ليکوال: م. کهريزنوی
په کابل کې د طالبانو له لوري د یوه شیعه دیني عالم وهل ټکول یوازې یوه پېښه نه ده؛ بلکې د یوې ژورې ستونزې نښه ده: د دیني مفاهیمو تحریف، د اسلام د فقهي اصولو له پامه غورځول، او د تاوتریخوالي د پلي کولو لپاره له «امر بالمعروف» څخه د وسیلې په توګه استفاده. دا لیکنه د قرآن، د پیغمبر د سنتو او معتبرو فقهي سرچینو په استناد ښايي چې نه یوازې د دې جوړې نکاح مشروع وه، بلکې د طالبانو چلند هم د اسلام د سپېڅلي دین له روحیې سره ښکاره ټکر لري.
د خپور سوي راپور له مخې، «حجت الاسلام والمسلمین حسینداد شریفي» شیعه دیني عالم، د دې له امله د طالبانو د مأمورینو له لوري وهل سوی چې د یوه هلک او انجلۍ ترمنځ یې شرعي عقد جاري کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې دغې جوړې د واده له مراسمو مخکې شرعي عقد کړی وو او د ژوند د وسایلو د اخیستلو لپاره بازار ته تللي وو.
دغه پېښه درې بنسټیزې پوښتنې راپورته کوي:
ایا له واده پرته عقد معتبر دی؟
څوک د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» حق لري؟
او ایا هغه څه چې طالبانو کړي، د دین ریښه لري که د دوی د خپل فرهنګ او ځانګړو برداشتونو؟
د اسلام سپېڅلی دین «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» یوه مهمه دنده ګڼي؛ خو نه د هر چا لپاره او نه په هر ډول.
په اسلامي فقه کې د امر بالمعروف شرطونه
اسلامي علما ټینګار کوي چې امر بالمعروف کوونکی باید د شرعي حکم عالم وي، خالص نیت ولري، له حکیمانه او له تاوتریخوالي پرته لارو استفاده وکړي او لوی فساد رامنځته نه کړي.
د اسلام پیغمبر (ص) فرمایلي دي: «دین خیرخواهي ده.» نو ځکه سپکاوی، تحقیر او وهل ټکول نه یوازې «امر بالمعروف» نه دی، بلکې خپله یو منکر عمل دی!
پوښتنه: ایا له واده پرته عقد معتبر دی؟
د اسلام په سپېڅلي دین کې نکاح یو شرعي تړون دی، نه یو ټولنیز مراسم. د نکاح اساسي شرطونه د دواړو لورو رضایت، د شاهدانو شتون او د مهر ټاکل دي. او د فقهي سرچینو له مخې، واده د دواړو لورو رضایت ته اړتیا لري؛ هېڅ ښځه د هغې له رضایت پرته واده ته نه ورکول کېږي. نکاح له جبر پرته او د دواړو خواوو په رضایت معتبره ده. نو د واده د مراسمو ترسره کول د نکاح د صحت شرط نه دی!
بلکې ډېرو فقهاوو ټینګار کړی چې عقد کولای سي له واده مخکې ترسره سي، څو ښځه او مېړه محرم سي او د ګډ ژوند لپاره چمتووالی ونیسي.
فقر، د ټولنې واقعیت او د واده د اسانتیا اړتیا
د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې چې فقر او بېکاري زیاته سوې، ډېر ځوانان د واده د مراسمو د ترسره کولو مالي توان نه لري. نو جدي پوښتنه دا ده: ایا دا ځوانان باید تر پایه ناواده پاتې سي؟
د اسلام سپېڅلی دین روښانه ځواب لري: واده اسانه کړئ، نه سخت!
د اسلام پیغمبر (ص) فرمایلي دي: «غوره واده هغه دی چې تر ټولو اسانه وي.» نو ځکه له مراسمو پرته عقد نه یوازې روا دی، بلکې د فقر په شرایطو کې د عفت د ساتلو او د کورنۍ د جوړولو لپاره یوه مشروع لاره ده.
په واده کې رضایت؛ د اسلام بنسټیز اصل
لکه څنګه چې وویل سول، په اسلام کې د نکاح یو له مهمو اصولو څخه د دواړو لورو رضایت دی.
په صحیح حدیث کې راغلي چې: «نجلۍ/ښځه د هغې له اجازې پرته واده ته نه ورکول کېږي.» او فقهي پایله یې دا ده چې اجباري واده باطل یا لږ تر لږه له اخلاقي مشروعیت څخه بېبرخې دی.
رضایت تر هر رسم او مراسمو مهم دی. نو طالبانو ته باید وویل سي چې ایا د ښځې او مېړه رضایت مهم دی که د واده د مجلس جوړول؟
د اسلام ځواب روښانه دی: رضایت د نکاح بنسټ دی، نه تشریفات!
ښکاره تناقض: له حلال سره چلند، د حرام پر وړاندې چوپتیا
طالبان د یوه مشروع واده د ملاتړ پر ځای یو دیني عالم وهي؛ خو دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېرو سیمو کې کم عمره انجونې له زړو سړیو سره ودېږي، انجونې د رضایت پرته واده ته اړ ایستل کېږي، په داسې حال کې چې له رضایت پرته واده د پیغمبر د سنتو ښکاره خلاف دی. دلته جدي پوښتنه راپورته کېږي: ولې له مشروع نکاح سره چلند کېږي، خو له اجباري ودونو سره نه؟
دین که فرهنګ؟ د شریعت په نوم د اسلام تحریف
د طالبانو د چلند لویه برخه په قبیلوي فرهنګ کې ریښه لري، نه په اسلام کې.
روښانه بېلګه یې: د ښځو د زدهکړو منع کول، په داسې حال کې چې د اسلام پیغمبر (ص) فرمایلي: «د علم زدهکړه پر هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض ده.»
دا ټکر ښايي چې هغه څه چې د «شریعت» په نوم پلي کېږي، په ډېرو مواردو کې محدود او غیرعلمي برداشتونه دي، نه ریښتینی اسلام.
طالبانو ته سپارښتنې
هغه کسان مه ځوروئ چې په رضایت سره یې عقد کړی
د شرعي حکم د پلي کولو له امله دیني علماوو ته سزا مه ورکوئ
د مشروع عمل د ځپلو پر ځای له واقعي فساد سره مبارزه وکړئ
د اجباري ودونو او کوچینو انجونو د ودونو مخه ونیسئ
د اسلام سپېڅلی دین د رحمت دین دی؛ نه د سپکاوي او تاوتریخوالي دین.
د کابل پېښه یو جدي خبرداری دی؛ کله چې دین د علم، اخلاقو او عدالت له لارې ووځي، د قدرت په وسیله بدلېږي. هغه اسلام چې پیغمبر (ص) راوړی وو، د رضایت پر بنسټ وو، نه د جبر؛ د اسانتیا پر بنسټ وو، نه د سختۍ؛ او د انسان د کرامت پر بنسټ وو، نه د انسان د سپکاوي. که نن د دین په نوم دیني عالم وهل کېږي او مشروع واده ځپل کېږي، باید په لوړ غږ وویل سي: دا اسلام نه دی؛ دا د اسلام تحریف دی. او تر هرې ګناه خطرناک دا دی چې ظلم د خدای په نوم ترسره سي!




