د تورونو او متقابلو ادعاوو سیالي: پاکستان او طالبان او د روایتونو خطرناکه لوبه

د پاکستان وروستي تورونه پر طالبانو د دې په اړه چې ګواکې ملکي وګړي یې په نښه کړي، په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اسلام‌اباد تاریخي کارنامه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ، تجهیز او تنظیم په برخه کې د دغو ادعاوو د رښتینولۍ په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
د تورونو او متقابلو ادعاوو سیالي: پاکستان او طالبان او د روایتونو خطرناکه لوبه

لیکوال: م. کهریزنوی

د پاکستان وروستي تورونه پر طالبانو د دې په اړه چې ګواکې ملکي وګړي یې په نښه کړي، په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اسلام‌اباد تاریخي کارنامه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ، تجهیز او تنظیم په برخه کې د دغو ادعاوو د رښتینولۍ په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ کړکېچونه یو ځل بیا حساس پړاو ته رسېدلي دي.

د پاکستاني چارواکو وروستي تورونه پر افغان طالبانو او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د دې په اړه چې ګواکې ملکي وګړي یې هدف ګرځولي، نه یوازې عامه افکار ځان ته راجلب کړي، بلکې د افغان ولس په تاریخي حافظه کې پخواني ټپونه هم تازه کړي دي. دا د روایتونو تقابل تر ډېره یو سیاسي اختلاف نه، بلکې په سیمه کې د لسیزو پیچلو سیاستونو، امنیتي لاسوهنو او جیوپولیتیکي لوبو انعکاس ګڼل کېږي.

لومړنۍ پوښتنه چې د پاکستان د وروستیو تورونو په وړاندې راپورته کېږي دا ده: آیا هغه هېواد چې د لسیزو راهیسې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ او روزنې له امله د افغانستان د ناامنۍ په رامنځته کولو کې پېژندل کېږي، اوس کولای سي د اخلاقو او بشري حقونو د مدعي په دریځ کې ودرېږي؟

تاریخي واقعیتونه ښايي چې پاکستان، په ځانګړي ډول د خپلو استخباراتي ادارو له لارې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په رامنځته کولو، روزنه او تجهیز کې مهم رول لوبولی دی. د جمهوریت د شلو کلونو په اوږدو کې، د افغانستان حکومت، په ځانګړي ډول حامد کرزي، څو ځله له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي. کرزي نه یوازې په رسمي دریځونو کې، بلکې د غوښتنې او هېلي په بڼه هم له اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د وینې تویېدلو ته د پای ټکی کېږدي. خو د پاکستان ځواب یا چوپتیا وه او یا انکار؛ او د هماغې پالیسۍ دوام وو چې د زرګونو افغان سرتېرو او ملکي وګړو د وژل کېدو سبب سوو.

د سیمې د بدلونونو واقعي شننه ښايي چې د طالبانو رامنځته کېدل یو طبیعي داخلي بهیر نه وو؛ بلکې د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو په بستر کې یو طرحه سوی پروګرام وو. د پاکستان استخباراتي ادارو، د امریکا د غیر مستقیمې هوکړي سره، نږدې درې لسیزې مخکې افغان طالبان رامنځته سول، وروزل سول او افغانستان ته یې ولېږل.

خو دا پروژه دلته پای ته ونه رسېده. وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) هم د همدې ستراتیژۍ د بشپړونکي ځواک په توګه رامنځته سوو، څو د افغان طالبانو سره په همغږۍ کې په سیمه کې ځانګړي اهداف تعقیب کړي. اوس هغه جوړښتونه چې یو وخت د پاکستان د سیمه‌ییزې پالیسۍ وسیلې وې، خپله دغه هېواد ته په ګواښ بدل سوي، چې دا مسئله د هغوی خپله داخلي ستونزه ده، نه د افغانستان.

پاکستان ښه پوهېږي چې طالبان، که په افغانستان کې وي او که په پاکستان کې، څنګه فعالیت کوي؛ ځکه په رامنځته کولو او سمبالولو کې یې خپله رول درلود. د برهان‌الدین رباني د حکومت پر مهال، نړۍ د افغانستان په معاصر تاريخ کې له تر ټولو ویرونکو پېښو څخه یوه ولیده: په مزار شریف ښار کې د شاوخوا شل زره ملکي وګړو قتل عام، چې ډېری یې شیعه وګړي وو.

دا جنایت یوازې یوه انساني ناورین نه وو؛ بلکې د هغو زیانمنو سیاستونو نښه وه چې له بهرنیو پولو څخه تغذیه کېدله. له همدې امله، نن چې پاکستان افغان طالبان د ملکي وګړو په وژنه تورنوي، یوه جدي پوښتنه راپورته کېږي چې آیا دا تور د واقعیت انعکاس دی که د تېرو کړنو د پټولو او د مسؤلیت د لیرې کولو هڅه ده؟

په داسې حال کې چې پاکستان افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي د ملکي وګړو په نښه کولو تورنوي، ګڼ راپورونه، د نړیوالو ادارو د ارزونو په ګډون، ښايي چې د پاکستان هوايي او پوځي بریدونه د افغانستان په پوله‌ایزو سیمو کې د افغان ملکي وګړو د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب سوي دي.

له بلې خوا، افغان طالبان ادعا کوي چې په وروستیو نښتو کې یې یوازې د پاکستان په خاوره کې پوځي هدفونه په نښه کړي دي. په داسې وضعیت کې تر ټولو اړینه موضوع روڼتیا، حساب ورکونه او د مسؤلیت منل دي؛ هغه څه چې له بده مرغه په ځانګړي ډول د پاکستان په چلند کې لږ لیدل کېږي، او د دې شخړو دروند بار هم زیاتره د پاکستان پر غاړه دی، چې د لاسوهنې اوږد تاریخ لري.

عادله هاشمی:
که پاکستان رښتیا هم د ملکي وګړو د امنیت او ژوند په اړه اندېښمن وي، نو باید تر هر څه وړاندې خپل دننه پولو ته وګوري. تر اوسه هم په دې هېواد کې افراطي ډلې فعالې دي او مذهبي لږکي لکه هندوان، عیسویان او شیعه‌ګان څو ځله د ځانمرګو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

اسلام‌اباد باید له دې مخکې چې نور تورن کړي، هغه ډلې له منځه یوسی چې په خپله خاوره کې د خپلو امنیتي جوړښتونو له لارې رامنځته سوي یا پیاوړې سوي دي، او د خپلو وګړو امنیت په ځانګړي ډول د مذهبي لږکیو خونديتوب تأمین کړي. د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه په شعارونو او تور لګولو نه پیلېږي، بلکې د کورنیو جوړښتونو په اصلاح او له افراطیت سره د اړیکو په پرې کولو معنا پیدا کوي.

د پاکستان وروستي تورونه پر افغان طالبانو، تر دې چې د دې هېواد د پالیسۍ د بدلون نښه وي، د یوې پېچلې سیمه‌ییزې لوبې په چوکاټ کې د خپل رول د بیا تعریف هڅه ښکاري. هغه هېواد چې لسیزې یې د خپلو جیوپولیتیکي موخو لپاره له ترهګرۍ د وسیلې په توګه استفاده کړې، نن له هماغو
وسایلو سره مخامخ سوی دی.

تاریخ یی هېڅکله نه هېروي. د افغانستان وګړي به یی هم هېر نه کړي چې کومو کسانو یې په خاوره کې د تاوتریخوالي تخم شیندلی دی. که پاکستان د ریښتینې سولې او ثبات غوښتونکی وي، نو باید له خپل تېر تاریخ سره مخ سي، هغه ومني، اصلاح یې کړي او د رښتینولۍ او د افغانستان پر وړاندې د مسؤلیت منلو پر بنسټ یوه نوي لاره پیل کړي.

که داسې ونه سي، نو دا تورونه به یوازې د هماغې پخوانۍ پالیسۍ انعکاس وي چې لسیزې یې سیمه په اور کې ساتلې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x