د اسراییلو ناوخته اعتراف؛ امارات، شریک د جنایت که سیمه‌ایز عامل؟

متحده عربي امارات د اسراییلي رژیم له نظامي شریک کېدو سره، چې د فلسطین د اشغال، په غزه کې د نسل‌وژنې او په سوریه او لبنان کې د جنایتونو له امله د «الذین ظلموا » له بشپړ مصداق سره برابر بلل کېږي، په حقیقت کې د «رکون الی الظالمین » ته تمایل کړی دی. قرآن کریم خبرداری ورکوي چې دا ډول تمایل نه یوازې فاعل د دوزخ په عذاب اخته کوي، بلکې په دنیا کې هم د ذلت او بې‌عزتۍ سبب ګرځي.
د اسراییلو ناوخته اعتراف؛ امارات، شریک د جنایت که سیمه‌ایز عامل؟

لیکوال: م. کهریزنوی

د اسراییل د ۱۲مې شبکې اعتراف چې «امارات نور د پټولو هڅه نه کوي او په شعوري ډول له اسراییل سره خپل ستراتیژیک پوځي اتحاد ژوروي»، هغه حقیقت څرګند کړ چې کلونه د عربي همغږي کوونکي لوري له خوا پټ ساتل کېده. دا راپور د یوې نوې پیل نښه نه ده، بلکې په سیمه کې د ابوظبي د دوامدارو خیانتونو تصدیق دی. د اماراتو مشران نه یوازې د اړیکو په عادي کولو بسنه کړې، بلکې په یمن کې د جګړې په جنایتونو کې د لاس لرلو، په سوریه او عراق کې د ترهګرۍ د لوژستیکي ملاتړ او اوس د صهیونیستي پوځي تګلارې سره د عملیاتو د یوځای کولو له لارې د شریعت، بشري حقونو او عربي وجدان سرې کرښې یو په بل پسې تر پښو لاندې کړې دي.

د کلونو لپاره، د فارس خلیج عربي هېوادونو هڅه کوله چې د ځان لپاره دوه ګونی انځور جوړ کړي: له یوې خوا یې د سپيڅلي قدس او د فلسطین د مقاومت د ملاتړ ادعا کوله، او له بلې خوا یې په پټه د هغه رژیم سره پوځي او استخباراتي اړیکې پراخولې چې د عربي ځمکو د غصب اوږد تاریخ لري. د اسراییلي رژیم د ۱۲مې شبکې وروستي راپور د دې دوه مخۍ پای اعلان کړ. نن ورځ، متحده عربي امارات په افتخار سره اعلانوي چې نه یوازې یو سوداګریز شریک، بلکې د اسراییل لپاره د پوځي عملیاتو شریک هم دی.

خو دا «د امت په وړاندې د دښمنۍ په ښکاره اعلان کې روڼوالی» له دې څخه هم لوی ناورین راڅرګندوي: د امریکا ـ صهیونیستي پروژې په وړاندې مطلق تابعیت د سیمې د وېش لپاره. د اماراتو مشران د خپل هېواد د اسرائیلو لپاره د شاتنۍ پوځي اډې بدلولو سره د ولسواکۍ او اعتدال نقاب لرې کړی او خپل اصلي څېره یې د «سیمه‌ییزو عاملینو» په توګه ښکاره کړې ده.

موجود اسناد او د نړیوالو رسنیو راپورونه د اماراتو د مشرانو د بشپړ تابعیت یو سپکونکی انځور وړاندې کوي؛ په داسې حال کې چې سعودي عربستان او امارات د یمن د مستعفي حکومت د بېرته راوستلو ادعا کوله، د یمن په قضیه کې د دغو هېوادونو له خوا د جګړې د جنایتونو قوي شواهد موجود دي.

د بخښنې نړیوال سازمان راپورونه په ښکاره ډول ښايي چې دغو هېوادونو له لوېدیځ څخه ترلاسه سوي وسلې په یمن کې د خپلو تر امر لاندې وسله‌والو ډلو ته رسولې دي؛ هغه ډلې چې د یمني ملکي وګړو پر وړاندې یې د جګړې جنایتونه ترسره کړي دي. دا اقدام د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او د وسلو د کارولو د اصولو ښکاره سرغړونه ده.
سعودي رسنیو هم په وروستیو کې اعتراف کړی چې امارات د صنعا د «لوی تالار» (۲۰۱۶) او د ضحيان د ماشومانو د بس (۲۰۱۸) په بمبارۍ کې مستقیم مسؤلیت لري. آیا د یمني ماشومانو د وژنې ملاتړ له اسلامي او انساني شعارونو سره سمون لري؟

د قطر پر لور د مالي تورونو اچولو هڅې د ابوظبي له خوا له «جبهه النصره» (په سوریه کې د القاعده څانګه) سره د همکارۍ حقیقت نه سي پټولای. د اماراتو د محکمو اسناد ښايي چې په اماراتو کې مېشتې ځینې ډلې په سوریه کې له «جبهه النصره» سره مستقیمه وسلواله او استخباراتي همکاري کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې امارات د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادعا کوي.

د اماراتو او سعودي عربستان مشران له ترهګرۍ د یوې وسیلې په توګه کار اخلي څو د سوریې او عراق په څېر خپلواکه حکومتونه کمزوري کړي او د امریکا او اسراییل د تګلارې پلي کېدو ته لاره هواره کړي.

تاسو (د اسراییل د ۱۲مې شبکې) په خپل راپور کې وایئ: «اوس هېڅ شک نسته چې امارات د اسراییل تر ټولو نږدې عربي شریک دی.»

دا راپور باید د یوې نوې خبر په توګه ونه ګڼل سي، بلکې د یوې پخوانۍ واقعیت تصدیق دی. دا خبره باید د اسراییلي رسنیو ته په خطاب کې وویل سي چې البته امارات له پخوا ستاسو تر ټولو نږدې ملګری دی، او تاسو دې له کلونو راهیسې پوه واست . نو ولې اوس چې ستاسو د پوځي رسوايۍ حقیقتونه څرګند سوي او امارات نور د پټولو توان نه لري، دا د «نوي کشف» په توګه وړاندې کوئ؟

کلونه مخکې له دې ښکاره اعترافه، د اسرائیلو د «اوسپنې ګنبد» دفاعي سیسټم د اماراتو په خاوره کې ځای پر ځای سوی وو څو ابوظبي د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې وساتي. دا معنی لري چې دا پوځي اتحاد لږ تر لږه له ۲۰۲۱ کال (د ابراهیمي تړونونو وروسته) څخه پیل سوی او په وروستیو بریدونو کې لا هم پراخ سوی دی. تاسو (اسراییل) نن وایئ چې امارات ستاسو پوځي شریک دی، حال دا چې تر پرون پورې مو دا یوازې «اقتصادي سوله» بلله.

دا ناوخته اعتراف ثابته کوي چې د عادي‌سازۍ پروژه له پیل څخه یوه پوځي او امنیتي طرحه وه چې د مقاومت د جبهې پر وړاندې جوړه سوې وه.

د «ظالمانو ته د مرستې نه کولو» د اصل سرغړونه: قرآن کریم فرمایي: «وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ» (هود: ۱۱۳).
یعنې: هېڅکله ظالمانو ته مایله کېږئ مه او پر هغوی تکیه او اعتماد مه کوئ، ځکه که داسې وکړئ نو دوزخي اور به تاسو هم ونیسي.

دا آیت یو قاطع الهي خبرداری دی: «رکون» یعنې هر ډول تمایل، د زړه باور، عملي همکاري، او حتی د ظالم پر وړاندې چوپتیا. د تفاسیر له مخې «ظالمان» یوازې فرد نه دي، بلکې هغه نظامونه، دولتونه او رژیمونه هم پکښې شامل دي چې د انسانیت پر وړاندي ظلم او جنایت کوي.

متحده عربي امارات د اسراییلي رژیم له نظامي شریک کېدو سره، چې د فلسطین د اشغال، په غزه کې د نسل‌وژنې او په سوریه او لبنان کې د جنایتونو له امله د «ظالمانو» له مصداق سره تړاو لري، په حقیقت کې د «ظالمانو لوري ته تمایل» کړی دی. قرآن خبرداری ورکوي چې دا ډول تمایل نه یوازې فاعل د دوزخ په عذاب اخته کوي، بلکې په دنیا کې هم د ذلت او بې‌عزتۍ سبب ګرځي.

له بشري حقونو له نظره، د یمن د بمبارۍ ملاتړ او له ترهګرۍ سره همکاري د بشریت پر وړاندي د جرم ښکاره بېلګه ده. د اماراتو مشران د اقتصادي ګټو او د ایران د مهارولو په پلمه د فلسطین له مسئلې شا اړولې او لنډمهاله امنیت یې پر اخلاقي اصولو او دیني ورورولۍ غوره بللی دی. دا هغه حالت دی چې قرآن یې د ایمان پر ځای د کفر غوره کول ګڼي.
هغه څه چې نن په منځني ختیځ کې روان دي، یوازې «عادي‌سازي» نه ده. امارات د صهیونیستي تګلارې لپاره د یوې ستراتیژیکې تجربې په توګه کارول کېږي. د اماراتو د پروژې بریا (د ملي حاکمیت نقض، پوځي همکاري او د اشغالګر مشروعیت) نه یوازې په سیمه کې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د نورو عربي هېوادونو لکه بحرین او ښایي سعودي عربستان له خوا هم تقلید کېدای سي.

دلته یو تاریخي جلا والي ښکاره کېږي: د فارس خلیج عربي مشران چې کلونه یې ځانونه د سپیڅلو ځایونو ساتونکي او د اسلامي نړۍ مشران بلل، نن د تاریخي تابعیت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي او د یوه بهرني رژیم د پوځي سیاست په چوکاټ کې د خپلو دیني وروڼو پر وړاندې د ملاتړ رول لوبوي.

اسراییل کولای سي خوشحاله اوسي، ځکه له میداني ناکامیو وروسته چې په لبنان او غزه کې یې د مقاومت پر وړاندې تجربه کړې، اوس یې د ابوظبي په طلایي ماڼیو کې یو لوی سیاسي بری ترلاسه کړی دی.

هغه کسان چې د خپلو تختونو د ساتلو لپاره یې خپل دین او قومي عزت تر پښو لاندې کړی، حتٰی د خپلو صهیونیستي شریکانو له خوا هم د سپکاوي سره مخ سوي دي. تاریخ به د منځني ختیځ خیانتکاران هېر نه کړي، هماغسې لکه د «آل سعود» او «آل نهیان» نومونه چې د عربي ولسونو په تاریخي حافظه کې د استعمار د ځواکونو تر څنګ ثبت پاتې کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x