د افغانستان ښځې د مصلحت‌غوښتنې او د نړیوالې ټولنې د چوپتیا قرباني دي

ملاله یوسفزۍ، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د انجونو د زده‌کړې د حق لپاره د نړیوالې مبارزې نښه، د نړۍ د مشرانو د بې‌عملۍ څخه په سختو نیوکو سره خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو او انجونو د حقونو د پراخه نقض په وړاندې د چوپتیا او بې‌پروايۍ ښکار سوې ده. هغې په بریتانیا کې له «آبزرور» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د بشري حقونو د نقض د عاملانو د حساب‌ورکولو لپاره د جدي میکانیزمونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته رسېدل د افغان ښځو او انجونو راتلونکی سخت ګواښلی او د تېرو دوو لسیزو ډېری لاسته راوړنې یې له منځه وړي دي.
ملاله یوسف‌زی خواستار ایستادگی رهبران مسلمان در برابر طالبان شد

ملاله یوسفزۍ، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د انجونو د زده‌کړې د حق لپاره د نړیوالې مبارزې نښه، د نړۍ د مشرانو د بې‌عملۍ څخه په سختو نیوکو سره خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو او انجونو د حقونو د پراخه نقض په وړاندې د چوپتیا او بې‌پروايۍ ښکار سوې ده. هغې په بریتانیا کې له «آبزرور» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د بشري حقونو د نقض د عاملانو د حساب‌ورکولو لپاره د جدي میکانیزمونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته رسېدل د افغان ښځو او انجونو راتلونکی سخت ګواښلی او د تېرو دوو لسیزو ډېری لاسته راوړنې یې له منځه وړي دي.

یوسفزۍ د ښځو د منځني او لوړو زده‌کړو له حق څخه د محرومیت او د ډېرو کاري فرصتونو د بندېدو په اړه په اشارې سره دا وضعیت نه یوازې یوه داخلي یا فرهنګي مسئله بللې، بلکې د بشري حقونو نړیوال بحران یې ګڼلی او خبرداری یې ورکړی چې که نړۍ د افغان انجونو لپاره څه ونه کړي، دا به د نړۍ د ټولو انجونو لپاره خطرناک پیغام ولېږدوي. هغې همداراز هیله نه د بهر څخه د یوې ډالۍ په توګه، بلکې د افغان ښځو د مبارزې له امله د شعوري انتخاب او پایلې په توګه تعریف کړې ده.

د ملالې یوسفزۍ خبرې یوازې د انساني همدردۍ له یوې اعلامیې څخه پورته دي او د اخلاقی بحران او د بشري حقونو د خبرو اترو او سیاسي واقعیتونو ترمنځ د واټن ژور اړخونه څرګندوي. د دې وضعیت شننه د څو مهمو محورونو څېړنه غواړي.

یو له مهمو ټکو څخه د بشري حقونو په خبرو اترو کې د «ملاتړکوونکي» رول څخه د «مخنیوي کوونکي» رول ته بدلون دی. یوسفزۍ په سمه توګه ټینګار کوي چې د نړیوالې ټولنې چوپتیا خپله د موجود وضعیت یو ډول ملاتړ دی. په نړیوالو اړیکو کې، کله چې د بشري حقونو پراخ نقض رامنځته کېږي او هېڅ اقدام نه کېږي، دا د ضمني تایید یا لږ تر لږه د بې‌پامي معنا لري. کله چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره لازم میکانیزمونه فعال نه کړي، عملاً یې د بشري حقونو په برخه کې خپل اعتبار زیانمن کړی دی. دا ناکامي د نړیوالو بنسټونو او قوانینو پر وړاندې د وګړو باور کموي او زورواکو قدرتونو ته دا پیغام ورکوي چې کولای سي د نړیوالو پایلو له وېرې پرته د وګړو پر لویو برخو مطلق واک عملي کړي.

د «داخلي مسئلې» وهم او د بشري حقونو په بیه د ملي حاکمیت دفاع یوه بله ننګونه ده. له هغو دلایلو څخه یو چې لوېدیځ او سیمه‌ییز هېوادونه یې د بې‌طرفۍ یا د مذاکرې پر محور ولاړو سیاستونو ته هڅولي، د داخلي چارو په اړه د نه مداخلې اصل ته استناد دی. یوسفزۍ دا استدلال ردوي ؛ ځکه بشري حقونه، په ځانګړي ډول د زده‌کړې او کار حق، پولې نه پېژني. کله چې یو حکومت د ښځو له سخت تعلیمي او اقتصادي سانسور سره مخ وي، دا نور یوازې یو محلي فرهنګي انتخاب نه دی، بلکې د یوې نیمې ټولنې پر وړاندې یو جرم دی چې پایلې یې سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ګواښي. د افغانستان اقتصاد چې خپله نیمه کاري قوه یې له لاسه ورکړې ده، په طبیعي ډول انزوا او ټیټ والی ته ځي، چې دا هم د سیمه‌ییز ثبات سره په ټکر کې دی.

دیپلوماتیک کړکېچ او د «عملي سیاستونو» انساني تاوانونه هم د پام وړ دي. نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول متحده ایالات او اروپایي اتحادیه، په یوه تناقض کې راګیره سوې ده: له یوې خوا غواړي د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي او له بلې خوا د طالبانو د پیاوړتیا یا د ترهګرۍ لپاره د پناه‌ځای د رامنځته کېدو د وېرې له امله مصلحت‌محوره سیاستونو ته مخه کوي. د دې دوه‌ګوني سیاست پایله اخلاقي بې‌وسلې کېدل دي. یوسفزۍ د «حساب‌ورکونې سیستمونو» د غوښتنې له لارې په حقیقت کې د هغو مستقیمو قوماندانانو پر وړاندې د هدفمند فشار اړتیا ته اشاره کوي چې د بشري حقونو د سرغړونو مسوول دي. تر هغه چې د طالبانو مشران دا احساس ونه کړي چې د ښځو د حقونو سرغړونه ورته شخصي او سیاسي تاوان لري، د فشار له لارې د چلند بدلون ناشونی دی.

په پای کې، هیله د یو مقاومت د عمل په توګه، نه یوازې د احساس په توګه، یو قوي پیغام لري. یوسفزۍ د هیلو نوې تعریف وړاندې کوي؛ هیله نه یوازې یو احساس دی او نه د لوېدیځو دولتونو ډالۍ، بلکې شعوري انتخاب او یو ډول وسله ده. دا لید ، ښځینه فعالانې په افغانستان کې له غیر فعاله قربانیانو څخه فعالو مبارزینو ته بدلوي چې سره له خطرونو د پټو ښوونیزو شبکو ساتنه کوي. دا پیغام د افغان انجونو لپاره حیاتي دی: هغوی یوازې نه دي او مبارزه یې، که څه هم نه ښکاري، ارزښتمنه او مؤثره ده.

د ملالې یوسفزۍ خبرې نړۍ ته یو خبرداری دی چې که د ښځو حقونه په افغانستان کې د سیاسي لوبو او امنیتي مصلحتونو قرباني سي، د نړیوالو بشري حقونو اخلاقي بنسټونه به ولړزېږي. حل لاره نه په سپکاوي کوونکي چوپتیا کې ده، نه په لوړ لګښت لرونکي نظامي مداخلاتو کې، بلکې په هوښیار دیپلوماتیک فشارونو رامنځته کولو، د پټو تعلیمي شبکو په ملاتړ، او د هر ډول عادي کېدو د اړیکو په درولو کې ده له داسې حکومته سره چې ښځې له ټولنې څخه شړي. تر هغه چې افغان انجونې په ازاد ډول ښوونځي ته د تګ توان ونه لري، نړۍ به د عدالت او برابرۍ خپله ژمنه نه وي ادا کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x