لیکوال: م. کهریزنوی
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي؛ خو دې حکومت د ادارو د جوړولو او د وګړو د شپېته سلنې لوږې او بېوزلۍ د له منځه وړلو پر ځای، د قومي او قبیلوي تصفیې درې پړاوونه بشپړ کړي دي: لومړی پړاو له دولتي ادارو څخه د غیرپښتنو ایستل، دویم پړاو د غیرطالب پښتنو لیرې کول، او درېیم پړاو «نورزي کول» دی؛ یعنې د هبتالله اخندزاده د خپلوانو او همقبیله کسانو ګومارل په ټولو مهمو څوکيو کې. اوس د کندهار او پکتیاوالو ترمنځ واټن تر بل هر وخت ژور سوی او طالبان د قبیلوي انحصار او د حقاني ډلې او د ملا عمر د کورنۍ د کمزوري کولو له لارې ځان د نه منونکې ړنګېدو پر لور بیايي.
پنځه کاله وړاندې طالبان د «ټولګډونه اسلامي حکومت» تر شعار لاندې کابل ته ننوتل. خو د نن ورځې تریخ حقیقت له نرم اداري نسلوژنې، قومي او قبیلوي تبعیض، او د «نورزي» په نوم د یوې کوچنۍ پښتنې قبیلې په تړلې کړۍ کې د واک له انحصار پرته بل څه نه دي. د طالبانو له باوري داخلي سرچینو څخه ګڼ راپورونه ښايي چې د دې ډلې په رهبرۍ کې ناخوښي خپل اوج ته رسېدلې ده. هغه څه چې نن د حکومت «نورزي کول» بلل کېږي، په حقیقت کې د هغه درې پړاویز بهیر وروستۍ نقطه ده چې د واک د نیولو له لومړۍ ورځې پیل سوی وو.
لومړی پړاو: له دولتي ادارو څخه د غیرپښتنو تصفیه
د طالبانو له واکمنېدو سره سم، لومړنی هدف له ادارو څخه د غیرپښتنو کارکوونکو ایستل وو. سلګونه مسلکي کارکوونکي چې کله ناکله یې له دوو لسیزو ډېره کاري تجربه لرله، پرته له دې چې د دفاع فرصت ورکړل سي، له دندو وشړل سول. په ډېرو وزارتونو او ولایتونو کې د هغوی پر ځای پښتانه او آن بې له کوچنۍ وړتیا لرونکي کسان وګومارل سول. په هغو مواردو کې چې د طالبانو له منځه متخصص کس موجود نه وو، یو غیرطالب متخصص به یې د «مرستیال» په توګه ساته، او کله چې به یې خپل کس لږ کار زده کړ، هماغه متخصص به یې له دندې ګوښه کاوه. دغه کړنلاره وروسته په یوه منظم اداري نمونې بدله سوه.
دویم پړاو: د غیرطالب پښتنو لیرې کول
شاوخوا یو کال وروسته، وار هغو پښتنو ته ورسېد چې طالبان نه وو. ډېرو دغو لوستو پښتنو کارکوونکو ته یا معاشونه تر یوې برخې راکم سول او یا هم د بېبنسټه تورونو پر اساس له دندو ګوښه کړل سول. نوره «وړتیا» معیار نه وه، بلکې «رهبرۍ ته بشپړه وفاداري» او «د طالبانو د قبیلوي او ګوندي شبکې غړیتوب» معیار وو. په همدې ډول، آن ملتپال او غیرطالب پښتانه هم له اداري بهیر څخه وایستل سول.
درېیم پړاو: نورزي کول؛ په یوې قبیلې کې انحصار
او اوس د باخبره سرچینو په وینا، د طالبانو په رهبرۍ کې د هبتالله اخندزاده د قومي ګومارنو له امله ناخوښي زیاته سوې ده. هبتالله هڅه کړې چې خپل نږدې کسان د طالبانو د ادارې په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړي؛ هغه اقدام چې طالب چارواکي یې د حکومت «نورزي کول» بولي. د دغو سرچینو په وینا، دغه ناخوښۍ تر ډېره د «واک د انحصار په یوې محدودې کړۍ کې» او «د قبیلوي اړیکو پر بنسټ د ګومارنو» له امله زیاتې سوې دي.
د طالبانو یوې باخبره سرچینې افشا کړې چې: «څنګه کېدای سي له داسې جوړښت څخه د دوام تمه وسي، په داسې حال کې چې ۱۴ والیان او د کابینې څلور وزیران یوازې د یوې ځانګړې قبیلې وي؟» د نورزي څېرو له ډلې څخه د طالبانو مشر ملا هبتالله، د مخابراتو وزیر عبدالاحد فضلي، د عامه ګټو وزیر محمد عیسی اخند، سید برات شاه آغا ندیم، حمیدالله اخندزاده، د کندهار والي ملا شیرین، د بلخ والي یوسف وفا او نور یاد سوي دي. دغو اقداماتو د هبتالله په مشرۍ د کندهار د کړۍ او د سراجالدین حقاني او محمد یعقوب په مشرۍ د کابل یا پکتیاوالو ډلې ترمنځ واټن لا ژور کړی دی. د ملا عمر د کورنۍ او حقاني شبکې رول په سخت ډول کمزوری سوی دی.
په ښاري ترانسپورټ کې د فساد او انحصار پراخېدل
په همدې حال کې، طالبانو په کابل او نورو ښارونو کې د کرښهيي ټکسيګانو او تونس موټرو هغه چلوونکي چې کلونه یې په ښاري لارو کې کار کړي ، له کاره منع کړي او په زور یې د خپلو همقبیله کسانو موټرچلوونکي پر ځای ګومارلي دي. دغه اقدام یوازې د اقتصادي اړتیا له امله نه، بلکې د وګړو د عایداتو د کنټرول او د هغه د خپلې قبیلوي کړۍ پر لور د اړولو لپاره ترسره کېږي. البته طالبان لا هم په ټولو لارو کې نه دي بریالي سوي، خو د قبیلوي زورواکۍ بڼه یې روښانه ده.
عادله هاشمی:
د انجونو د زدهکړې په برخه کې د طالبانو دوهګونی سیاست دا دی چې له یوې خوا دولتي لېسې تړل سوي دي او له بلې خوا د دیني مدرسو په نامه ځینې شخصي لېسې بیا پرانستل کېږي. طالبانو د انجونو ټول منځني ښوونځي (له شپږم ټولګي پورته) او لېسې، هم دولتي او هم غیر دولتي، بندې کړي دي، خو په مقابل کې یې د یوې عجیبې متناقضې تګلارې له مخې ځینې شخصي ښوونځي د «دیني مدرسو» په نوم بیا پرانستي دي؛ هغه ځایونه چې پکښې د شپږم ټولګي څخه پورته د ساینس اساسي مضامین لکه ریاضي، بیولوژي، کیمیا، فزیک او ژبې تدریس کېږي، خو له زدهکوونکو څخه فیس اخیستل کېږي. یعنې په یوه لور کې انجونې له وړیا دولتي زدهکړې محرومې دي، او په بل لور کې شتمنې کورنۍ کولای سي د پیسو په بدل کې هماغه زدهکړه ترلاسه کړي. دا سیاست نه یوازې جنسیتي تبعیض دی، بلکې طبقاتي تبعیض هم رامنځته کوي او زدهکړه په یوه قیمتي توکي بدلوي.
او د دې ډول قومي/قبیلوي حکومتدارۍ زیانونه
د طالبانو د داخلي یووالي کمزوري کېدل؛ د کندهار–کابل (پکتیاوال) ترمنځ واټن او د «نورزي کولو» پر ضد نارضایتي د داخلي شخړو او له دننه د سقوط احتمال زیاتوي.
د فکري او انساني ظرفیتونو تېښته؛ لسګونه زره لوستي ځوانان کډوالي د سپکاوي څخه ډک ژوند څخه غوره ګڼي .
ځانوژنې او د هیلو بحران؛ د هېواد د ځوانانو په منځ کې د ځانوژنې شمېر په ځانګړي ډول په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې په اندېښمن ډول زیات سوی.
د مطلق فقر زیاتوالی؛ د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي وږي ویده کېږي او نړیوال مرستندویه بنسټونه د طالبانو د محدودیتونو له امله د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخ دي.
په تاریخ کې محکومیت؛ هېڅ هغه قبیلهپاله واکمني چې یو څوقومیز ملت یې د لوږې او ناامیدۍ پر لور بیولی وي، په تاریخ کې دوام نه دی کړی.
طالبان باید له غفلته راویښ سي؛ پنځه کاله کېږي چې واک یې په لاس کې دی، خو نه یوازې دا چې وږو وګړو ته یې د ډوډۍ ټوټه نه ده رسولې، بلکې هغه لږه ډوډۍ یې هم له خولې څخه تیرې اخلي. هغوی ځوانان کډوالي او یا ځانوژنې ته اړ کړي دي. هغوی د نورزي کولو له لارې حتی خپل وزيران هم د حقاني او یعقوب له ډلې محدود کړي دي. حکومت داري داسې نه وي چې یوه قبیله د بیتالمال په وسیله خپل امارت جوړ کړي او پاتې ملت په فقر او بېسوادۍ کې وسوځي.
خو باید دا هم وویل سي چې د طالبانو یوه لویه برخه دا حقیقت درک کوي؛ له همدې امله هره ورځ له هرې لارې (له پټو دیني مدرسو د پیسو اخیستل، له موټرچلوونکو باج اخیستل، د پولو کنټرول، د قاچاقو او لرګیو کاروبار) هڅه کوي چې پیسې راټولې کړي څو د خپل احتمالي سقوط لپاره یې ذخیره کړي. خو هغوی باید پوه سي چې دا ډول حکومتداري حتمي سقوط لري. افغانستان د یوې قبیلې ملکیت نه دی. تاریخ به تاسو د «اسلامي امارت» په نوم نه، بلکې د «قبیلوي امارت» په نوم یاد کړي.
پښتون لوستي، ازاد، بې تعصبه او قلملرونکي وروڼه باید چوپ پاتې نه سي؛ که چوپ پاتې سي، د پښتون نوم به هم د ظلم، انحصار او لوږې سره وتړل سي.
همدارنګه د دین عالمان او روڼفکر لرونکي باید قلم پورته کړي او د دې «قبیلوي امارت» رسوايي نه یوازې وګړو ته بلکې نړۍ ته هم ورسوي، ځکه د قبیلوي واکمنۍ پر وړاندې چوپتیا د هېواد له راتلونکي سره خیانت دی.
طالبان فکر کوي چې د قومي تصفیې، قبیلوي تبعیض او د واک د نظامي انحصار له لارې کولای سي تل پر افغانستان واکمن پاتې سي. خو تاریخ ښايي چې هر هغه ځواک چې د انحصار، تبعیض او د وګړو د لوږې پر بنسټ ولاړ وي، نه یوازې له بهر څخه، بلکې له دننه هم ړنګېږي. نورزي کول د طالبانو د یووالي وروستی میخ دی. د کندهار او پکتیا ترمنځ واټن تر هغه ژور دی چې د څو قبیلوي ګومارنو په وسیله ورغول سي. ۶۰ سلنه وږي وګړي ، ځانوژونکي ځوانان، نا هیلي کډوال، خشمجن عالمان، قلملرونکي روڼ فکره او حتی د طالبانو یوه برخه چې خپله برخه د واک غصب ګڼي، ټولو د سقوط شمېرنه په تاریخ کې پیل کړې ده.
طالبان نه سي کولای د ټوپک او قبیلوي انحصار په زور، یو داسې افغانستان اداره کړي چې څوارلس قومونه او له پنځوسو زیاتې قبیلې لري. یوه ورځ به راسي چې حتی ستاسو اولادونه به درڅخه پوښتنه وکړي: «پلاره! هغه وخت چې ۶۰ سلنه میندې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ژړېدې، تاسو او ستاسو طالب ملګري چېرې واست او څنګه مو حکومت کاوه؟»
ځواب مو د تاریخ په تیاره قفس کې ومومئ!




