د غدیر له جشن څخه تر اسلامي انقلابه پوری؛ د ولایت او عدالت تر سیوري لاندې د امت جوړونه

د غدیر له جشن څخه تر اسلامي انقلابه پوری؛ د ولایت او عدالت تر سیوري لاندې د امت جوړونه

لیکوال: م. کهریزنوې

د غدیرخم د جشن او د امام خمیني د رحلت ترمنځ څه اړیکه سته چې د ۱۴ جوزا نېټه یې د ایران په سیاسي-کلتوري تقویم کې په یوې استثنايي نقطې بدله کړې ده؟ دا لیکنه، د آیت‌الله امام خمیني د میراث په بیا لوستلو او د غدیر د سیاسي-ټولنیز پیغام په تشریح کولو سره ښايي چې اسلامي انقلاب یوازې یو سیاسي پېښه نه ده، بلکې د معاصرې زمانې په بڼه د «غدیر د امت جوړونې د پروژې بیا ژوندي کول» دي. د «ولایت‌محورۍ، عدالت‌غوښتنې، د زورواکي پر ضد مبارزې او مقاومت» یو ګډ روایت د دې دواړو مناسبتونو ګډ ټکی جوړوي.

ډېر داسې ورځې سته چې په تقویم کې هم خوشحالي او هم غم په ګډه ښايي؛ خو په معاصر ایران کې ۱۴ د جوزا بې‌ساری دی: له یوې خوا د هغه سړي د رحلت کلیزه ده چې د «ولایت فقیه» پر بنسټ یې سیاسي نظام طرحه او عملي کړ؛ او له بلې خوا د غدیرخم جشن دی چې په شیعه روایت کې د «ولایت‌محورۍ د عادلانه حکمراني د بشپړ سند» په توګه یادېږي. دا هم‌مهالي د دې بنسټیزې پوښتنې د تفکر فرصت برابروي: ایا اسلامي انقلاب یوازې یوه تاریخي پېښه وه، که د ملت-دولتونو په عصر کې د «غدیر د امت جوړونې نوی فصل»؟

په سیکولر مدرن لید کې، ملي هویت د جغرافیایي پولو او ژبې پر بنسټ جوړېږي. خو د غدیر په روایت کې، رسول الله (ص) په غدیرخم کې د علي (ع) په ټاکلو سره مسلمانانو ته اعلان کوي چې «امت» د قبیلې پر بنسټ نه، بلکې د «ولایت او عدالت» پر محور تعریفېږي. امام خمیني (رح) په خپل فکر او عمل کې دا منطق معاصر عصر ته راوړ: اسلامي انقلاب د شیعه او سني، فارس، کرد، ترک او عرب پولې د یوې ګډې سیاسي «امت» په چوکاټ کې سره ونښلول چې ګډ آرمان یې «نه شرقي، نه غربي» وو. د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جوزا په ورځپاڼه «اطلاعات» کې خپاره سوي شننې ښايي چې د انقلاب لومړني شعارونه د «استقلال، آزادي، اسلامي جمهوریت» څخه ژر تر ژره د «د بې وزلو وګړو لپاره عدالت» ته بدل سول؛ چې دقیقاً هماغه خبرې اترې دی چې غدیر یې « د وګړو پر بنسټ د الهی خلافت نظام» بولي. امام خمیني د غدیر د میراث په توګه د «جمعې» او «جمعې لمونځ» بنسټونه بیا راژوندي کړل او د امت جوړونې بهیر یې له مسجد څخه تر سیاست او ټولنې وغځاوه.

د غدیر په شننې کې یوه عامه تېروتنه دا ده چې هغه یوازې د خلافت د پېښې په توګه محدود وبلل سي. خو د غدیر د خطبې متن د «اقتصادي عدالت» له ټینګارونو ډک دی. رسول الله (ص) په دې خطبه کې علي (ع) د فقیرانو ملاتړی او د ظالمانو مخالف معرفي کوي. آیت‌الله امام خمیني په ۱۳۶۰ لسیزه کې د «قصاص» او «بیت‌المال» قوانینو تصویب او همدارنګه د «محرومانو د آبادۍ» شعار له لارې همدې غديري اړخ ته اشاره وکړه.

د امام خمیني د وصیت‌نامې بیا لوستل ښايي چې هغه غدیر یوازې یو کلامي پېښه نه، بلکې د عادلانه حکمرانۍ یو منشور باله. له همدې امله د شاهنشاهي نظام په اړه د هغه یوه اړینه نیوکه د طبقاتي نابرابرۍ او د بیت‌المال لوټ وو.

دلته یوه اخلاقي-فلسفي پوښتنه راپورته کېږي: آیا ولایت‌محوري له دموکراسۍ سره سمون لري؟ د امام خمیني په اند، ولایت فقیه د دیکتاتورۍ په معنا نه، بلکې «د عدالت د تطبیق لپاره د وګړو تر څارنې لاندې الهي امانت» دی. غدیر هم په تاریخي شننه کې د علي (ع) د بیعت شرط د وګړو له خوا د مشروعیت یوه برخه ګڼي؛ یعنې یوازې «الهي ټاکنه» کافي نه ده، بلکې «د وګړو منل» هم اړین دي.

امام خمیني د «ریفرنډم» او «خبرګان مجلس» د بنسټونو له لارې د غدیر دغه ډیموکراتیک اړخ معاصر کړ. همدارنګه د « زورواکي پر ضد مبارزې» په محور کې: د غدیر په خطبه کې د ولایت دښمنان زورواک او ظالمان بلل سوي چې د بې‌وزلو حقونه تیرې اخلي. امام خمیني دغه مفهوم د امریکا، پخواني شوروي اتحاد او نړیوال صهیونیزم ته وغځاوه. په ایران کې د «مرګ پر امریکا» شعار یوازې یو احساساتي شعار نه دی، بلکې د غدیر د ژبې بیا تولید دی چې د زمانې د قارونانو پر ضد کارول کېږي.

د امام خمیني رول د غدیر د سیاسي نظام په بیا ژوندي کولو کې

امام خمیني په نجف، پاریس او قم کې غدیر له یوه شعائري باور څخه یو عملي سیاسي نظام ته واړاوه. هغه د «مطلق ولایت فقیه» نظریې له لارې د ولی صلاحیتونه د عدالت د تطبیق او د ظلم د مخنیوي لپاره پراخ کړل.

د فلسفي لید له مخې، امام خمیني څرګنده کړه چې غدیر د اسلامي تمدن د عادلانه ټولنیز قرارداد پیل دی: وګړي له خدای، رسول او بیا امام سره د عدالت د تضمین لپاره بیعت کوي. هغه همدارنګه د « بې وزلو دولت» په جوړولو سره د غدیر پیغام د اشرافیت ضد سیاست ته واړاوه.

د غدیر او د امام خمیني د رحلت هم‌مهالي یو څرګند پیغام لري: د ولایت، عدالت او د زورواکي پر ضد د مبارزې پر بنسټ د امت جوړونې پروژه هېڅکله نه ختمېږي.


۱۴ د جوزا موږ ته یادونه کوي چې د یوې ورځې جشن یوازې په خوشحالۍ کې نه، بلکې د هغې پېښې د پیغام د بیا رغونې په ژمنه کې نغښتی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x