لیکوال: ډاکټر محمدي (دیني څېړونکی)
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د قربانۍ اختر په درشل کې د دې ډلې له مسئولینو وغوښتل چې «پر وګړو د ظلم کولو» څخه ډډه وکړي. هغه ټینګار کړی چې هر ظالم، که هر څومره ځواکمن هم وي، ذلیل او ماته خوړونکي دي. دا پیغام چې د ذبیحالله مجاهد له خوا په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپور سوی، په لومړي نظر کې یو اخلاقي-دیني سپارښتنه ښکاري. خو د پام وړ ټکی دا دی چې د طالبانو د لوړ پوړي اجرایي مشر له خوا د داسې سپارښتنې شتون، په خپله د دې ډلې د ځواکونو له خوا د پراخ ظلم ضمني اعتراف ګڼل کېږي. د انجونو د زدهکړو له بندیزه او له پوهنتونونو څخه د ښځو د لیکلو کتابونو له لیرې کولو څخه نیولې، د جعفري مذهب د رسمیت له لغوه کولو او د مذهبي اقلیتونو له ځپلو پورې، ګڼ شمېر نړیوال او کورني راپورونه ښايي چې «ظلم» استثنا نه بلکې د طالبانو د چلند عمومي قاعده ګرځېدلې ده، په ځانګړي ډول له ښځو او مذهبي اقلیتونو سره.
د قربانۍ اختر، د سرښندنې او بندګۍ اختر، د انساني او الهي ارزښتونو ته د بېرته ستنېدو فرصت دی. د طالبانو مشر د همدې ارزښتونو پر بنسټ خپلو کارکوونکو ته وايي: «له وګړو سره له ظلم کولو څخه ډډه وکړئ» او خبرداری ورکوي چې «هر څوک چې په نړۍ کې ظلم کوي، هر څومره ځواکمن هم وي، ذلیل کېږي او له ماتې سره مخ کېږي.»
خو د اخلاقو او سیاست په فلسفه کې «د ستونزې منل» د حل لومړی ګام دی. کله چې د یوې حکومت مشر اړ کېږي په ښکاره توګه له خپلو مامورینو وغواړي چې ظلم ونه کړي، نو دا په دې معنا ده چې هغه ښه پوهېږي او مني چې د هغه تر امر لاندې اداره له ظلم څخه ډکه ده. دا سپارښتنه نه یو فضیلت، بلکې د عدل د تأمین په اساسي کچه کې د سیستم د ناکامۍ رسمي اعتراف دی.
په داسې حال کې چې اخندزاده د خپل «شرعي نظام» دفاع کوي او د هغه د ساتنې لپاره د قربانۍ غوښتنه کوي، د افغانستان ټولنه له داسې جوړښتي ظلمونو سره مخ ده چې دغه نظام ورباندې منل سوی دی. لاندې درې روښانه بېلګې د دې تناقض څرګندوي: د ښځو د حقونو له منځه وړل، د جعفري مذهب د رسمیت لغوه کول، او د بشري بحرانونو له پامه غورځول.
د ښځو حقوق؛ له قرآني لید څخه تر د پوهنتون د دروازو تړلو پوری
د هغه ظلم تر ټولو ښکاره بېلګه چې د طالبانو مشر یې د مخنیوي ادعا کوي، له ټولنیز او تعلیمي ډګر څخه د ښځو بشپړ حذف دی. د اسلامي دین او انساني اخلاقو له نظره، دا اقدامات نه یوازې له شریعت سره په ټکر کې دي، بلکې د بشریت له لومړنیو اصولو سره هم مخالفت لري.
له قران او سنتو څخه: اسلام نه یوازې د ښځو زدهکړه نه ده منع کړې، بلکې هغه یې یو دیني اړتیا ګڼلی ده. قرآن کریم ټولو مؤمنانو (نارینه او ښځینه) ته وايي:
«قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِینَ یَعْلَمُونَ وَالَّذِینَ لَا یَعْلَمُونَ» (سوره زمر، آیت ۹)
ژباړه: «ووایه: آیا هغه کسان چې پوهه لري او هغه کسان چې نه پوهه لري سره برابر دي؟»
دا آیت توپیر نه د جنسیت پر بنسټ، بلکې د علم او پوهې پر بنسټ ټاکي. حضرت محمد (ص) هم په یو صحیح حدیث کې ویلي: «د علم زده کړه پر هر مسلمان واجب ده.»
د اسلامي فقهې لویو عالمانو (په ځانګړي ډول د حنفي فقهې چې طالبان د هغې د پیروۍ دعوه کوي) تل «مسلمان» د نارینه او ښځینه دواړو لپاره شامل ګڼلی، او زدهکړه یې د دواړو لپاره فرض کفايي یا فرض عین بللې ده.
د دې ښوونو په بشپړ تضاد کې، طالبانو انجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړي او په وروستی اقدام کې، د راپورونو له مخې، د ښځو ټول لیکل سوي کتابونه له پوهنتونونو لیرې کړي او د ښځو د حقونو او جنسیتي ټولنپوهنې اړوند ۱۸ مضامین یې بند کړي دي. د طالبانو د کتابونو د ارزونې د کمېټې یوه غړي په څرګنده ویلي: «هغه ټول کتابونه چې لیکوال یې ښځه وي، په ټولګي کې د تدریس اجازه نه لري.»
زکیا عادلي، د عدلیې وزارت پخوانۍ مرستیاله او له بندیز سره مخ د لیکوالانو له جملی څخه، په دې اړه وايي: «د طالبانو د ښځو ضد فکر ته په کتو سره، کله چې ښځو ته د زدهکړې اجازه نه ورکول کېږي، طبیعي ده چې د هغوی افکار او لیکنې هم وځپل سي.» دا اقدام د «ظلم» یو څرګند مثال دی، هغه ظلم چې د «شریعت د ساتنې» تر نوم لاندې توجیه کېږي، حال دا چې خپله شریعت له دې کاره پاک دی.
۲. د مذهبي ازادۍ ښکاره نقض؛ د جعفري فقهې رسمیت له منځه وړل
د جوړښتي ظلم دویمه څرګنده بېلګه چې د طالبانو مشر باید د هغې په اړه ځواب ووايي، په افغانستان کې د مذهبي جلاوالی نه منل او د حق جعفري مذهب (شیعه مذهب) د رسمیت له منځه وړل دي.
حقوقي او اعتقادي مخينه؛ د جمهوریت په دوره کې
د جمهوریت په دوره کې د حق جعفري مذهب د افغانستان په اساسي قانون کې د رسمي مذاهبو له ډلې څخه په رسمیت پېژندل سوی وو. شیعه وګړي (د جعفري فقهې پیروان) چې د افغانستان شاوخوا ۲۰ سلنه نفوس جوړوي، د پخواني اساسي قانون له مخې حق درلود چې د شخصي احوالو په چارو کې (لکه نکاح، میراث او طلاق) د جعفري فقهې له مخې عمل وکړي.
د اسلام سپارښتنه
قرآن کریم په څرګنده توګه په دین کې هر ډول زور او جبر رد کړی او د «لکم دینکم ولی دین» اصل باندې یې ټینګار کړی، یعنې «ستاسې لپاره ستاسې دین دی او زما لپاره زما دین دی». په داسې حال کې چې شیعه وګړي هم د طالبانو سره یو دین لري او یوازې مذهب یې توپیر لري. د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) هم د مدینې منشور د بېلابېلو ادیانو او مذاهبو د پیروانو د درناوي پر بنسټ جوړ کړی وو. د دین په فرعي مسایلو کې فقهې توپیرونه (لکه د لمونځ، روژې او نکاح په احکامو کې اختلاف) د اسلامي تمدن په تاریخ کې تل د «رحمت» په توګه ګڼل سوي، نه د جلاوالی وسیلې په توګه .
خو طالبانو د دغو اصولو له پامه غورځولو سره، جعفري مذهب د تعلیمي او قضایي نظام څخه لیرې کړی دی. ګڼ شمېر راپورونه ښايي چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د پوهنتونونو په کچه د «جعفري فقهې» تدریس منع کړی دی. په بامیان ولایت کې، سره له دې چې اکثریت وګړي شیعه دي، طالبانو هڅه کړې چې د دې مذهب اړوند درسي کتابونه راټول کړي او تر اوسه د نویو درسي کتابونو په سیستم کې د دې مذهب د رسمي پېژندنې لپاره هېڅ رسمي پرېکړه نه ده سوې.
له تعلیمي محدودیتونو ور هاخوا، راپورونه د دې څرګندونه کوي چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو له خوا شیعه روحانیون د ناسمو تورونو په اساس نیول سوي، ګواښل سوي او حتی وهل سوي دي.
انساني بحران او فقر؛ د جوړښتي ظلم طبیعي پایله
کله چې د طالبانو مشر وايي له ظلم څخه ډډه وکړئ، په داسې حال کې چې د افغانستان د شاوخوا ۴۰ میلیوني نفوس له نیمایي څخه زیات (نږدې ۲۱.۹ میلیونه کسان) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (OCHA) له مخې بشري مرستو ته اړتیا لري، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې آیا خلک له ډوډۍ او کاره بېبرخې کول ظلم نه دی؟ آیا ۴۰ سلنه بېکاري او ورځ تر بلې زیاتېدونکې فقر د ناسمو ادارو او تړلي فکري نظام د منلو پایله نه ده، چې ښکاره ظلم ګڼل کېږي؟
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې ۵ میلیونه ماشومان او میندې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او یوازې ۸ تر ۱۰ سلنه د اړتیا وړ بودیجه ورته برابره سوې ده. په داسې شرایطو کې یوازې د عمومي شعارونو تکرار د ظلم پر وړاندي، پرته له دې چې اداري فساد، د واک انحصار او د اقلیتونو ځپل یاد سي، خپله د چوپتیا ظلم ګڼل کېږي.
د دې شننې په پای کې، د یو انسان او د نړۍ د یو وګړي په توګه داسې هیله لرم چې ښايي نن ورځ یو څه خیالي ښکاره سي، خو د بشریت د ژغورنې یوازینۍ لار ده.
هیله لرم یوه ورځ راسي چې د نړۍ په هر ګوټ کې، په ځانګړي ډول په کړکېچ ځپلي منځني ختیځ او ګران افغانستان کې، د ظلم او ناامنۍ ریښې وچې سي. هیله لرم چې د افغانستان ښکېل لوري، له طالبانو نیولې تر مخالفینو پورې، بالاخره د عقل او پوهاوي لاره خپله کړي او درک کړي چې نظامي زور او د فکر منل د حل لاره نه ده.
هیله لرم یوه ورځ هېڅ افغانه انجلۍ ښوونځي ته د تلو لپاره ونه ژاړي او هېڅ مور د خپل ماشوم د لوږې له وېرې اندېښمنه نه وي. هیله لرم یوه ورځ یو شیعه عالم او یو سني عالم په کابل، هرات، غزني یا بامیان کې د یووالي پر دسترخوان سره کښېني او د یو بل علمي او دیني اثارو ته درناوی وکړي. زما هیله دا ده چې داسې افغانستان جوړ سي چې له قومي، مذهبي او جنسي ظلم څخه پاک وي؛ داسې افغانستان چې پکښې « د قربانۍ اختر» د نفس، غرور او ځان غوښتنې د قربانۍ سمبول وي، نه د قدرت په بتانو کې د نورو د حقونو قرباني کول.
د طالبانو مشر په خپل پیغام کې له وګړو غواړي چې «د شرعي نظام د ساتنې لپاره قرباني ورکړي». خو اساسي فلسفي او اخلاقي پوښتنه دا ده: اصلي قرباني څوک دی؟
په الهي ادبیاتو کې ریښتېني قرباني د انسان نفس (ځانغوښتنه) ده. حضرت ابراهیم (ع) حاضر سوو خپل زوی قرباني کړي تر څو دا وښايي چې د الهي امر پر وړاندې له شخصي احساساتو او تعصبونو تېرېږي.
خو هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي، د «نورو قرباني کول» د شریعت په نوم دي. طالبان له وګړو غواړي چې ښځې، انجونې، مذهبي اقلیتونه او حتی مختلف فکرونه قرباني کړي تر څو د دوی «نظام» ژوندی پاتې سي.
دلته هغه اساسي پوښتنه راپورته کېږي چې د طالبانو مشر ، آخندزاده یې باید ځواب کړي: آیا د انجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل، د جعفري فقهې د تدریس مخنیوی او د نورو مذاهبو د پیروانو سپکاوی هماغه «د دښمن د ناوړه ارادې دفع کول» دي؟ که دا هغه کړنې دي چې خپله یې ظلم بللی او ویلي یې دي چې د ذلت او ماتې سبب کېږي؟
تاریخ څرګنده کړي ده چې هېڅ داسې ځواک او نظام چې پر ظلم او تبعیض ولاړ وي، تلپاتې نه وي. ښايي د اخندزاده هغه خبرداری د «ظالم د ماتې» په اړه په حقیقت کې خپلهپوره کېدونکې وړاندوینه وي. که طالبان له نن څخه خپله لاره د عدالت، مشروع ازادۍ او د فرهنګي او مذهبي جلاوالی د منلو پر لور بدله نه کړي، نو خامخا هغه «ذلت» او «ماتې» چې خپله مشران یې له هغې څخه وېرېږي، ټول به ورسره مخ سي.




