نن يکشنبه، د مې درېيمه، د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د ملګرو ملتونو او يونسکو له خوا د رسنيو د ازادۍ د درناوي، د خبريالانو د ملاتړ او د دولتونو په مسؤليت د ټينګار لپاره نومول سوې ده چې د بشر د حقونو د نړيوالې اعلاميې د ۱۹ مادې له مخې د بيان ازادي مراعت کړي.
د ملګرو ملتونو د ښوونې، پوهې او کلتور اداره (يونسکو) د دې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي دي چې ازادو او رښتينو معلوماتو ته لاسرسی د ځوابورکونې روحيه پياوړې کوي، خبرې اترې پراخوي او د بشر له حقونو ساتنه کوي.
يونسکو په دې پيغام کې ټينګار کړی دی چې د باور وړ او تاييد سویو معلوماتو ته لاسرسی يو اختياري انتخاب نه دی، بلکې د سولهييزو، عادلانه او پياوړو ټولنو د جوړولو لپاره يو بنسټيز اصل ګڼل کېږي.
دې ادارې، چې د ملګرو ملتونو پورې تړلې ده، همدارنګه خبرداری ورکړی چې د معلوماتو لاسوهنه شخړې زياتوي او د وګړو باور له منځه وړي.
يونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ په نړيواله ورځ د بيان د ازادۍ د ساتنې او د ژورنالېزم د ملاتړ غوښتنه کړې ده، چې د سولې له بنسټيزو ستنو څخه ګڼل کېږي.
ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې د رسنيو او خبريالانو ملاتړ ټولنې د کړکېچونو پر وړاندې پياوړې کوي.
دا اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي چې ملګري ملتونه ژورنالېزم د سولې يوه اړینه ستن بولي او د معلوماتو د لاسوهنې او پر رسنيو د محدوديتونو پر وړاندې د مبارزې پر اړتيا ټينګار کوي.
اوس مهال څلور خبريالان، چې بشير هاتف، شکېب نظري، حميد فرهادي او ابوذر صارم پکښې شامل دي، لا هم د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېږي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز همدارنګه تېره ورځ اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د مې له مياشتې راهيسې، د سانسور، ځپلو او پر خپلواکو رسنيو او خبريالانو د محدوديتونو بهير په څرګنده توګه زيات سوی دی. د دې راپور له مخې، له ۱۵۰ ثبت سویو پېښو څخه ۱۲۷ يې د خبريالانو د ګواښونو اړوند دي او ۲۰ يې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د نيولو سره تړاو لري.
همدارنګه په دې موده کې د ملي راډيو ټلوېزيون دوه کارکوونکي د پاکستاني ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل سوي او يو بل ټپي سوی دی.
د خبريالانو دغه ملاتړ کوونکي بنسټ ټينګار کړی چې سره له دې چې شمېرې د تېر کال د ورته مودې په پرتله لږ راکمې سوې دي، خو د رسنيو د ازادۍ وضعيت له کيفي پلوه لا ډېر د اندېښنې وړ ګرځېدلي او د طالبانو محدودوونکو تګلارو په افغانستان کې رسنيز کړکېچ لا ژور کړی دی.




