لیکوال: م. کهریزنوی
پر هلکانو تېری، د ښځو شکنجه او په توقیفځایونو کې جبري اعترافونه؛ طالبان د قرآن، اخلاقو او نړیوالو قوانینو پر وړاندې دي
د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ، ریچارد بنت راپور په طالبانو پورې تړلو توقیفځایونو کې ، د ښځو، انجونو، نارینهوو او حتّی هلکانو پر ضد د سیستماتیک جنسي تاوتریخوالي یو ویروونکی انځور وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو د رامنځته کېدو له پنځه اتیا کلونو ، او د قرآن د نزول له څوارلسمې پېړۍ وروسته، لا هم د نړۍ په یوه ګوښه کې انجونې او هلکان د یوه په خپله اعلان سوي حکومت په توقیفځایونو کې د «شکنجې د وسيلې» په توګه د ډلهییز تېري ښکار ګرځي. د ریچارد بنت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور هغه د خطر زنګ دی چې نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټول بشریت لپاره غږول سوی دی. هغه څه چې طالبان یې «اسلامي دولتولي» بولي، په عمل کې د غږونو د بندولو، د قربانیانو د بدنامولو او د دین په نوم د تاوتریخوالي د توجیه کولو په یوه جهنم بدل سوی دی.
طالبان د اسلامي حکومت دعوه لري، خو د قرآن او د حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم له سنت سره یې چلند په ښکاره ټکر کې دی. الله تعالی د اسراء په سوره، ۳۲ آیت کې فرمایي: «وَ لَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَ سَاءَ سَبِيلًا» یعنې: زنا ته مه نږدې کېږئ، ځکه دا ډېر بد او ناوړه کار او بده لاره ده.
جنسي تېری — که پر ښځه وي، که پر نارینه او که پر ماشوم — نه یوازې «زنا» بلکې «فحشاء»، «بد کار» او «د الله له حکمونو سرغړونه» ده. رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم فرمایي: «هر څوک چې د یو مسلمان د عزت پرده وشکوي، د الله د عزت پرده یې شکولې ده.»
که د مسلمان د عزت د پردې شکول داسې وي، نو پر بندیانو او توقیف سویو کسانو جنسي تېری، په ځانګړي ډول پر تنکیو هلکانو، د کبیره ګناهونو له ډلې څخه دی او د شریعت د حدودو په چوکاټ کې راځي، چې د نبوي حکومت په دوره کې یې سزا اعدام یا رجم بلل سوې وه. طالبان په دې کړنو سره نه یوازې اسلامي عمل نه ترسره کوي، بلکې حتی د جاهلي عربو عرف هم تر پښو لاندې کوي. په جاهلي عربي ټولنه کې پر مېلمه یا اسیر تېری یو تلپاتې شرم ګڼل کېده. اسلام دا شرم په قانون بدل کړ. اوس طالبان داسې عمل ترسره کوي چې قرآن یې «فاحشه مبینه» (نساء، ۱۹) بولي.
د یوناما راپور چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې د ۱۵ ښځو او ۶ انجونو پر ضد ۲۱ مستندې د جنسي تاوتریخوالي پېښې ثبت کړې، یوازې د یخ د غره څوکه ده. ریچارد بنت ټینګار کوي چې د شرم کلتور، د قربانیانو ملامتول او د طالبانو ګواښونه د دې لامل سوي چې له ۹۰ سلنې زیاتې پېښې راپور نه سي. طالبانو د دوسیو په تړلو، د قربانیانو په ځای د مجرمینو په بندي کولو، او مستقلو څېړونکو ته د لاسرسي په محدودولو سره په ښکاره ډول نړیوال کنوانسیونونه تر پښو لاندې کړي دي.
هغه طالبانو ته چې دا ډول جرمونه ترسره کوي او همدارنګه د طالبانو مشرتابه ته باید وویل سي: آیا هېر کړي مو دي چې حضرت محمد مصطفی صلی اللهعلیهوسلم د مکې د فتحې پر مهال خپلو شل کلنو دښمنانو ته وویل: «لاړ شئ، تاسو آزاد یاست؟» آیا هېر کړي مو دي چې د امیرالمؤمنین علي علیهالسلام وصیت مالک اشتر ته دا وو: «د هغه وحشي ځناور په څېر مه اوسه چې د خلکو خوړل ځان ته غنیمت ګڼې؟»
تاسو چې وایاست «د تورنو کسانو ځورول منع دي»، نو ولې ظریفه یعقوبي او نور بندیان د شکنجې او جبري اعترافونو یادونه کوي؟ ولې یو تنکی هلک باید ستاسو په توقیفځای کې د ډلهییز تېري زغم وکړي؟ دا ستاسو عمل د الله غضب او د خلکو کرکه راپاروي.
که طالبان حتی نه سي کولای چې د جنسي تېري پر وړاندي د خپلو بندیانو څخه وکړي، نو څنګه د «اسلامي امنیت» دعوه کولای سي؟ د ريښتيني اسلام لوري ته د ستنېدو لاره د قربانیانو څخه بخښنه غوښتل، تېري کوونکو ته سزا ورکول او د عدالت د دروازو پرانیستل دي.
که طالبان رښتیا وایي چې د هغوی حکومت پر شریعت ولاړ دی، نو باید دا سپارښتنې عملي کړي:
د جنسي جرمونو لپاره ځانګړې محکمه د بېطرفه علماوو او قاضیانو تر څارنې لاندې جوړول: د «وَ إِذَا حَکَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ» (نساء، ۵۸) مطابق — کله چې د خلکو ترمنځ پرېکړه کوئ، په عدالت پرېکړه وکړئ. قربانیانو ته اجازه ورکړئ چې له وېرې او بیا ځلې زیان پرته شکایت وکړي.
هر هغه اعتراف چې د شکنجې تر فشار لاندې اخیستل سوی وي، په اسلام کې باطل ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو او خپلواکو اسلامي هېوادونو د څارنې منل: د بشري حقونو او انساني کرامت د مراعت د څرګندولو لپاره د زندانونو دروازې د بېپلوه بنسټونو پر مخ پرانیزئ. دا کمزوري نه ده، بلکې د یوه اسلامي حکومت د ځواک نښه ده، که حکومت مو اسلامي وي.
په مسجدونو او دیني مدرسو کې عامه پوهاوی: خپلو تر لاس لاندې کسانو ته د جنسي تاوتریخوالي په اړه د «لویې ګناه» او «له الله سره د جګړې» په توګه وینا وکړئ. د چوپتیا دود او د قرباني ملامتول د څرګندو او روښانو شرعي لارښوونو له لارې له منځه یوسئ.
ریچارد بنت ویلي چې یوازې د «ډېر جدي واقعیت یوه کوچنۍ برخه» ثبت سوې ده. هغه هلکان چې د جنسي تېري ښکار سوي او نن د طالبانو په توقیفځایونو کې چوپ پاتې دي، هماغه تنکي ځوانان دي چې سبا به یا د سخت شرم له امله ځان وژنه کوي، یا به په غوسهناک او غچ اخیستونکو کسانو بدل سي. طالبان د سیستماتیک جنسي تاوتریخوالي په وسیله نه یوازې اسلام بېعزته کوي، بلکې د ماشومانو داسې نسل روزي چې ژر یا وروسته به یې دا زخمونه وچوي او فریاد به پورته کړي.
خو دا ځل به دا فریاد نه یوازې له افغانستان څخه ، بلکې د بشریت له ویښ وجدان څخه پورته سي. طالبان باید پوه سي: هېڅ زندان، هېڅ ګواښ او هېڅ ټولنیز تور او بدنامي نسي کولای حقیقت د تل لپاره پټ وساتي. یوه ورځ به هغه قربانیان، هلکان او انجونې چې نن ستاسو د زندانونو په چوپتیا کې یې فریادونه نه اورېدل کېږي، د تاریخ په محکمه او د نړیوال جزایي عدالت په محکمه کې پر تاسو شاهدي ورکړي. او په هغه ورځ به حتی «ذبیحالله مجاهد» هم ونه سي ویلای چې «دا داسې نه وو». اسلام له تورو مخکې د انساني کرامت ډال دی. توره کېږدئ او ډال پورته کړئ؛ مخکې له دې چې ډېر ناوخته سي.




