د افغانستان ښځې؛ د ځواک او چوپتیا قربانیانې

د افغانستان ښځې؛ له ناویلو ټپونو څخه تر عدالت ته د هیلو پورې، هغه مهال چې د ښځې د کرامت دفاع په ملي او انساني مسئولیت بدلېږي
د افغانستان ښځې؛ د ځواک او چوپتیا قربانیانې

لیکوال : ز. نظري

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او یوناما وروستی راپور، چې د طالبانو د ځواکونو او چارواکو له لوري د افغانستان د ښځو او انجونو پر وړاندې د جنسي تېري، منظم تاوتریخوالي، جبري ودونو، جبري بربنډولو او شکنجې د پېښو د مستندولو په اړه چمتو سوی، یوازې د بشري حقونو یو راپور نه دی؛ بلکې د اخلاقي زوال، د عدالت د ړنګېدو او د واک د توجیه لپاره د دین د ناوړه کارونې یو لړزوونکی سند دی. که دغه راپورونه آن د افغانستان د اوسني واقعیت یوه برخه هم انځور کړي، نو د افغانستان ټولنه د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو څخه له یوه سره مخامخ ده. دغه وضعیت نه یوازې د بشري حقونو له لیدلوري، بلکې د قرآن کریم، نبوي سنتو او اسلامي ارزښتونو له مخې هم یو څرګند او نه‌بښل کېدونکی جنایت ګڼل کېږي. د دغو ناورینونو پر وړاندې چوپتیا له ظلم سره شراکت دی او د علماوو، روڼ‌ فکرو او ویښو وجدانونو تاریخي مسئولیت تر بل هر وخت دروندوي.

افغانستان د تېرو لسیزو په اوږدو کې جګړه، اشغال، ترهګري، بېوزلي او بې‌ثباتي تجربه کړې ده؛ خو هغه څه چې نن د دې خاورې پر ښځو تېرېږي، یوازې یوه سیاسي یا ټولنیزه کړکېچنه مسئله نه ده، بلکې یو انساني او اخلاقي ناورین دي.

د ملګرو ملتونو وروستی راپور، چې د افغانستان د ښځو او انجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ګڼې پېښې د طالبانو ځواکونو او چارواکو ته منسوبوي، د هغه واقعیت پرده پورته کوي چې قربانیانو یې کلونه کلونه له وېرې، چوپتیا او ټولنیز شرم سره ژوند کړی دی.

کله چې یو حکومت، چې ځان ته «اسلامي امارت» وایي، په جنسي تېري، شکنجه، جبري ودونو او د ښځو په سپکاوي تورن سي، نو لویه پوښتنه دا ده چې دغه کړنې له اسلام سره څه تړاو لري؟ آیا جنایت د شریعت تر پوښښ لاندې پټېدلی سي؟ آیا د داسې ناورینونو پر وړاندې چوپتیا له دین، انسانیت او افغانستان سره خیانت نه دی؟

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او یوناما راپور په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۵ ښځو او ۶ انجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۱ مستندو پېښو یادونه کوي. په دغه راپور کې د فردي جنسي تېري، ډله‌ییز جنسي تېري، جبري ودونو، جبري بربنډولو، شکنجې او په توقیف‌ځایونو کې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یادونه سوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول تورونه مطرح کېږي. په تېرو کلونو کې هم نړیوالو رسنیو، د بشري حقونو بنسټونو او یو شمېر قربانیانو ورته روایتونه وړاندې کړي دي.

که څه هم طالبان معمولاً دا ډول راپورونه ردوي، خو د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو له لوري د دغو تورونو پرله‌پسې تکرار د خپلواکو، رڼو او بې‌پرې څېړنو اړتیا تر بل هر وخت ډېره څرګندوي.

هغه څه چې دا مسئله لا ډېره وېروونکې کوي، په افغانستان کې د خپلواک قضایي نظام نشتوالی، د ازادو رسنیو نشتون او د وېرې او ځپنې پراخ چاپېریال دی؛ هغه چاپېریال چې ډېر قربانیان یې له عدالت‌غوښتنې محروم کړي دي.

سپېڅلي اسلام د خپل راڅرګندېدو له لومړۍ ورځې د ښځې کرامت راژوندی کړ او د انسان پر حیثیت، عزت او جسمي بشپړتیا هر ډول تېری یې حرام وباله.

الله تعالی د اسراء سورت په ۷۰ آیت کې فرمایي:
«وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ»
یعنې: او بې‌شکه موږ د آدم اولاد ته کرامت ورکړی دی.

که د انسان کرامت یو قرآني اصل وي، نو جنسي تېری له دې کرامت څخه پرته بل څه نه دي، مګر تر پښو لاندې کول یې!

الله تعالی د نحل سورت په ۹۰ آیت کې هم فرمایي:
«إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ.»
یعنې: بې‌شکه الله تعالی په عدالت او نېکۍ امر کوي.

د دې آیت په کومه برخه کې د ښځو شکنجه، د هغوی سپکاوی یا له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه ځای لري؟

د اسلام ستر پیغمبر ﷺ د حجة الوداع په تاریخي خطبه کې وفرمایل:
«ستاسې وینې، مالونه او عزتونه پر یو بل حرام دي.»

د ښځو عزت او حیثیت هم د همدې چوکاټ برخه ده. له همدې امله، که هر فرد، ډله یا حکومت د جنسي تېري، جنسي ځورونې، شکنجې یا د ښځو د سپکاوي مرتکب سي، نو نه یوازې یې یو انساني جرم ترسره کړی، بلکې په ښکاره یې د اسلام له لارښوونو سره مخالفت کړی دی.

سپېڅلی اسلام وایي: «هیڅ انسان حق نه لري پر بل انسان ظلم وکړي.» خو راپورونه په توقیف‌ځایونو کې د ښځو د شکنجې یادونه کوي.
اسلام وایي: «ښځه انساني کرامت او حرمت لري.» خو راپورونه د ښځو د جبري بربنډولو او سپکاوي کیسې بیانوي.
اسلام وایي: «واده باید د دواړو لورو پر رضایت ولاړ وي.» خو راپورونه د جبري ودونو خبر ورکوي.
اسلام وایي: «عدالت او انصاف د حکومت بنسټ دی.» خو د افغانستان ښځې آن د عدالت‌غوښتنې له تر ټولو لومړنیو امکاناتو هم محرومې دي.


که دا راپورونه رښتیا وي، نو د دغو کړنو لپاره هېڅ شرعي، فقهي او اخلاقي توجیه نه سته او هر رښتینی دیني عالم مکلف دی چې هغه وغندي.

د دغه وضعیت پر وړاندې، یو له تر ټولو دردناکو مسئلو څخه د اسلامي نړۍ د علماوو د یوې لویې برخې چوپتیا ده. ډېری عالمان (په ځانګړي ډول د اهل سنتو علما) په بېلابېلو هېوادونو کې د فقهي کوچنیو مسئلو په اړه ساعتونه ساعتونه خبرې کوي، خو د افغانستان د میلیونونو ښځو د کړاوونو پر وړاندې چوپ پاتې دي. دغه چوپتیا جدي پوښتنې راولاړوي.

قرآن کریم د بقرې سورت په ۲۸۳ آیت کې فرمایي:

«وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ»

یعنې: شاهدي مه پټوئ.

همدارنګه رسول اکرم ﷺ فرمایلي دي:

«تر ټولو غوره جهاد د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبرې کول دي.»

که نن علما د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې سي، نو سبا به څنګه د اسلام او عدالت د دفاع ادعا وکړي؟

د ظلم پر وړاندې چوپتیا بې‌طرفې نه ده؛ بلکې د ظلم له دوام سره غیرمستقیمه مرسته ده.

په داسې شرایطو کې د قلم خاوندانو فرهنګي او انساني رسالت تر هر وخت دروند سوی دی.

لیکوالان، خبریالان، د پوهنتون استادان، شاعران او روڼ‌ فکره کسان باید د افغانستان د چوپ کړل سویو ښځو غږ وي. فرهنګ هغه وخت ژوندی پاتې کېږي چې د ظلم پر وړاندې ودرېږي. هغه قلم چې د واک له وېرې چوپ سي، خپل تاریخي رسالت له لاسه ورکوي.

نن د افغانستان د ښځو دفاع یوازې د یوه جنسیت دفاع نه ده؛ بلکې د انسانیت، اخلاقو، دین او د افغانستان د راتلونکي دفاع ده.

که طالبان رښتیا هم ځان اسلامي حکومت ګڼي، باید پوه سي چې مشروعیت یوازې د ځواک له لارې نه ترلاسه کېږي. مشروعیت له عدالت، اخلاقو، د انسان د کرامت له درناوي او خلکو ته له ځواب ویلو څخه سرچینه اخلي، او هېڅ حکومت د وېرې پر بنسټ تلپاتې نه دی پاتې سوی.

هېڅ ځواک د ویښو وجدانونو په ځپلو تلپاتې سوی نه دی.

که د طالبانو د مشرانو ترمنځ د دین او د افغانستان د راتلونکي لپاره کومه اندېښنه شتون ولري، نو باید سمدستي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې بڼې ودروي، د خپلواکو څېړنو لاره پرانېزي، د هر ډول جنسي تېري او شکنجې عاملان محاکمه کړي، د ښځو بنسټیز حقونه په رسمیت وپېژني او د ښځو د زده‌کړې، کار او ټولنیز ګډون زمینه برابره کړي.

دا نه د لوېدیځ غوښتنه ده او نه د ملګرو ملتونو؛ بلکې د اسلام، انسانیت او بشري وجدان غوښتنه ده.

تاریخ به یوه ورځ د ټولو په اړه قضاوت وکړي؛ د ظلم د عاملانو په اړه، د چوپ پاتې سویو په اړه، او د هغو کسانو په اړه چې د تر ټولو تورو ورځو پر مهال یې د حقیقت او عدالت ملاتړ کړی وو.

افغانستان عدالت ته اړتیا لري، نه غچ اخیستنې ته؛ انساني کرامت ته اړتیا لري، نه سپکاوي ته؛ او هغه اسلام ته اړتیا لري چې پیغام یې رحمت، عدالت او انسانیت وي، نه وېره، تاوتریخوالی او چوپتیا.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x