لیکوال: ز. نظري
جفري ساکس، مشهور امریکایي شنونکی او اقتصادپوه، په څرګند ډول اعلان کړی چې د یوه هېواد په خاوره کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي اډو شتون د رښتینی واکمنۍ پای او د هغه هېواد د اشغال معنی لري.
د لسیزو لپاره، د لوېدیځې اسیا ډېری هېوادونه په یو استعماري انګېرنه کې ژوند کوي. هغوی ګومان کوي چې د نړۍ د تر ټولو لویو پوځي اډو کوربه توب د دوی د ځواک، امنیت او نړیوال ارزښت نښه ده. خو جفري ساکس، دا ستړیا نه منونکی او حقیقت کتونکي امریکایي شنونکی، د دې لویې انګېرنې پرده پورته کړه. هغه په څرګنده وویل: «که ستاسو په خاوره کې د امریکا پوځي اډه وي، تاسو تر اشغال لاندې یاست. تاسو یو خپلواک هېواد نه یاست.»
دا خبره یوازې یو شخصي نظر نه دی، بلکې د سیاسي علومو او نړیوال حقوقو په ډګر کې یو بنسټیز اصل دی. حاکمیت د جګړې او سولې په اړه د پرېکړې انحصار ته ویل کېږي، پرته له بهرني لاسوهنې. هغه هېواد چې لسګونه زره بهرني سرتېري پکښې مېشت وي او د هغوی قومانده په پنتاګون کې وي، هېڅکله نسي کولای د ستراتیژیک خپلواکۍ دعوه وکړي. د خلیج د عربي هېوادونو په ځانګړي ډول قطر د امریکا د تر ټولو لویې پوځي اډې کوربه دی، په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ مرکز شتون لري، او کویت او متحده عربي امارات له کلونو راهیسې د دې معاصر او نرم اشغال قرباني دي.
ساکس له درد او خواشینۍ سره د دې هېوادونو یادونه کوي او وایي: «د دوی لپاره په سمه او منسجمه توګه یوه جمله ویل هم سخت دي؛ عرب اشغال سوي په ملګرو ملتونو کې یوازې د ایران د بریدونو خبرې کوي او حتی دا نه یادوي چې خپله ایران د اسرائیلو او امریکا د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.»
د ایران اسلامي جمهوریت په دوو حساسو تاریخي پړاوونو کې وښوده چې د سیمې د هغو هېوادونو برعکس چې تر اشغال لاندې دي، د خپلواکه پریکړې نیولو اراده لري. په داسې حال کې چې ډیپلوماټیکې خبرې روانې وې، صهیونیستي رژیم او د امریکا متحده ایالاتو د ډیپلوماسۍ له اصولو ښکاره سرغړونې سره د ایران پر قوماندانانو بریدونه وکړل او پر ځینو تأسیساتو یې حملې ترسره کړې.
ايران خو يو سخت ځواب ورکړ چي د سيمې ستراتيژيکي معادلې يې د تل لپاره بدلې کړې:
د اشغالګرو پر زړه برید : ايران سلګونه بالستيکي توغندي او بېپيلوټه الوتکې د اشغال سويو سيمو په ژورو کي د نظامي او استخباراتي اهدافو پر لور غورځولي دي. نتنياهو خپله دا منلې ده چي دا حملې «د اسرائيلو پر وړاندي د تاريخ له تر ټولو لويو بريدونو څخه شمېرل کيږي».
د امريکايي اشغالګرو د اډو په نښه کول: په ځوابي حملو کي ايران د ګاونډيو هېوادونو په دننه کي ټولې امريکايي پوځي اډې، د قطر «العُديد» اډه، د متحده عربي اماراتو د «الظفره» هوايي اډه، په بحرين کي د پنځمي بېړۍ مرکز او په کوېټ کي د «علي السالم» اډه د خپلو کره او قوي توغنديو په وسيله له خاورو سره هوارې کړې. ايران اعلان کړی دی چي تر څو چي د دغو هېوادونو له خاوري د ايران د ملي امنيت پر وړاندي استفاده کيږي، دا اډې د مشروع پوځي اهدافو په توګه ګڼل کيږي.
دلته د ځينو عربي هېوادونو رښتينی څېره ښکاره کيږي. هغوی نه يوازي د امريکا او اسرائيلو له بمباريو څخه د ايران مخه و نه نيوله، بلکي د خپلو خاورو په ورکړه سره يې د دغو جنايتکارانو سره ملګرتيا وکړه. خو کله چي ايران د خپل مشروع دفاع حق وکاراوه، همدغه هېوادونو ناڅاپه د اعتراض ژبه پورته کړه.
دغه هېوادونو په ملګرو ملتونو کي يو وړانديز تصویب کړی دی چي په هغه کي د ايران « بریدونه » غندل سوي او له ايران څخه د «جبران» غوښتنه سوې ده. په دې وړانديز او راپورونو کي هيڅ اشاره د امريکا او اسرائيلو لومړنيو بریدونو ته نه ده سوې، هغه بریدونه چي د ايران د اسلامي جمهوريت د مشر، قوماندانانو، ماشومانو او ملکي وګړو د وژلو او د دې هېواد د هستوي تاسيساتو د چاودنې سبب سوي دي.
د قطر استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کي په څرګنده توګه وويل: «موږ نور نه سو کولای چي چوپ پاته سو!» خو ولي دا چوپتيا هيڅکله د ايران پر ضد د بريد په وړاندې نه ماته کيږي؟ ولي کله چي د ايران غير پوځي بنسټونه بمبارد کيږي، او کله چي د ميناب ماشومان بمبارد کيږي، څوک د «انساني ناورين» خبره نه کوي؟ دا چلند بالکل د ساکس د هغې جملې پوره بېلګه ده چي وايي دا هېوادونه «تر اشغال لاندي» دي او د پرېکړو خپلواکي او حتّی د ليک خپلواکي نه لري. هغوی په ډېره سختۍ سره کولای سي چي د اصلي يرغلګرو پر وړاندي يوه منظمه او بشپړه جمله ووايي.
د سپېڅلي اسلام له نظره، هېڅکله د مسلمانانو پر وړاندې د نا مسلمانانو واکمني روا نه ګڼي. سپېڅلی قران وايي: «الله هېڅکله د مؤمنانو پر وړاندې د نا مسلمانانو لپاره د واکمنۍ لاره نه ده ګرځولې.» هغه هېوادونه چي د امريکا پوځي اډې په خپله خاوره کي ساتي او د ايران د مسلمانانو د وژني لپاره ترې کار اخيستل کېږي، نه يوازي خپلواکه نه دي، بلکي د «پر مسلمانانو د نا مسلمانانو د مرستي غوښتل» د ګناه مرتکب ګرځېدلي دي چي په اسلامي فقه کي له لويو ګناهونو څخه شمېرل کېږي. څنګه کېدای سي چي يو څوک هم مهاله د قدس او فلسطين مدافع وي، خو خپله خاوره د اسلامي امت د دښمن (امريکا او اسراييلو) پر پوځي اډه بدله کړي؟
د بشري حقونو له مخې هر انسان د ژوند حق لري. امريکا او اسراييل د ايران پر اټومي تأسیساتو او د استوګنې پر سيمو په بريدونو سره د ميناب د ماشومانو په ګډون سلګونه بېګناه انسانان شهيدان کړي دي. له بلي خوا، کله چي ايران پر پوځي اډو (چي د ژنيوا د کنوانسيون له مخي مشروع نظامي هدفونه بلل کېږي) بريد کوي، عربي هېوادونه د «خپلو وګړو د وېرې» دعوه کوي. دا دوه ګوني معيارونه د بشري حقونو بنسټ ملنډو ته اړوي.
د نړيوال قانون تر ټولو مهم اصل د زور د کارولو د منع اصل دی. د امريکا متحده ايالات او اسراييل اصلي تېري کوونکي دي. هغوی هغه وو چي د ايران پر ملي حاکميت يې يرغل وکړ. له بلي خوا، د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ ماده په څرګنده توګه د «مشروع دفاع حق» د هېوادونو لپاره منلی دی. د ايران هغه اقدامات چي د هغو پوځي اډو پر وړاندي سوي چي د تېري بستر وو، يوازي يو قانوني او حقوقي اقدام دی.
نو له دې امله د فارس خليج عربي هېوادونه چي په ملګرو ملتونو کي د ايران پر وړاندي رايه ورکوي، يوازي د يرغلګرو د ملاتړ په جرم نه محکومېږي، بلکي د لومړني يرغل د اصل له پامه غورځولو سره د امريکا او اسراييل سره د سيمې د ناامنه کولو په جرم کي شريکان دي.
د جفري ساکس خبرې د سيمې د هېوادونو لپاره د خطر يو لوی زنګ دی. د امريکا پوځي اډې د هغوی هېوادونه د تر ټولو خوندي هېوادونو پر ځای بدل نه کړل، بلکي هغوی يې د مقاومت د توغنديو لومړنی هدف وګرځول. د ايران اسلامي جمهوريت ثابته کړې ده چي د اور ځواک او د مخنيوي اراده يې د امريکا د دفاعي وسايلو له توان څخه پورته عمل کوي.
د آسيا لويديځه سیمه د «فعال مخنيوي» يو نوي پړاو ته داخله سوې ده. هغه وختونه چي امريکا او اسرائيلو به په ارامۍ سره پر يو هېواد بريد کوی او ګاونډي هېوادونه به چوپ پاته کېدل، د تل لپاره پای ته رسېدلي دي.
عربي هېوادونه يوازي دوه لارې لري: يا به د اشغال او ذلت دوام مني او د امريکا لپاره به د «انساني سپر» رول پر غاړه اخلي چي د ايران د غچ په طوفان کي به خامخا له منځه ولاړ سي، او يا به خپل رښتينی حاکميت بيرته ترلاسه کوي او بهرنۍ پوځي اډې به له خپلو خاورو باسي.
د ايران توغندي پر اسرائيلو او د امريکا پر پوځي اډو يواځې يو پيغام لري: په لوېديځه آسيا کي پوځي واکمني او يو اړخيز حالت نور پای ته رسېدلی دی. که عربي هېوادونه لا هم په ملګرو ملتونو کي د اصلي وژونکي (امريکا/اسرائيلو) د غندلو زړورتيا نه لري، بايد پوه سي چي تاريخ او د سيمې ملتونه به يې هيڅکله ونه بخښي. يوه ورځ به راسي چي د دې هېوادونو وګړي به له خپلو واکمنانو وپوښتي: “کله چي د ايران توغندي زموږ د سرونو پر سر ګرځېدل، ولي مو د هغو کسانو دفاع کوله چي هغه توغندي يې زموږ پر لور متوجه کړي وو؟”




