د ماشوم نړیواله ورځ؛ هېر سوی شریعت او سوځېدلی نسل

د فقر طوفان او تریخ سهار؛ د کابل ماشومان نه «نړیواله ورځ» پېژني او نه « الهي رحمت» ویني
سازمان ملل: ۱.۷ میلیون کودک افغان در خطر مرگ قرار دارند

لیکوال: ز. نظري

د جون میاشتې په لومړۍ ورځ نړۍ د «ماشوم د نړیوالې ورځې» هرکلی کوي؛ خو د افغانستان په پلازمېنه کې ماشومان په سختۍ سره د دې ورځې معنا درک کوي، ځکه هغوی د ښار په واټونو کې په کار بوخت دي.

ماشومان د یوې ټولنې د روغتیا یا سقوط بشپړ انځور وړاندې کوي. که څه هم ملګرو ملتونو د جون لومړۍ ورځ د «ماشومانو د ملاتړ» د ورځې په نوم نومولې ده، خو په افغانستان کې هره ورځ د میلیونونو ماشومانو لپاره د «بقا لپاره د مبارزې» ورځ ده.

تریخ حقیقت دا دی چې د افغانستان ماشومانو نه د «جمهوریت» په نوم دور کې او نه اوس چې د «اسلامي امارت» له واکمنۍ څخه پنځه کاله تېر سوي دي، د ماشومتوب خوږ خوند نه دی څکلی. خو بنسټیز توپیر دا دی چې په پخواني دوره کې فقر د ماشوم تر ټولو لوی دښمن وو، خو اوس له فقر سره سره، یو فکري او ایدئولوژیک نظام هم پر هېواد واکمن دی چې د اقتصادي بې‌عدالتۍ له کچې هاخوا تللی او د زده‌کړې سیستماتیک محرومیت (په ځانګړي ډول د انجونو لپاره) او اجباري ماشوم کارې یې بنسټیز کړی ده. دا یو تاریخي او اخلاقي شاتګ دی چې ژورې څېړنې ته اړتیا لري.

موږ نه غواړو له تېر څخه « د هیلو ښار» جوړ کړو. د جمهوریت په دوران کې هم جوړښتي فقر او دوامداره د پلان نشتوالي ماشومان کوڅو ته راایستلي وو. د نړیوالو ادارو شمېرې تل ښودلې چې افغانستان د ماشوم د ودې لپاره د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ځایونو څخه وو. خو هغه څه چې په وروستیو پنځو کلونو کې سوي، د «ویرې سیستماتیک کېدل» دي.

خبر وایي چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۴۰ زره «قضیو» د رسېدنې خبر ورکړی دی. دا شمېر په لومړي نظر کې ښايي هیله‌بښونکی ښکاره سي، خو پوښتنه دا ده: ایا له «اسلامي نظام» د راتګ سره د فقر او بې‌سرپرستۍ جرړې له منځه وړل هدف نه وې؟ ولې تر پنځو کلونو وروسته لا هم له «ایستل سویو ماشومانو» او «نیول سویو ماشومانو» سره مخ یو؟ له بده مرغه د طالبانو د «حمایت» درک تر ډېره یوازې تر «روزنتونونو» او فزیکي ساتنې پوری محدود دی، حال دا چې دوی د انزواپالونکو تګلارو له لارې د کورنیو ویجاړ اقتصادي وضعیت لا خراب کړی دی. نړیوال بندیزونه چې د طالبانو د سیاسي او امنیتي تګلارو له امله رامنځته سوي، په مستقیمه توګه د کورنیو دسترخوان یې لا تش کړی او په پایله کې ماشومان د نفقې لپاره له ښوونځي پرېښودو او سختو کارونو ته اړ سوی دی. د ماشومانو وضعیت نه یوازې ښه سوی نه دی، بلکې د محرومیت یو شرعي او سیاسي بُعد هم ورزیات سوی دی.

کله چې له رسنیو اورو چې لس کلن ماشوم د فقر له امله ښوونځی پرېښی او د کابل په واټونو کې هګۍ پلوري، او اووه کلن ماشوم ښوونځي ته نه دی تللی او د کثافاتو په سطلونو کې د خوراک په لټه کې دی، دا د ماشومانو د حقونو ښکاره نقض دی. د کار وزارت د ماشومانو د درنو کارونو د مخنیوي ژمنه کوي، خو دا ژمنه د «معیشتي اړتیا» په وړاندې بې‌ځوابه پاتې کېږي.

د افغانستان په دودیزو ټولنو کې ماشوم د «حرامې نفقې» یا سخت کار څخه خوندي ګڼل کېده، خو اوسنی حاکمیت د نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله نسي کولای د پلار لپاره د کار زمینه برابره کړي. له بلې خوا د «جهاد» او «امر بالمعروف» سخت او قبیلوي تفسیر د هېواد ټوله بودیجه پر نظامي امنیت او فکري فشار لګوي، نه پر اقتصادي پیاوړتیا. پایله دا کېږي چې بې‌کاره پلار د خپل ماشوم کوڅې ته لېږل یوازینۍ حل لاره ګڼي. دلته یوازې ماشوم نه، بلکې د انساني کرامت مفهوم هم د یوه ناکاره ایدئولوژیک نظام قرباني کېږي.

دلته تر ټولو حساس ټکی دا دی چې طالبان ځان د «شریعت» بیرغ‌وال ګڼي، خو په عمل کې د اسلام له رحماني تعلیماتو څخه په ښکاره ډول لیرې سوي دي. اسلام د ماشوم کار د عاید سرچینه نه، بلکې د ژوند د زده‌کړې او مهارت د تمرین په توګه تعریفوي، نه د استثمار په توګه.

په معتبره فقهي او حدیثي سرچینو کې د ماشوم او حاکمیت متقابل حقوق په ښکاره ډول بیان سوي، چې طالبان یې په څرګند ډول نقض کوي.

قرآن کریم د اسراء سورت په ۳۱ آیت کې د فقر له وېرې د ماشومانو د وژلو او زیان رسولو څخه منع کړې ده: «وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ»، یعنې: د فقر له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ هغوی او تاسو ته روزي درکوو.

د ماشومانو اوسنی جبري کار د ماشوم د روح او بدن د تدریجي وژنې یو ډول دی . الله تعالی په ښکاره فرمایلي چې روزي ورکوونکی دی، نه دا چې ماشوم باید د نفقې لپاره په کوڅو کې وګرځي. طالبان چې د الهي حدودو د تطبیق دعوه لري، ولې دا آیت د بودیجې په وېش او د کار د زمینې په برابرولو کې نه عملي کوي؟


حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم په یو حدیث کې د اولاد حقوق داسې بیان کړي: «د اولاد حق پر پلار دا دی چې ښه نوم ورته کېږدي، ښه روزنه ورکړي او لیکل (علم او پوهه) ور وښايي.»

نن طالبانو له شپږم ټولګي پورته د انجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي. دا عمل نه یوازې د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دی، بلکې د نبوي تعلیماتو د «تعلیم الکتابت» له صریح امر سره هم په ټکر کې دی.

رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د حلال رزق په اړه هم ټینګار کړی چې ماشوم ته یوازې پاک او حلال خوراک ورکړل سي. هغه ماشوم چې د ښار په څلورلارو کې د خاورې او لوګي تر منځ د کثافاتو په سطلونو کې د خوراک په لټه کې وي، د «طیب» او «حلال» رزق له نعمته محروم دی. طالبان مسوولیت لري چې د خوړو خوندیتوب تأمین کړي، نه دا چې د بې‌ځایه اقتصادي شخړو له لارې ټولنه د شکمن مصرف پر لور ورټېل وهي.

د ماشوم نړیواله ورځ سږ کال په افغانستان کې د شرم ورځ ده؛ دا زموږ لپاره د شرم خبره ده چې د «خلافت» د مدعیانو د تورو تر سیوري لاندې د بې‌سرپرستو او بې‌وزلو ماشومانو د مظلومیت چیغې اورو، خو یوازې په څو محدودو روزنتونونو ځان خوشحالوو.

هغه ټولنه چې «د ماشوم ورځ» یوازې د کار وزارت په عمومي ژمنو او د ځینو چارواکو په تشریفاتي موسکاوو پورې محدوده کوي، نه یوازې له بشري تمدن، بلکې له خپل اسلامي جوهر څخه هم خالي سوې ده. تر هغه چې طالبان واک د «غنیمت» په توګه ګڼي، نه د «الهي امانت» په توګه؛ تر هغه چې د هېواد بودجه د بې‌سرپرستو کورنیو لپاره د ښوونځیو او روزنیزو مرکزونو د جوړولو پر ځای د سخت‌دریځو نظامي ځواکونو پر پیاوړتیا لګېږي؛ او تر هغه چې د دوی د «الله اکبر» ناره د کابل په څلورلارو کې د وږو ماشومانو له ژړا سره یوځای کېږي، «اسلامي امارت» به د یوه دیني حکومت پر ځای د «امت» د راتلونکي پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ وي.

موږ له اوسني حاکمیت څخه نه غواړو چې د ملګرو ملتونو د ماشوم د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړي؛ ځکه هغوی پرې باور نه لري. موږ ترې غواړو چې د «میزان الحکمه» او «نهج البلاغه» کتابونه ولولي او وګوري چې امیرالمؤمنین علي (ع) د ماشوم د روزنې او درناوي په اړه څه ویلي دي. همدارنګه قرآن کریم دې له تفسیر سره ولولي، هغه کتاب چې د مسلمانانو په توګه پرې ویاړي. که د هوساینې د رامنځته کولو توان نه لري، لږ تر لږه دې د زیان رسولو مخه ونیسي. د انجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو د دې هېواد انجونې د سبا ورځې بې‌سواده میندې نه سي، بلکې یوه ورځ د دې خاورې د راتلونکو پلرونو ښوونکې سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x