لیکوال: م. کهريزنوي
د «ترکستان جنوبي» د نظریې بیا مطرح کېدل په شمالي افغانستان کې یوازې قومي شعار نه دی؛ بلکې د افغانستان د سیاسي جوړښت د لا ژور بحران انعکاس دی. هغه هېواد چې د جمهوریت په دوو لسیزو کې د فساد، قوميپالنې او سیاسي خیانت قرباني سوو او نن هم د طالبانو د انحصاري واک تر سیوري لاندې د لا زیات واټن اخیستلو پر لور روان دی. که څه هم د افغانستان د وېش نظریه خطرناکه او غندل سوې ده، خو د داسې مفکورو د رامنځته کېدو د ریښو له پامه غورځول هم لویه تېروتنه ده.
افغانستان نن په داسې پړاو کې دی چې هر بېاحتیاطه خبره کولای سي د یوه نوي بحران د رامنځته کېدو سبب سي. د نقیبالله فایق خبرې د «ترکستان جنوبي» د احتمالي رامنځته کېدو په اړه باید د سیاسي مشروعیت د بحران، قومي واټنونو او د دولت جوړونې د تاریخي ناکامۍ په چوکاټ کې وڅېړل سي.
تریخ حقیقت دا دی چې افغانستان په تېرو لسیزو کې نه یوازې یو واقعي ملي دولت جوړ نه کړ، بلکې د بېلابېلو قومونو ترمنځ یې سیاسي عدالت هم تأمین نه کړ. د دې حالت پایله د بې باورۍ زیاتېدل، د قومي خبرو پراخېدل او د واټن اخیستلو د پروژو فعالېدل وو.
خو سره له دې ټولو، د افغانستان د بحران ځواب وېش نه دی. وېش نه حل دی او نه ژغورل؛ بلکې د یو لا ستر ناورین پیل به وي.
جمهوریت او د شلو کلونو تاریخي فرصت ضایع کېدل
د ننني بحران مهمه برخه د ۲۰۰۱ وروسته حکومتونو د کړنو محصول دی. هغه حکومتونه چې د دموکراسۍ، دولت جوړونې او ملي یووالي په شعارونو راغلل، خو په عملي ډول یې ډېر تاریخي فرصتونه له منځه یوړل.
د حامد کرزي په دوره کې فساد، سیاسي معاملې او د قدرت وېش د قومي مصلحتونو پر بنسټ د دولت جوړښت کمزوری کړ. خو د اشرف غني په دوره کې بحران لا سخت پړاو ته داخل سوو. اشرف غني احمدزي د ملي دولت جوړولو پر ځای د سخت مرکزي کولو، قوميپالنې او د نورو سیاسي او قومي ځواکونو د تدریجي لېري کولو په تور تورن سوو.
ډېری کسان باور لري چې د هغه سیاستونو نه یوازې ملي یووالی پیاوړی نه کړ، بلکې قومي واټنونه یې نور هم ژور کړل. د جمهوریت د نظام ناڅاپي سقوط د ډېرو افغانانو لپاره له تاریخي خیانت څخه کم نه وو؛ هغه خیانت چې د دولت پر مرکزي جوړښت د وګړو باور سخت کمزوری کړ.
کله چې وګړي احساس کړي چې په واک، اقتصاد او پرېکړو کې برخه نه لري، نو طبیعي ده چې د واټن اخیستلو نظریې وده وکړي.
«ترکستانغوښتنه»؛ په یوې کړکېچنې سیمې کې په اور لوبې کول دي
د تېر حکومت د ټولو ناکامیو سره سره، د «ترکستان جنوبي» نظریه یو خطرناک او غیرمسوولانه اقدام دی. افغانستان اوس د سیمې د پیچلو رقابتونو په مرکز کې دی او هر هويتي پروژه کولای سي د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې وسیله وګرځي.
د بېلابېلو هېوادونو تجربه ښايي چې د وېش غوښتونکي پروژې عموماً د فرهنګي او هويتي شعارونو څخه پیلېږي، خو په پای کې د استخباراتي رقابت او نیابتي جګړو ډګر ته بدلېږي.
هغه کسان چې نن د «ترکستان جنوبي» یادونه کوي، باید ځواب ورکړي چې آیا واقعاً یې د داسې انساني، امنیتي او اقتصادي سناریو پایلو ته فکر کړی؟ آیا شمالي افغانستان به د وېش په صورت کې د سیمهییزو قدرتونو د جګړې ډګر نه سي؟
په رسنیز فضا کې د وېش عادي کول
یو له تر ټولو خطرناکو بهیرونو څخه په رسنیزه او سیاسي فضا کې د وېش د نظریې تدریجي عادي کول دي. کله چې داسې مفاهیم له ژور علمي او ملي ارزونې پرته مطرح سي، کرار کرار د سیاسي ادبیاتو برخه ګرځي.
رسنۍ مسوولیت لري چې د قومي دوهګونتیا د پیاوړتیا پر ځای د ګډ تابعیت او ملي ګټو پر مفهوم ټینګار وکړي. افغانستان که څه هم د بېلابېلو قومونو ټولګه ده، خو د ټولو بقا د هېواد په ثبات او یووالي پورې تړلې ده.
نن رسنۍ باید د تحقیقي ژورنالیزم په کارولو سره هغه مالي، رسنیزې او سیاسي شبکې وڅېړي چې د وېش غوښتونکو خبرو اترو د ترویج سره تړاو لري. البته دا کار باید مسلکي، مستند او له احساساتو لیرې وي؛ ځکه هر ډول مبالغه خپله هم د قومي بحران د زیاتېدو سبب کېدای سي.
د نرم نفوذ بېلګه او له ملي پولو هاخوا هویتونو جوړول
د وروستیو کلونو بدلونونه ښايي چې ځینې سیمهییز لوبغاړي د خپل اغېز د پراخولو لپاره له نرم وسایلو کار اخلي؛ له تحصیلي بورسونو او فرهنګي فعالیتونو نیولې تر د مخکښو پوهانو د شبکو جوړولو او رسنیزو اړیکو پورې.
دا بهیر په خپله ذات کې لازمي ګواښ نه دی، خو هغه وخت خطرناک کېږي چې فرهنګي او ژبني اړیکې د سیاسي او له ملي پولو هاخوا د پروژو وسیله وګرځي. که افغانستان ونه سي کولای یو عادلانه او ټولشموله ملي هویت جوړ کړي، نو طبیعي ده چې له ملي پولو هاخوا هویتونو یې ځای ونیسي.
په داسې حالت کې د افغانستان د مخکښو پوهانو ، رسنیو او سیاسي ځواکونو مسوولیت ډېر دروند دی. هغوی باید د قومي جلاوالي د ساتنې او د ملي واټن اخیستلو د مخنیوي تر منځ توازن رامنځته کړي.
طالبان او د واکمنۍ برخلیک ټاکونکې ازموینه
طالبان نن نسي کولای ټول بحرانونه یوازې د پخوانیو حکومتونو پر غاړه واچوي. حقیقت دا دی چې د سیاسي انحصار دوام، د ښځو لېری کول، د زدهکړې محدودول او د بېلابېلو قومونو او مذهبونو له واکمن جوړښت څخه لیرې ساتل، خپله د نارضایتۍ د زیاتېدو او د واټن اخیستلو د نظریاتو د ودې سبب ګرځي.
که طالبان فکر وکړي چې افغانستان یوازې د یوې مذهبي تفسیر، یوې ډلې یا یوې محدودې کړۍ له لارې اداره کولای سي، نو دوی د هماغو تاریخي تېروتنو تکرار کوي چې هېواد یې څو څو ځله بحران ته رسولی دی.
افغانستان نن داسې دولت ته اړتیا لري چې د پوهې، ګډون او ملي جوړښت پر بنسټ ولاړ وي؛ نه داسې جوړښت چې پکښې پوهه د ایډیالوژۍ قرباني سي.
د نقیبالله فایق خبرې ښايي د ځینو لپاره یوازې سیاسي یا احساسي دریځ وي، خو په حقیقت کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د خطر زنګ دی؛ داسې زنګ چې ښايي که د سیاسي عدالت، ملي ګډون او د حکومت د مشروعیت ستونزه حل نه سي، نو نور لا خطرناک نظریات به هم را څرګند سي.
خو په عین حال کې، د افغانستان د بحران حل هېڅکله د وېش نه دی. وېشل سوی افغانستان نه ازادېږي او نه ابادېږي؛ بلکې د یوې داسې سیمې په توګه به بدل سي چې سیمهییز او نړیوال ځواکونه به یې هره برخه د خپل نفوذ او رقابت میدان ګرځوي.
د افغانستان ژغورنه په قومي شعارونو کې نه ده، بلکې د داسې عادل، ملي او ټولشموله دولت په جوړولو کې ده چې هېڅ وګړی پکښې د لیرې کېدو، سپکاوي یا بې برخلیکۍ احساس ونه کړي. که داسې دولت جوړ نه سي، نو دا خطر سته چې سبا یوازې د «ترکستان جنوبي» نه، بلکې د څو نورو واټن اخیستلو پروژو خبرې هم وسي؛ او هغه ورځ ښايي د افغانستان د ژغورنې لپاره ډېره ناوخته وي.




