل کوونکي وو، اوس په هغه کړکېچ کې بند پاتې دي چې خپله یې طرحه کړی وو. بنیامین نتانیاهو چې ګومان یې کاوه د «ټرمپ د شین څراغ» په وسیله کولای سي د مقاومت محور له منځه یوسي، اوس داسې موقعیت ته رسېدلی چې نور یوازې یو «ستراتیژیک شریک» نه دی، بلکې د سپینې ماڼۍ لپاره یو «سیاسي بار» بلل کېږي. د موساد د شنونکو او د شیکاګو پوهنتون د استادانو اعتراف د صهیونیستي رژیم ستراتیژیک بندیتوب تاییدوي: ایران نه یوازې مات سوی نه دی، بلکې د سیمې لپاره یې نوې معادلې تحمیل کړې دي.
کله چې د لوېدیځې آسیا د جګړو تاریخ ته کتنه کوو، یو ثابت انځور بیا بیا تکرارېږي: پیل د امریکا او اسرائیل له لوري وي، خو قاطع پای د ایران په لاس ترسره کېږي. د مقاومت د قوماندانانو له وژنو څخه تر سایبري بریدونو او د هستوي زیربناوو د له منځه وړلو ګواښونو پورې، ټول یرغلګر پلانونه د ایران له سخت او متقابل ځواب سره مخ سوې دي. د بیروت د ضاحیې پر وړاندې د تېری په ځواب کې د ایران وروستي بریدونه یوازې نظامي غبرګون نه وو، بلکې د سرې کرښې څخه اوښتل وو چې تهران یې په وړاندې چوپ پاتې کېدای نه سوو.
په دې منځ کې بنیامین نتانیاهو چې خپله د ایران او لبنان پر وړاندي د ستړي کوونکي جګړې اصلي جوړونکي وو، نن په ښکاره تناقض کې بند پاتې دی؛ هغه جګړه چې د ایران د نظام د نسکورېدو لپاره یې پیل کړه، اوس د اسرائیلو د امنیتي او سیاسي موجودیت لپاره په ګواښ بدله سوې ده.
د لوېدیځو رسنیو له روایتونو خلاف، میداني معلومات او بېطرفه شننې ښايي چې ایران له دې ډګر څخه د یوې نوې وسلې سره وتلی دی: د هرمز تنګي د بندولو ځواک د واقعي چنې وهلو د وسیلې په توګه. متقاعد برېتانوي جنرال ، شان بل په څرګنده اعتراف کړی چې «د امریکا قوي رادارونه د ایران له لوري له منځه وړل سوي او نور د ایران د ماتولو هېڅ حل نه سته؛ اوس ایران د چارو واک په لاس کې لري.»
په همدې تړاو، د شیکاګو پوهنتون استاد ، رابرت پیپ خبرداری ورکوي چې «امریکا او اسرائیل د ویتنام له وخت راهیسې تر ټولو بد د کړکېچ د زیاتېدو دام جوړ کړی دی؛ ایران پیاوړی سوی او دا د هغوی لپاره ستره ماته ده.» دا څرګندونې ښايي چې نظامي ګواښ نور د واشنګټن او تلابیب د برلاسۍ کارت نه دی.
د الاخبار ورځپاڼې د راپور لویه برخه دې ټکي ته اشاره کوي چې د امریکا حکومت نور نتانیاهو یو باوري متحد نه ګڼي، بلکې هغه یو «سیاسي بار» بولي چې باید په احتیاط تیرې تېر سي. په موساد کې د ایران د میز پخوانی مشر ، ډني سیتروونوویچ دا دوه لارې داسې تشریح کوي: «اسرائیل یا باید غبرګون وښايي او له امریکا سره د مستقیمې جګړې خطر ومني، یا شاتګ وکړي او پرېږدي چې ایران نوې معادله رامنځته کړي.»
په بل عبارت، نتانیاهو اوس په داسې موقعیت کې نه دی چې د اوربند شرایط وټاکي؛ هغه یوازې یو نندارچی دی چې حتی د ایران او امریکا احتمالي هوکړه به د هغه له رضایت پرته ترسره سي. امریکایي فعال هري سیسن هم په طعنه لیکي: «ټرمپ یو ځل بیا په نړیوال ډګر کې سپک سوو؛ هغه کمزوری دی او ونه توانېد د اسرائیلو د اقداماتو مخه ونیسي.» دا هغه سپکاوی دی چې د واشنګټن د مصنوعي اتحاد د سقوط نښه ګڼل کېږي.
د نړیوالو حقوقو له نظره او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د هر هېواد پر حاکمیت هر ډول مخکې له مخکې برید د ښکاره تېري بېلګه ده. د ټرمپ شین څراغ نتانیاهو ته د بیروت د ضاحیې د بمبارۍ او د کړکېچ د زیاتېدو لپاره، د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې د څلورم بند ښکاره نقض دی. هغه بریدونه چې د ملکي وګړو وژنه، د زیربناوو ویجاړول او سیمهییزه بېثباتي یې رامنځته کړه، بې له محاکمې او سزا نه پاتې کېږي.
امریکا او اسرائیلو چې تل یې ځان د لیبرال نظم او بشري حقونو مدافعین بلل، د جګړې د قوانینو په ښکاره نقض (لکه د استوګنیزو سیمو هدف ګرځول او د منع سویو وسلو کارول) وښوده چې اخلاقي ادعاوې یې یوازې د پراختیا غوښتونکو ګټو پوښښ دی.
دې بدلونونو د خلیج هېوادونو لپاره یو تریخ حقیقت روښانه کړ: له اسرائیلو سره یووالی ډال نه دی، بلکې دام دی. عربي هېوادونه چې ګومان یې کاوه د اړیکو عادي کولو سره کولای سي خپل امنیت تضمین کړي، اوس ویني چې اسرائیل نه یوازې د هغوی د ساتنې وړتیا نه لري، بلکې د بېثباتۍ د راجلبولو عامل هم دی.
عربي هېوادونه باید د اسرائیلو د پټو او ښکاره اړیکو له دام څخه ځانونه وباسي. له عادي کولو دې لاس واخلي څو خپل نومونه د اسلامي او انساني وجدان په تاریخ کې نور هم ککړ نه کړي. د سیمهییز نظم راتلونکی د ایران د حاکمیت، د مقاومت د محور او د حقوقو د برابرۍ په درناوي کې نغښتی دی، نه د نتانیاهو د امنیتي دهلیزونو په لاس کې.
په یوه جمله کې، هغه څه چې په لوېدیځه آسیا کې پېښ سول یوازې نظامي ماته نه ده، بلکې د یوې نظریې تدریجي مرګ دی: هغه نظریه چې د «د ځواک له دریځ څخه د ایران ګواښل» پر بنسټ ولاړه وه. نن ایران نه یوازې نه دی نسکور سوی، بلکې یو ستراتیژیک سیال ګرځېدلی چې خپلې معادلې پر واشنګټن او تلابیب تحمیلوي.
د نتانیاهو جګړه د ایران د له منځه وړلو لپاره، په داسې جګړه بدله سوې چې اسرائیل له دننه کمزوری کوي؛ اقتصادي کړکېچ، په دوو جبهو کې پوځي ستړیا (غزه او لبنان)، نړیوال انزوا او د امریکا د بېقید او شرط ملاتړ له لاسه ورکول. په مقابل کې ایران د لا رېښو پیاوړتیا، نوې ستراتیژیکې وسلې او نړیوال اقتصاد ته د بېرته راستنېدو په حالت کې دی.
آیا دا د پېښې د پای ټکی دی؟ ښايي نه. خو دا د «لوېدیځ د برترۍ د خیال» پای دی. راتلونکی به نه وسله والې لابي ډلې ټاکي او نه د توغندیو ګواښونه، بلکې د نامحدودو لوړو غوښتنو پر وړاندې د مقاومت عقلانیت به یې ټاکي. وروستۍ تجربه ټولو هېوادونو ته دا څرګنده کړه چې هره امپراتوري چې جګړه پیل کړي، په پای کې به د هغې په اور کې وسوځي؛ خو دا ځل سپینه ماڼۍ او لوېدیځه آسیا دواړه په یوه کښتۍ کې ناست دي چې سوري یې خپله جوړ کړي دي.
د ماشوم وژونکي نتانیاهو سقوط نه یوازې خبر ، بلکې د ټولو جګړه جوړوونکو لپاره یو خبرداری دی.




