لیکوال: م. کهریزنوی
له سوریې وروستي راپورونه ښايي چې الجولاني، د سوریې نوی ولسمشر، د ازبیک، تاجک او چیچني توکم لرونکو جنګیالیو پر وړاندي پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي. دا هغه ځواکونه دي چې کلونه یې د اسرائیل پر ضد د جهاد د ژمنو په نوم، د بشار اسد د حکومت د نسکورولو لپاره ذهني اغېزمن سوي وو.
له «امیر النصره» تر «په رسمي جامه کې د ولسمشر» پورې
احمد حسین الشرع، چې په «ابومحمد الجولاني» مشهور دی، هغه څېره ده چې د منځني ختیځ د سیاسي تاریخ توره پاڼه بیا راژوندۍ کوي. یو وخت د القاعده په نوم د ترهګرې ډلې غړی وو، وروسته د داعش له ډلې سره یوځای سوو، بیا یې د «جبهه النصره» په نوم ترهګره ډله جوړه کړه او د سرتېرو او ماشومانو د سر پرې کولو له لارې یې ځان «غازي» باله. نن ورځ بیا په اروپایي غونډو کې له دیپلوماتانو سره لاسونه ورکوي او د «سیمهییز ثبات» خبرې کوي.
خو پوښتنه دا ده: آیا د هغه باطني ماهیت بدل سوی؟ که یوازې یې تګلاره بدله سوې ده؟
عربي رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې د موقت حکومت امنیتي ځواکونه د ادلب، حارم، کفریا او فوعه په ولایتونو کې د ازبیکتوکم جنګیالیو پر وړاندي پراخ جګړهییز عملیات پیل کړي دي. دا عملیات تاجک او چیچني جنګیالي هم رانغاړي. شنونکي دا اقدام « د تېرو ورځو ملګرو ته شا اړول» بولي. ماهر فرغلي، مصري شنونکی، دا کار ستایلی او هغه یې «له ترهګرۍ څخه د سیمې پاکول» بللی دی. خو اصلي پوښتنه دا ده: ایا خپله الجولاني د دې ترهګرۍ اصلي ریشه نه وه؟ او ایا دا جنګیالي د اسد د پوځ پر ضد د هغه د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري نه وو؟
د دوکې روایت: د دین په نوم نسلوژنه، د سیاست په نوم خیانت — څنګه د «قدس» په نوم د شیعهګانو د وژلو لپاره استول کېدل؟
په هغو کلونو کې چې داعش په موصل، رقه او حلب کې وژنې کولې، د منځنۍ اسیا په هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، چیچن، داغستان او حتی افغانستان کې پراخ تبلیغاتي کمپاینونه روان وو. هغه ځوانان چې د اسلام له حقیقت څخه یوازې نوم پېژانده، د «جنت او حورالعین» په وعده او د «د قدس د ازادۍ لپاره جهاد» په شعار دوکه کېدل. هغوی ته ویل کېدل: «لومړی اسد، بیا اسرائیل».
خو حقیقت څه وو؟ دا ډلې حتی یو مرمۍ هم د اسرائیلو پر لور نه ده ویشتلې. ټول توان یې د مسلمانانو په عام ژوني لګېدلی وو؛ په ځانګړي ډول شیعهګان، علويان، مسیحیان او حتی هغه سنيان چې له هغوی سره همفکره نه وو. دا دوکه سوي ځوانان په داسې حال کې په سوریه کې وژل کېدل چې د صهیونیستي رژیم د جولان له پولو څخه د اسد د سقوط ننداره کوله او د سوریې د ګډوډۍ لپاره یې همدې ډلو ته درمل او تجهیزات لېږل.
الجولاني، د یوه فرصت غوښتونکي ترهګر واقعي څېره
الجولاني هېڅکله ونه درېده؛ بلکې یوازې بدلون یې وکړ. هغه د عراق په القاعده کمپونو کې روزنه ترلاسه کړه، له ابو بکر بغدادي سره همزنډانی وو او وروسته له هغه جلا سوو څو خپلواکه مشري ولري. د هغه جنایتونه په سوریه کې ثبت سوي دي:
د قلمه لوزې وژنه (۲۰۱۵): د دروزي غیرنظامیانو د لسګونو کسانو ډلهییز اعدام.
د کفریا او فوعه محاصره (۲۰۱۶–۲۰۱۸): زرګونه شیعه غیرنظامیان په لوږه وژل او د ښځو او ماشومانو وژل .
پر سویدا برید (۲۰۲۵): له داعش او متحدو ډلو سره همغږي د شاوخوا دوه زره غیرنظامیانو د وژنې لپاره.
دا یوازې د هغه د کارنامې څو برخې دي، هغه څوک چې نن د «ترهګرۍ ضد مبارزې» ادعا کوي. الجولاني په خپلو ویناوو کې د بهرنیو ځواکونو د دوکه کولو لپاره ویل: «له دمشق وروسته به قدس ته ځوو.» خو کله چې یې واک ترلاسه کړ، د سوریې ټول نظامي مرکزونه یې د اسرائیلو د هوایي بریدونو پر وړاندې تش پرېښودل.
حقیقت نن دا دی: ۴۰۰ کیلومتره اشغال، ۵۰۰۰ بمبارۍ او د الجولاني چوپتیا.
په داسې حال کې چې هغه یو وخت د اسرائیلو پر وړاندي د برید ژمنې کولې، نن اسرائیل د سوریې له خاورې څخه تر ۴۰۰ کیلومترو زیاتې برخې اشغال کړې دي، د سوریې نظامي، اقتصادي او حتی روغتیایي بنسټونه یې له ۵۰۰۰ څخه په زیاتو بریدونو کې بمبار کړي دي، او الجولاني حتی یو عملي بیان هم نه دی خپور کړی.
د ملګرو ملتونو شنونکي تاییدوي چې اسرائیلي ځواکونه د حایل په سیمه کې ځای پر ځای سوي او حتی د سوریې په جنوب کې د خلکو د نیولو عملیات ترسره کوي. الجولاني په مقابل کې، یو ویډیو خپروي چې په سپورتي تالار کې ناست دی او د ښځو د نڅا ننداره کوي! هغه څوک چې یو وخت یې د ښځې د څېرې لیدل حرام بلل.
د تاجک او ازبک جنګیالیو فریاد: «موږ دوکه سوی یو»
نن د ازبک، تاجک او چیچني پاتې سوي کسان د ادلب او لاذقیې په غرونو کې بند پاتې دي. هغوی ویني چې الجولاني پر اسرائیلو برید ونه کړ، بلکې د نتانیاهو لور ته یې د دوستۍ لاس وغځاوه، له دوی سره یې خیانت وکړ او اوس یې د اعدام حکم هم صادر کړی دی. د تښتېدو لاره نه لري؛ نه خپلو هېوادونو ته ستنېدای سي (د انټرپول د تور نوملړ له امله) او نه تسلیمېدای سي، ځکه الجولاني هغوی «د خبرو وړ نه» بللي او وژني یې.
دا د «استعمال کېدونکو ترهګرو» تر ټولو بد برخلیک دی. تر تېری ورځې پورې «مجاهد» وې، نن «د امنیت ګواښ» بلل کېږي.
وهابیت: د دې ناورین فکري رېښه ده
ټولې دغه ډلې، القاعده، داعش، النصره، جیشالاسلام، سپاه صحابه او نورې، د تکفیري وهابیت له فکري ریښې څخه سرچینه اخلي. هغه فکر چې نه یوازې اسلامي نه دی، بلکې د موساد او د «لوی اسرائیل» د پروژې په خدمت کې جوړ سوی دی. دا ترهګرې ډلې دنده لري چې اسلامي نړۍ کمزورې کړي، د مسلمان ځوان ځواک د فلسطین د ازادۍ پر ځای په کورنیو جګړو کې له منځه یوسي، او د اسلام څېره نړۍ ته د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د دین په توګه وښايي.
لکه څنګه چې ابو بکر بغدادي او نور ترهګریز مشران د اسلام او انسانیت د بدنامۍ سبب سوی وو، نن الجولاني هم د خپلو دغو کړنو له امله په رسمي ډول د همدې خاینانو په ډله کې ځان ثبتوي.
افغانستان، پاکستان او ۲۳ ترهګريزې وهابي ډلې
له بده مرغه نن په افغانستان کې ۲۳ فعالې ترهګرې ډلې سته، له داعش خراسانه نیولې تر هغو وهابي پاکستاني ډلو پورې چې هره ورځ شیعه او معتدل سنيان وژني. د دغو ډلو کیسه هماغه تکراري ده: بېسواد ځوان ته د جنت تلقین ورکوي او بیا یې د بل مسلمان د وژلو لپاره لېږي.
ګران مسلمان ځوانان باید پوه سي او خبر سي چې که څوک ورته ووایي: «ورځه خپل سني او شیعه ورور ووژنه، وروسته به د قدس فتحي ته ځوو »، نو پوه سئ چې هغه یا ناپوهه دی یا جاسوس.
د قرآن کریم د آیت له مخې: «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ» (حجرات، ۱۰) ټول مؤمنان سره وروڼه دي. هېڅ سني او شیعه باید د عقیدې له امله ونه وژل سي. یوازینی جهاد چې نن ورځ فرض دی، علمي جهاد او د تمدن جوړونه ده. هر هغه ځوان چې وسله اخلي او په عراق، سوریه، افغانستان یا ایران کې پر مسجد برید کوي، په حقیقت کې د اسلام پر ځای د استکبار په ګټه کار کوي.
راځئ چې دې فلسفي تناقض ته وګورو:
ازبک او تاجک جنګیالي د دین په نوم راغلل، خو اوس د هماغه پخواني جماعت د امام له خوا تکفیر کېږي.
الجولاني د اسد پر وړاندي د مبارزې په نوم د همدې تاجک، ازبک او چیچني مبارزانو په وسیله واک ته ورسېد، خو د واک د ساتلو لپاره غواړي له هغوی څخه د وژلو له لارې ځان خلاص کړي.
اسرائیل د امنیت په نوم دمشق ته ننوت، خو د الجولاني چوپتیا یې واخیسته.
هغه څه چې په ادلب کې روان دي، د «دوه ګونو څېرو د سیاست» پای دی. که یوه ورځ «داعشي الجولاني» په «سیاستمدار الشرع» بدلېږي، معنی یې دا ده چې د ترهګرۍ ماهیت هېڅکله نه پاکېږي؛ یوازې جامې بدلوي. په سپورتي تالار کې نڅا کول او په عین حال کې د پخوانیو سرتېرو سرونه پرې کول، له اسرائیلو سره د جګړې نه کول او په عین وخت کې د هغو کسانو فزیکي له منځه وړل چې د همدې جګړې په وعدو دوکه سوي وو، د دې پېړۍ تر ټولو ستر اخلاقي رسوایي ده.




