لیکوال: ز. نظری
محمد محقق، د افغانستان د خلکو د وحدت د ګوند مشر، د امریکا د نظامي او ټاکنیزې مداخلې د پټو اړخونو په څرګندولو سره وښودله چې زلمي خلیلزاد او سپینې ماڼۍ نه یوازې د «جعلي او د پسونو په څېر رایو» په وسیله یو تښتېدلی غل دوه ځله د واک پر څوکۍ کښېناوه، بلکې د ناټو د جنرالانو د مستقیمو ګواښونو له لارې یې د افغانستان د خلکو ملي پر ارادې یی هم ملنډې ووهلې. دا راپور د «درواغجن جمهوریت» د نندارې پای او د هغه تاریخي محاکمې پیل ګڼل کېږي چې د «کرزي، غني او خلیلزاد» درې اړخیزه شومه کړۍ یې هدف ګرځولې ده؛ هغه کسان چې د شلو کلونو طلایي فرصت یې د خیانت او د دولتي شتمنیو په ضایع کولو سره له منځه یووړ.
زلمي خلیلزاد، هغه ډیپلوماټ چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د دوحې د شرمونکې هوکړې معمار ګڼل کېږي، اشرف غني یې «تر ټولو فاسد او ډارن ولسمشر» بللی او د جمهوریت د سقوط اصلي عامل یې یاد کړی دی. خو محمد محقق، د یوه پخواني سیاستوال په توګه، خپل کلک او پرېکنده غبرګون وړاندې کړ. هغه وویل: «که هغه دومره فاسد او ډارن وو، نو ولې تاسو هغه د جعلي او د پسونو په څېر رایو په وسیله دوه ځله د واک پر څوکۍ کښېناوه؟»
دا پوښتنه د یوې نړیوالې رسوايۍ بنسټ جوړوي. د محقق ځواب نه یوازې خلیلزاد، بلکې په افغانستان کې د امریکا ټوله ستراتېژي رسوا کوي؛ امریکا د خپلو لنډمهالو ګټو لپاره یو نمایشي او فاسد نظام رامنځته کړ، او بیا یې د هماغو کسانو په تورنولو سره هڅه وکړه خپله څرګنده ناکامي توجیه کړي.
د اشرف غني د ژغورلو لپاره د «پسونو په څېر رایو» څرنګه وکارول سوي؟
محقق په خپل افشاګرۍ کې څو مهمو بدلونونو ته اشاره کوي چې تاریخي اسناد یې هم تاییدوي:
د ۲۰۱۴ کال لاسوهنه د جان کېري په طرز:
کله چې د رایو صندوقونه بند پاتې سول او هېڅ نوماند بریالی نه سوو، د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په خپله مداخله وکړه. هغه د یوې جوړجاړې له لارې یو «د ملي یووالي جعلي حکومت» جوړ کړ، او اشرف غني یې د خلکو له رښتینو رایو پرته د واک پر څوکۍ کښېناوه. دا هماغه شېبه وه چې په افغانستان کې ولسواکۍ د یوې تریخې ټوکې بڼه خپله کړه.
د ۲۰۱۹ کال فشار او د سپیدار ماڼۍ ګواښ:
تر دې هم سخت فشار هغه وو چې محقق یې یادونه کوي؛ د سپیدار ماڼۍ په ناسته کې زلمي خلیلزاد د امریکا د سفیر او د ناټو د ځواکونو د قوماندان (سکاټ مېلر) سره یو ځای د عبدالله عبدالله ډلې ته خبرداری ورکړ چې که موازي حکومت جوړ کړي، نو د ناټو ځواکونه به مستقیم د هغوی پر وړاندي پوځي اقدام وکړي. دا یوازې درغلۍ نه وه، بلکې د پوځي زور ګواښ وو څو یو مشخص کس پر واک کښېنول سي. له همدې امله عبدالله اړ سوو چې د سولې د عالي شورا ریاست بې له صلاحیته ومني. دا د سیاسي بېشرمۍ تر ټولو لوړه کچه وه.
له حقمحورۍ او د انتخاب د آزادۍ له نظره : دا کړنې د افغانستان د ولس د پوهې او ارادې ښکاره سپکاوی دی. کله چې امریکا وايي د ولسواکۍ لپاره راغلې ده، خو په عمل کې د زور او «د پسونو په څېر رایو» په وسیله ولسمشر ټاکي، نو معنی یې دا ده چې افغانستان هېڅکله یو خپلواک هېواد نه وو، بلکې د امپریالیستي موخو لپاره یو ناکام ازمایښتي ډګر وو.
کرزی، غني او خلیلزاد؛ د تاریخ خیانتکاران
په دې شننه کې موږ د یوې مرګونې درېګونې درې اړخونه پېژنو چې په ګډه یې لاس یو کړی وو څو افغانستان تباه کړي:
زلمی خلیلزاد (د درواغو او دوکې استازی) داسې څوک وو چې په دوه مخي ډول یې عمل کاوه. له یوې خوا په واشنګټن کې د امریکا د وتلو پلانونه جوړول او د ټرمپ د خوښۍ لپاره یې طالبانو ته امتیازات ورکول، او له بلې خوا یې په کابل کې د ځواک یو نمایشي ننداره مخته وړله.
اشرف غني (تښتېدلی او غلاکوونکی چارواکی) هغه څوک وو چې محقق یې په اړه په سمه توګه اشاره کوي، چې د هغه ډلې د «د پسونو په څېر رایو» په راټولولو او د دولتي شتمنیو په چور کولو سره ولس دوکه کړ . زموږ پوښتنه له غني او د هغه له درغلګرو همکارانو دا ده:
ښاغلې غني او د هغه د درغلۍ ملګرو! هغه جعلي رایې چې د هغې لپاره مو د خلکو د شپې ډوډۍ هم ضایع کړه، چېري ولاړې؟ اوس چې له غلا سویو پیسو سره له هېواده تښتېدلي یاست او خپل تېر تور تاریخ ته ګورئ، آیا لږ هم شرم احساسوئ؟ آیا له هغه ولس څخه نه شرمېږئ چې د کابل له سقوط وروسته یې تاسو په هوايي ډګر کې په هغه حالت کې ولیدلاست چې له ډالرو
ډکې بستې مو له ځان سره وړلې؟
حامد کرزی (د بحران بنسټ اېښودونکی او د طالبانو نارضه ورور): د کرزي رول له پامه نه سي غورځېدلای. هغه چي کلونه د ولسمشرۍ پر ماڼۍ تکیه کړی وه، د غني د واک ته رسېدو په لېږد کي يې اغېزمن رول ولوباوه. کرزي د ارباب رعیتي نظام او جوړښتي فساد په ټينګولو سره د غني د راڅرګندېدو لپاره زمينه برابره کړه. که کرزي په مستقيم ډول جعلي رأيه نه وي ورکړې، نو لږ تر لږه يې د خپل سکوت او سياسي ملاتړ په وسيله غله او اخلاقي فاسدان ارګ ته دننه کړل.
دغه درې کسان (کرزی، غني او خليلزاد) د افغانستان تاريخ په اور وسوځاوه او وروسته د دې لپاره چي له سزا څخه خوندي پاته سي، خليلزاد امريکا ته وتښتېدی، غني احمدزی دوبۍ ته وتښتېدی او کرزی په افغانستان کي په خبري چوپتيا کي ژوند کوي.
د شل کلن طلایي فرصت ضايع کېدل
د دوو لسيزو جمهوريت په موده کي، ميلياردونه ډالره نړيواله مرسته لکه د سيند په څېر کابل ته راڅرګندېده. خو د دې پر ځای چي دوامدار زېربناوې جوړې سي، دا پيسې د بېکفايتي او خيانت په کندو کي ولوېدې.
راپورونه ښايي چي حتا بانکونه او وزارتونه د پيسو مينځلو پر مرکزونو بدل سوي وو. په پای کي هغه پرمختللي وسايل چي د افغانستان د پوځ لپاره اخيستل سوي وو، بې له دې چي يو ډز وکړي، د طالبانو لاس ته ولوېدل. شاوخوا ۷ ميليارده ډالر عصري امريکايي تجهيزات نن د هغو کسانو په لاس کي دي چي پخوا امريکا هغوی ترهګر بلل.
له بده مرغه دغه شل کلونو نه يوازي امنيت رانه وړ، بلکې يو نسل يې له رواني او اقتصادي پلوه هم زيانمن کړ. دا «طلایي فرصت» په يو «تور نقاب» بدل سوو.
محمد محقق د خپلو څرګندونو په وسيله يوازې يو تور نه دی لګولی، بلکې د يوه امپراتورۍ د تورونو راپور يې څرګند کړی دی. وروستۍ شننه ښايي چي امريکا او د هغې لاسپوڅي (خليلزاد، غني، کرزی) يو خطرناک لوبه وکړه، هغه دا چي د يوه ملت له برخليک سره يې لوبه وکړه او په پای کي هم خپله وبايلله او هم بېچاره افغان ملت.
پنځه کاله له هغه ورځې تېر سوي دي؛ هغه ورځ چي امريکا په خيانت افغانستان طالبانو ته وسپاره، اشرف غني د عامه شتمنۍ د ډکو بکسونو سره دوبۍ ته وتښتېدی او حامد کرزی په خپل مرګوني چوپتيا کي ډوب سوو. نن طالبان بې له سيالۍ پر هېواد واکمني کوي، انجوني له ښوونځيو محرومې دي او خلک د فقر او سختدريځۍ تر فشار لاندي ماتيږي.
محمد محقق حق درلود: امريکا د پسونو په څیر رأيو او پوځي زور په وسيله يو تښتېدلی غل دوه ځله پر واک کښېناوه او وروسته يې د دوحې د تړون له لارې هر څه طالبانو ته وسپارل. خليلزاد، غني او کرزی د افغانستان د تاريخ بدمرغه مثلث دی او د دې پېړۍ خائنان دي.
وروستۍ پوښتنه د غني او د هغه د درغلۍ کوونکي ډلې څخه: هغه درواغجني رأيې چېری ولاړې؟ نن چي خپل ککړ تېر تاريخ ته ګورئ، شرم درځي که د غلا سویو پيسو له امله شرم هم له سترګو تللی دی؟ افغانستان به هيڅکله دا ونه بښي.




