چوپتیا چې له هرې خبرې هم لوړه وه

په افغانستان کې د ملي هویت، د دیني مرجعیت او د مذهبي جلاوالی د درناوي د بحران په سیوري کې، د آیت‌الله العظمی محمد اسحاق فیاض (رح) د وفات په اړه د طالبانو بې‌پروايي.
چوپتیا چې له هرې خبرې هم لوړه وه

لیکوال: ډاکټر لنگرزاد

د آیت‌الله العظمی شیخ محمد اسحاق فیاض (رح)، د شیعه نړۍ له لويو مراجعو، د معاصر وخت له مخکښو فقیهانو او د افغانستان له پېژندل سویو علمي شخصیتونو څخه د یو تن وفات په اسلامي هېوادونو او علمي او دیني ټولنو کې د غم او غبرګون څپې راپورته کړې دي. د عراق دولت درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړ او شخصیتونو او دیني مراجعو د تسلیت پیغامونه ورکړي دي.

خو د دې ستر علمي او دیني شخصیت د وفات په وړاندې د طالبانو چوپتیا د دې ډلې د مذهبي جلاوالی ، د عالمانو د ځای او په افغانستان کې د ملي هویت د مفهوم په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

دا چوپتیا یوازې سیاسي بې‌پروايي نه ده، بلکې د یوه بنسټیز چلند نښه ده چې ژورې فرهنګي، ټولنیزې او ملي پایلې لري.

آیت‌الله العظمی محمد اسحاق فیاض یوازې د شیعه مذهب مرجع نه وو. هغه د نجف د علمي حوزې له ستنو څخه یو، د اسلامي نړۍ له مخکښو فقیهانو او یو افغان شخصیت وو چې نوم یې د معاصر شیعه مذهب له لویو مراجعو سره یو ځای یادېده. د هغه له وفات وروسته د عراق دولت عمومي ماتم اعلان کړ او سیاسي او دیني شخصیتونو، د عراق چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو سیاسي مشرانو او د اسلامي همکارۍ سازمان د تسلیت پیغامونه ورکړل.

په داسې حال کې، د طالبانو چوپتیا تر دې چې یو اداري یا تشریفاتي پرېکړه وبلل سي، په یوه سیاسي او فکري دریځ بدله سوه؛ داسې دریځ چې یو ځل بیا د دې ډلې لید د شیعه ټولنې، د افغانستان د علمي شخصیتونو او د « افغانستان د واحد ملت » د مفهوم په اړه ښکاره کوي.

په اسلامي کلتور کې د دیني عالمانو درناوی د ټولو اسلامي مذهبونو ترمنځ منل سوی اصل دی. حتی په فکري او مذهبي اختلافاتو کې هم اسلامي دود د علمي کسانو پر درناوي ټینګار کوي. له همدې امله، کله چې دولتونو، مراجعو او اسلامي بنسټونو د بېلابېلو هېوادونو له لوري د آیت‌الله فیاض د وفات په اړه د تسلیت پیغامونه ورکړل، تمه کېده چې طالبان هم لږ تر لږه د یوه اسلامي حکومت د ادعا له مخې د دې پېښې په اړه غبرګون وښايي.

خو د هغوی چوپتیا دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا طالبان په اصل کې د خپل فکري چوکاټ څخه بهر د علمي شخصیتونو د پیژندلو وړتیا لري؟

دا چوپتیا، د ډېرو څارونکو له نظره، نه یوه هېرونه ده، بلکې د علم، ديني مرجعیت او د اسلامي نړۍ د خپلواکو شخصیتونو د مقام پر وړاندې یو ډول بنسټیزه بې‌پروايي ګڼل کېږي.

د داسې شخصیت وفات، په هر هېواد کې کولای سي د علم، پوهې او د هغه هېواد د معنوي ویاړونو د ستاینې لپاره په ملي مناسبت بدل سي. خو طالبانو د دې پېښې په وړاندې په بې‌پروايي سره څرګنده کړه چې هغوی نه یوازې د «ملي ویاړونو» د مفهوم روښانه درک نه لري، بلکې د افغانستان د علمي او کلتوري شتمنیو د ستاینې وړتیا او ظرفیت هم له لاسه ورکړی دی.

هغه حکومت چې د خپل ملت له تر ټولو لویو معنوي او علمي شتمنیو درناوی ونه سي کړای، په حقیقت کې یې له خپل تاریخي او فرهنګي حافظې سره خپله اړیکه پرې کړي ده.

هغه نیوکه چې د ډېرو سیاسي او ټولنیزو فعالانو له لوري مطرح کېږي دا ده چې د طالبانو چوپتیا یوازې یوه سیاسي تېروتنه نه سي ګڼل کېدای.

طالبان په افغانستان کې د شیعه‌ګانو پر وړاندې د تبعیض، له منځه وړلو او تاوتریخوالي اوږده مخینه لري. د ۱۳۷۰ لسیزې له دردناکو پېښو نیولې تر وروستیو کلونو پورې موجودو محدودیتونو او اندېښنو پورې، تل دا پوښتنه مطرح سوې ده چې آیا طالبان په رښتیا په افغانستان کې په مذهبي جلاوالی باور لري او که نه.

په دې چوکاټ کې، د نړۍ د شیعه مذهب له لویو مراجعو څخه د یوه د وفات په اړه د تسلیت د پیغام نه صادرول، د نیوکه کوونکو له نظره، د هماغه دښمنانه او فکري چلند دوام بلل کېږي؛ داسې چلند چې د افغانستان شیعه ټولنې ته دا پیغام ورکوي چې لا هم د طالبانو په فکري جوړښت کې ورته مساوي او د درناوی وړ ځای شتون نه لري.

له همدې امله، ډېری شنونکي د طالبانو چوپتیا د افغانستان د شیعه‌ګانو پر وړاندې د کینې او تبعیض نښه ګڼي؛ داسې درک چې که څه هم طالبان یې رد کړي، خو د هغوی سیاسي چلند د داسې قضاوت د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده.

د سیاسي اخلاقو له نظره، د علمي او فرهنګي شخصیتونو درناوی د یوه حکومت د بلوغ نښه ده. له عقلي نظره هم حکومتونه د ملي ویاړونو په ستاینې سره ټولنیزه سرمایه رامنځته کوي او د وګړو د تړاو احساس پیاوړی کوي.

خو طالبانو د دې چوپتیا له لارې یو برعکس انځور وړاندې کړ؛ داسې انځور چې ښايي هغوی د ملي شخصیتونو په ستاینه کې د فکري محدودیتونو او مذهبي تعصبونو سره مخ دي.

افغانستان د بېلابېلو قومونو، مذهبونو او دودونو څخه جوړ هېواد دی. په داسې ټولنه کې د ملي هویت جوړېدل یوازې هغه وخت ممکن دي چې ټولې ډلې دا احساس وکړي چې د هېواد په رسمي حافظه کې یې برخه سته.

د آیت‌الله فیاض په څېر د یوه شخصیت له پامه غورځول په حقیقت کې د افغانستان د علمي، فرهنګي او مذهبي تاریخ د یوې برخې له پامه غورځول دي.

دا ډول چلند نه یوازې ملي یووالی نه پیاوړی کوي، بلکې د ټولنیزو او مذهبي واټنونو ژورېدو لامل هم ګرځي. هغه حکومت چې عالمانو ته درناوی ونه کړي، په تدریجي ډول د وګړو باور هم له لاسه ورکوي؛ ځکه د علم او علمي شخصیتونو درناوی د وګړو د درناوي مقدمه ده.

د علمي مرجعیت له پامه غورځول په حقیقت کې د افغانستان د فکري او فرهنګي راتلونکي له پامه غورځول دي. طالبان د هویتي او علمي نښو په له منځه وړلو یا په پام کې نه نیولو سره افغانستان له خپلو تاریخي او فرهنګي ریښو جلا کوي او د یوه پراخ ملي هویت د جوړېدو زمینه کمزورې کوي.

د آیت‌الله العظمی محمد اسحاق فیاض وفات د طالبانو لپاره یو مهم امتحان وو؛ داسې امتحان چې کولای سو د علم، عالمانو، مذهبي جلاوالی او د افغانستان د ملي شتمنیو د درناوي د څرګندولو فرصت وای. خو د دې ډلې چوپتیا یو بل انځور وړاندې کړ.

تر هغه وخته چې طالبان ونه سي کولای له تنګو فکري محدودیتونو ووځي او ملي ویاړونه د ټول افغانستان پورې تړلي وبولي، د ملي یووالي، مذهبي ګډ ژوند او د پراخ حکومت خبرې به تر حقیقت زیات یوازې یو سیاسي شعار پاتې سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x